ځوانان او زده کړې روغه سټه

ذهنیت جوړونه، ګټې يې او پر ذهن برلاسي

لیکنه: الما افغان

لیکنه: آلماء افغان

ښایې تاسو د ذهنیت جوړونې یا ذهنیت سازۍ د کلیمې سره ډیره آشنايې ولرئ خو؛ پدې برخې کې ځینې پوښتنې شته چې څنګه کولای شو ښه ذهنیت جوړونه وکړو؟ په ذهن څنګه برلاسي کیږو او څنګه کولای شو خپل ذهن ښه مدریت کړو او تر خپل تسلط لاندې يې راوړو…؟
ذهن څه ته وايي؟
د پوهانو په آند ذهن او ماغزه سره ورته دي که موږ ماغزه د کمپیوتر سره تشبیه کوو ذهن هم همدا ډول کړنې ترسره کولای شي.
د تیرو او راتلونکو ورځنیو چارو، ژوند ، منفي او مثبتو عملونو ته پام کول او تصمیم نیونې د ذهن سرچینه ده، ځکه موږ چې څه کوو ټول د ذهن په لارښوونو پرمخ ځو هغه که ښه وي یا بد…

پر موږ د ذهن تسلط او پر ذهن زموږ برلاسي:

که ذهن پر موږ تسلط پیدا کړ باور ولرئ چې موږ به هیڅکله بریالې نشو هغه ځکه چې، ذهن موږ تل په شک، وسوسو او اندیښنو کې اچوي او هغه څه کوي چې ذهن يې غواړي.

مثال:

که تاسو یو نوی کار پیل کړ نو زړه نا زړه کیږئ او یواځې يې د زیانونو په اړه فکر کوئ او زړه مو نه غواړي چې نوموړی کار ترسره کړئ همدا لامل وي چې تاسو پرمخ نه ځئ بلکې شاتګ کوئ
خو؛
که تاسو په ذهن تسلط پیدا کړ بریا ستاسو ده!
ځکه؛ تاسو به ډیرې ګټې وکړئ:
ـــ مثبت فکره به شئ
ـــ خپله ذهنې انرژي به په منفي کارونو نه مصرفوئ
ـــ مثبتې کړنې به مو ډیرې شي
ـــ ښه ژوند به ولرۍ
ـــ ډیر پرمختګونه به وکړۍ
ـــ نور…

تاسو چې یو کار ترسره کوئ مثبت اړخونه به يې په پام کې نیسئ او یواځې به مو پرمختګ ته پام وي هیڅکله به مو منفي ګرايې نه ځوروي.

په یاد ولرئ!

که ذهن پر تاسو برلاسی شو هغه کړنې به ترسره کوئ چې د ذهن په خوښه وي خو؛ که تاسو خپل ذهن ښه مدیریت او کنترول کړ نو؛ ډیر ښه به پر مخ ځۍ او هغه څه به کوئ چې تاسو مثبت اړخ ته اړوي.

د ذهن د مدیریت کولو لارې:

دا دومره آسانه خبره هم نده چې موږ دې ذهن په خپل کنټرول کې راولو دا کار وخت او تمرین ته اړتیا لري.
ددې لپاره چې ذهن مو ښه مدیریت کړئ ښه ده چې، په دې برخه کې کافي مطالعه او تجربه ترلاسه کړئ، څیړنو ښودلې که لاندې مواردو ته پام وشي د ذهن ښه مدیریت به وشي:

ـــ ذهن مو آرامه کړۍ او دا باور لاسته راوړئ چې تاسو د ذهن آرامتیا حفظ کړې.

ـــ هڅه وکړئ له منفي افکارو لاس په سر شئ او د مثبتو هغو په اړه فکر وکړئ.

ـــ د خپلو کارونو لپاره یو منظم پلان ولرئ او په همدې پلان پرمخ لاړ شئ.

ـــ ددې ټولو کارونو ترسره کولو وروسته عمل وکړئ او د ذهن د مدریت د بریا لپاره مو اقدام وکړئ.

ـــ او داسې نور…

څنګه کولای شو د نورو ذهنیت جوړ کړو؟

موږ تل هڅه کړې خلکو سره د سختیو پر وخت مرسته وکړو خو پام مو وي چې ستاسو دا مرسته په حقیقت کې کله، کله د زیان پر لور هم روانه وي خو؛ تاسو پرې نه پوهیږۍ!
لکه:
په لاره کې تاسو یو کوچنی ولید چې خیرات ټولوي نو؛ سمدواره مو پرې زړه وخوږید او ورسره مو مالې مرسته وکړه، دلته تاسو ناسمه ذهنیت سازي وکړه هغه ځکه؛ چې تاسو دې کوچني ته صرف همدا ور زده کړل چې ته خیر ټولوه او خلک به یواځې تاسره د څو روپیو مرسته کوي.

زه دا نه وایم چې تاسو د کوچني فقیر لاسنیوی مه کوئ بلکې؛ زه دا وایم چې له ماشوم سره مرسته وکړئ خو دا هم ورته ووایئ چې بچیه! ستا د پرمختګ لاره دا نده بلکې لاړ شه او د همدې ورځې په ټولو شوو روپیو دې یو څه واخله او په ښار کې يې وپلوره ځکه پرمختګ له کوچنیو کارونو پیلیږي ته دا کار شروع کړه هم به دې د تعلیم زمینه درته مساعده شي او هم به له دې بد کسبه خلاص شي!

دا یواځې یو مثال وو موږ کولای شو له دې طریقه د ټولنې د وکړو ذهنیت جوړ کړو او هم مو ټولنه د سمون پر لور روانه کړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده