کلتور او هنر ګټه وټه

څو ټکي چې د کارکوونکو د مدیریت پرمهال یې باید پام کې ولرو

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د افرادو مدیریت هغه موضوع ده، چې د ټولو لپاره، په ځانګړې توګه د شرکت د خاوندانو لپاره په زړه پورې ده. د دې لپاره، چې وکولای شئ، افراد په سمه توګه مدیریت کړئ، باید په ښه توګه له هغوی سره جوړښت وکړئ. د نننیو اکثرو غوره مدیرانو د بریا راز دا دی، چې له نورو سره د ښه جوړښت او توافق له غوره هنر څخه برخمن دي او د دوی دا صفت له صبر، پرېکنده توب او اخلاقو سره مل دی.
څو نور ټکي؛

کارمندانو ته سخت او ستړي کوونکي کارونه مه سپارئ:
کارمندان له ننګونکو کارونو سره مینه او لېوالتیا نه لري، په دې اساس، له دا ډول کارونو سره د مخامخ کېدو پرمهال خپله روحیه له لاسه ورکوي. د دې لامل تاسو یاست، چې د کارمندانو لپاره کار ستړی کوونکی او یا هیجاني وي. کار باید یو خوښونکی فعالیت وي، چې تر ټولو غوره څیزونه د افرادو له وړتیا سره سم د هغوی په واک کې ورکوي.
کار نباید یوازې د ګټې سرچینه وي، بلکې باید د یوه فعالیت په بڼه رامنځته شي، چې د کارمندانو د ودې او بشپړتیا سبب ګرځي.

د کارمندانو بریا، ستاسو بریا ده:
که چېرې پوه شئ، چې له یو لوړ معاش لرونکي کارمند څخه د شرکت په ګټه څنګه کار واخلئ، نو معاش یې لوړ نه ترسترګو کېږي. هغه کارمند، چې تنخوا یې کمه ده، ښایي د همېشنیو تېروتنو په خاطر، چې کوي یې، ډېر لوړ بیه تمام شي. داسې کار وکړئ، چې کارمندان مو بریا ته ورسېږي، هڅه وکړئ، کوم لوړ معاش چې اخلي بدیل یې ولري، که چېرې هغوی بریالي شي، نو ستاسو کار به هم بریالی وي.

پرېږدئ، چې کارمندان مو د بریا خوند وڅکي:
کله چې یو ځل یې د بریا خوند وڅکه، نو په ډېر احساس او د زړه له کومې یې وهڅوئ، هغوی د واورین غونډاري په څېر چې له غره څخه را کولېږي، وده کوي او ستاسو د کارمندانو وده، ستاسو د شرکت د ودې او پرمختګ سبب ګرځي.

د کارمند بریا څه ده؟ بریا یانې له هغو څیزونو څخه ډېر څه تر لاسه کول، کوم چې تمه یې کېده، له هغوی سره مرسته وکړئ، چې په سکوت او دغه راز په محرمانه ډول، زړورتیا یې زیاته کړئ او دومره دې کار ته دوام ورکړئ، ترڅو چې بریا ترلاسه شي. له هغه سره پېښې تحلیل او تجزیه کړئ او له خپل عقل او هوښیارۍ څخه کار واخلئ. خپلو کارمندانو ته انګېزه ورکړئ، کارمندانو ته مو د یو بریالي کار لپاره یوه انګېزه ډېره زیاته مهمه ده. پلور، پلور دی، خو کله چې هغوی ته ووایئ، چې د یو جنس پلورل، ستاسو بنسټ ته په کومه کچه ګټه رسوي او سره بېره پر دې، د نورې پلورنې لپاره یوه موکه ده، نو کارمند مو د خپلې هڅې په دلیل ډېر ښه پوهېږي.

هغه ته چې کوم کار سپارئ، نو لامل یې ورته بیان کړئ او دا کار خپل عادت وګرځوئ، ځکه که چېرې کارمند پوه نه شي، چې د صنعت په بریالي کولو کې د ده فردي رول څه دی، نو له خپلو ټولو وړتیاوو څخه به ګټه وانه خلي.

د خپل کارمند په ځان باندې باور زیات کړئ:
هر مدیر چې غواړي خپل کارمندان ښه کړي، باید په دې باندې ډاډه شي، چې خپلې کړنې یې د کارمندانو په ځان باندې باور جوړوي. لکه څنګه چې له خپل رییس څخه هیله لرئ، خپلو کارمندانو ته هم خوندیتوب، زده کړه، د مبارزې اجازه او له دې ټولو څخه مهمه دنده ایزه خوښي او رضایت ورکړئ. د مدیرانو د تصور پر خلاف، موضوع تل پیسې او هغه وخت، چې خپلو کارمندانو ته یې ورکوئ، نه دی، بلکې په نورو باندې د مهرباني کولو څرنګوالی هم ګڼل کېږي.

د ښه اوسېدلو په بېلګې سره، هغوی ته نظم ور زده کړئ، کله چې کاري ساعت د سهار ۸ بجې پیلېږي او تاسو د ورځې په ۱۱ بجو کار ته راځئ، نو کارمندان به کار کولو ته زړه ښه نه کړي، یوازې هغه مهال به د زړه له کومې کار وکړي، چې وګوري تاسو له هغوی څخه ډېر او سخت کار کوئ، هڅه وکړئ، چې د یوه کال لپاره سهار ۸:۳۰ بجې کار ته لاړ شئ او توپیر په خپلو سترګو ووینئ.

د کارمندانو تېروتنې په وقار او درنښت سره وبښئ:
کارمندان هم انسانان دي. انسانان دنننۍ کمزورتیاوې لکه: لټي، حرص، بې حوصلګي، غرور او دې ته ورته نورو ستونزو سره لاس ګرېوان کېږي. وایي چې: کارمندان د مڼې په څېر دي، هو حیرانېږئ مه! کله چې داسې یوه مڼه په ګوتو درځي، چې په مخ یې داغونه وي، نو څه کوئ، کولای شئ، لرې یې وغورځوئ او یا د چاقو په وسیله د داغ په لرې کولو سره یې وخورئ، ډېری وخت داغ ژور نه وي. له داغ پرته مڼه ډېره لوړ بیه ده، ستاسو ډېری کارمندان او همکاران هم د مڼې په څېر دي، چې باید د هغوی کمزورتیاوې په خپل ذهني چاقو سره لرې کړئ او له پیاوړو ټکو څخه یې د دوه اړخیزې ګټې لپاره کار واخلئ.

خپلو کارمندانو ته د یو بل منل ورزده کړئ:
په هر شرکت کې د یو بل منل، د انساني اړیکو یو ډېر مهم اړخ بلل کېږي، څه دا شرکت ۶ کارمندان ولري، څه ۶۰ او څه ۶۰۰۰ . داسې کسان مو ډېر لیدلي، چې د نظر له پلوه ډېر غښتلي او پیاوړي دي، خو کړنې یې له خپلو همکارانو سره د نه همغږۍ له امله چندان د ستاینې وړ نه دي. خپلو کارمندانو ته د دې یادونه وکړئ، هغه کسان چې په نورو باندې مهرباني کوي، نو د خپلې مینې او محبت پایله به هرومرو وویني، خو برعکس هغه کسان چې یوازې له ځانه تریخوالی څرګندوي، نو تریخوالی به وویني.

که چېرې تر اوسه هم ستاسو او د کارمندانو ترمنځ مو شخړه شتون لري، نو له منځه یې یوسئ. سمون نه منونکي کارمندان له کار څخه بهر کړئ، ترڅو لاړ شي ستاسو له سیالانو سره کار وکړي.

کارمندانو ته دا ورزده کړئ، چې موږ د ودې او پرمختګ لپاره مرسته کوونکو لاسونو ته اړتیا لرو، کله چې وده مو هم وکړه، نو د یوبل لاس مه خوشې کوئ او له یو بل سره همغږي او مرسته کوونکي اوسئ.

د بدو کارمندانو درملنه وکړئ:
کارمندان له یو بل سره مساوي نه دي، نه و او نه به وي. تاسو د یوه مشر یا رهبر په توګه هېڅکله باید خپل بد کارمندان ونه زغمئ. یو جاپانی وایي: بهر پاتې مېخ باید دومره په څټک ووهل شي، ترڅو چې ښکته لاړ شي. باید ووایو، چې بد کارمندان د کوږ مېخ په شان دي، باید هڅه وکړو، چې سم یې کړو، که نه شو لرې یې وغورځوو.
دا کار لږ پرېکنده توب او زړورتیا ته اړتیا لري. بد کارمند د ټیم له اغېزمنتوب څخه مخنیوی کوي او په خپلو بدو کړنو سره، په ښو کارمندانو باندې هم منفي اغېزې ښندي.

کارمندان وهڅوئ، چې د پېریدونکي ( مشتري ) اړتیاوو ته پام وکړي:
له پېریدونکو سره، ستاسو د کارمند چلند باید داسې وي، چې د شرکت تولید په ښه نیت او سمه توګه وپلوري، دا کار نباید ظاهرانه وي. کارمندان داسې وروزئ، چې د ښه نیت سفیران وي. د یوه مشتري منفي چلند کولای شي، د تبلیغ ضد کړنې په څېر وي، دا جمله په یاد ولرئ: که چېرې د ونې د راغورځولو لپاره ۸ ساعته وخت ولرم، نو شپږ ساعتونه یې د تبر په تیره کولو تېروم.

تصور وکړئ، چې د هر کارمند ذهن یو تبر دی، هر څوک خپل ذهني تبر لري، ډېری خلک له هغه تېره والي څخه خوښ او راضي دي، کوم چې ورته په میراث پاتی دی. ځینې نور په منظمه توګه د تبر د تېره کولو لپاره، ځانته د انګېزې ورکولو لپاره کافي چانس لري.
د یوه مدیر په توګه، هڅه وکړئ، چې ۶ ساعتونه د خپلو کارمندانو د مهارتونو په تېره کولو باندې تېر کړئ، ترڅو له هغوی څخه وړ او په کارپوه کارمندان جوړ شي.

کابو بله هېڅ لاره شتون نه لري، ټول کارمندان باید په دې باندې پوه شي، چې په شرکت کې د دوی حضور یوازې د پېریدونکو لپاره دی؛ هر کارمند باید په ذهني توګه په دې باندې پوه شي، چې پېریدونکی رییس دی، ګټه ده، حتا یو حسابدار دی. د کار د ښه والي لپاره، باید له پېریدونکي سره ښه چلند ولري.

یو مشهور چیني متل وایي:
ـــ که چېرې غواړئ، د یوه کال لپاره پروګرام جوړ کړئ، نو تخم وکرئ.
ـــ که چېرې غواړئ، درې کلن پروګرام جوړ کړئ، ونه وکرئ.
ـــ که چېرې غواړئ، لس کلن پروګرام جوړ کړئ، خلک وکرئ.
هو! ستاسو د کارمند ذهن، ستاسو د ذهن په څېر د ځمکې یوه ټوټه ده، باید پخپلو نظریو سره په هغې کې تخم وکرئ، په مطالعې سره باید بېکاره بوټي ترې لرې کړئ، له خپلو هم کچه خلکو سره له لیدنو کتنو وروسته، پیاوړی کړئ. له سکون او خاموشۍ څخه د مخنیوي لپاره باید دوا پاشي یې کړئ، ترڅو ښه او غوره حصلات تر لاسه کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران