زده کړې کلتور او هنر

غوره ښوونکي دا مهمې ځانګړنې لري

لیکنه: ياران

ژباړه: صادق طارق

ښوونه او روزنه یو پېچلی او له نازکیو ډک کار یا هنر دی.
د دې کار سرته رسونکی( ښوونکی) باید د پوره پوهې ترڅنګ ګڼې نورې ښیګڼې ولري، چې په مرسته یې خپل زده کوونکي په پوره مانا ځانته جذب او سم یې وروزي.

دلته به د غوره ښوونکي ۵۰ ځانګړنې درسره شریکې کړو:

ـ د خپلو زده کوونکو اړتیاوې او ځانګړنې په ښه ډول پېژني.

ـ د تدریسیدونکې موضوع پر محتوا پوره حاکم وي.

ـ د تدریس هغه بڼې استعمالوي، چې زده کوونکي ورسره جذب شي.

ـ د زده کوونکو پر روان پوهیږي او ورته په کتو سره تدریس کوي.

ـ د زده کوونکو ترمنځ بې ضرورته پرتلنې نه کوي، یانې د یوه د روحیې لوړولو لپاره د نورو روحیه نه خرابوي.

ـ زده کوونکي نه زیات هڅوي، نه زیات یې فشار لاندې راولي.

ـ د وخت په تېریدو سره د خپل تدریس میتود بدلوي او د شاګردانو نظر یې په اړه غواړي.

ـ د تدریس ترڅنګ خپله هم پوره مطالعه کوي.

ـ تدریس نه مخکې په مختلفو بڼو زده کوونکي زده کولو ته په رواني لحاظ اماده کوي.

ـ زده کوونکو سره صمیمیت لري، که څوک ورسره خپله ستونزه شریکوي، یا مشوره غواړي، راز یې ساتي.

ـ د زده کوونکو ملګری، مشاور او نیږدې دوست وي.

ـ هیڅکله د خپلو زده کوونکو غرور نه ماتوي، یانې پوره درناوی هم ورته کوي.

ـ تر ممکنه حده د تدریس اړوند نور مهم موضوعات هم بیانوي.

ـ زده کوونکي فعال ساتي، فکر کولو، پوښتنو او مطالعې ته یې هڅوي.

ـ د سوال و ځواب له تدریسي میتود څخه زیاته ګټه اخلي.

ـ ټولګي ته د کورنۍ غوندې فضا برابروي، چې ښوونکی پکې د مشر او نور یې د غړو رول لري.

ـ زده کوونکو ته د انتخاب حق ورکوي، چې څومره درس ووایي، کومسې کورنۍ دنده او نور ولري.

ـ ښه فصاحت لري، شمېرلې او مهمې خبرې کوي.

ـ قوي درسي پلان لري.

ـ خپل تدریس او پایلې یې تل ځان سره ارزوي.

ـ د زده کوونکو غبرګون ته په کتو خپل تدریسي پلان بدلوي او ترمیموي.

ـ په اسانه ژبه پېچلي موضوعات وړاندې کوي.

ـ د تدریس ترڅنګ مهمې شخصي تجربې او کیسې شریکوي.

ـ د سترګو، اشارو او نورو حرکاتو ارتباط له زده کوونکو سره پیدا کوي.

ـ د اړتیا پر وخت جدیت او قاطعیت هم کوي.

ـ معقول مکافات او مجازات کاروي.

ـ نه دیکتاتوري کوي، نه بې انظباطي.

ـ په کنایو او لږو خبرو زده کوونکي پخپل طبیعت پوهوی شي.

ـ له خپلې دندې سره د زړه له تله مینه لري.

ـ جبري تدریس نه کوي، داسې یې کوي چې زده کوونکي په منطقي لحاظ زده کړې ته قانع کړي.

ـ له ادارې او نورو ښوونکو سره غوره اړیکې لري.

ـ خپلې خوښۍ او خپګانونه صنف ته نه راوړي.

ـ همېش خندنی او جذبونکی وي.

ـ په پریکړو او قضاوتونو کې عجله نه کوي.

ـ حوصله او زغم یې پریمانه وي.

ـ ټولو زده کوونکو ته د خپلو اولادونو په سترګه ګوري.

ـ د زده کوونکو ترمنځ قطعاً توپيري چلند نه کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران