ټولنیز ژوند روغه سټه

د خوب کیفیت مو داسې لوړ کړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل

هرومرو په دې باندې پوهېږئ، چې د خوب کیفیت، د سبا ورځې په کړنو باندې مو اغېز لري. ډېری کسان، چې د خپل کارو بار د پرمختګ په لټه کې دي، له ۸ ساعتونو څخه لږ ویده کېږي او دغه راز له ښې اغېزمنتیا څخه برخمن دي، خو دا وړتیا د خپل خوب له ساعتونو څخه د ښې ګټه اخیستنې پوروړې ګڼي. دلته یاران کې په همدې اړه درته وایو:

د ښه خوب لپاره، خپل ذهن چمتو کړئ
له دې موضوع څخه کولای شو، د پټې وسلې په توګه یادونه وکړو، داسې چې کولای شئ، د ذهن په تصدیق او تائید سره، د خپل خوب کیفیت لوړ کړئ. د بېلګې په توګه: که چېرې غواړئ په یوه ځانګړي ساعت کې له خوبه را ویښ شئ، نو ځانته دا ووایئ، چې د خوب دغه کچه، د ورځې د پیل لپاره مو بسنه کوي، لکه څنګه چې ویل شوي دي، د ذهن چمتو کول به له تاسو سره مرسته وکړي، چې له کم خوب سره سره، ښه او د لوړ کیفیت خوب ولرئ.

خپل د نیمې ورځې خوب ته ځیر شئ
د نیمې ورځې خوب ستاسو انرژي تازه کوي او تاسو له پاتې ورځې څخه د ښې ګټه اخیستنې لپاره چمتو کوي، خو باید په سمه توګه د نیمې ورځې خوب ته پام وکړئ، داسې چې له نیم ساعت څخه کم او له یو نیم ساعت څخه ډېر نه شي، بله دا چې د ښه او ژور خوب د لرلو لپاره باید د ورځې په یوه او یا درې بجو کې ویده شئ. په زړه پورې ده، پوه شئ، که چېرې د ورځې په ۴ بجو کې ویده شئ، نو کله چې له خوبه را ویښېږئ، نو بدن به مو ستړی، ستومانه او کم انرژي وي.

له ورزش کولو سره لا ډېره لېوالتیا څرګنده کړئ
تر ټولو غوره لاره، چې له خوب سره مو ډېره زیاته مرسته کوي، له خوب څخه مخکې د لږ څه دروند ورزش ترسره کول دي، چې تر ټولو غوره وخت یې د ماښام شپږ بجې دی. په زړه پورې ټکی یې دا دی، چې له یوه څه نا څه دروند ورزش کولو وروسته، مغز په ډېری چټکۍ سره په ژوره توګه ویده کېږي، هرڅومره چې د ژور خوب وخت مو زیات وي، نو په هماغه اندازه د خوب کیفیت مو هم لوړېږي.

د احمد سفوان په نامه یو بریالی کار را منځته کوونکی وایي: څو میاشتې کېږي، چې ورزش مې پیل کړی دی، ورزش د اندروفین د هورمون په ترشح باندې ډېره زیاته اغېزه کوي، چې له اندېښنې او خپګان څخه د مخنیوي سبب ګرځي، بله ګټه یې د شپې خوب د کیفیت لوړوالی دی، داسې چې سهار په انرژۍ سره له خوبه را ویښېږم او حتا له پوهنتون څخه وروسته، هم کولای شم، چې څو ساعتونه په انرژۍ سره په خپل کار بوخت شم.

له خوب څخه مخکې په تودو اوبو ولامبئ
احمد سفوان وایي: ډېره موده کېږي، چې هره ورځ دا کار ترسره کوم او اوس نه شم کولای، چې له لامبلو پرته ویده شم. په علمي توګه هم دا ثابته شوې ده، چې دا کار، په چټکه توګه تاسو خوب ته چمتو کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل