اقتصاد ټولنیز ژوند

ښه مدیر

ژباړه: عطا محمد میاخېل

زما په ورځني ژوند کې، تل دا پوښتنه تکرارېږي، چې آیا زه د شرکت لپاره یو مناسب مدیر یم؟ آیا تر ټولو غوره تصمیمونه نیسم؟ یا په بله وینا هغه تصمیمونه، چې باید وې نیسم، نیسم یې؟ آیا هغه کارونه، چې باید په ډېرې چټکۍ سره مخته ولاړ شي، پرمخ ځي؟ آیا زما د ټیم کسان، زما په کارونو او پروګرامونو باندې باور لري؟ او په پای کې هغه تګلاره، چې شرکت یې په صنعت کې لري، سمه او مناسبه ده؟

کار راپیدا کول، په ښوونځي کې د یوه درس په چوکاټ کې چاته نه ور زده کېږي، حتا لومړني کلونه، چې تاسو په کار باندې بوختېږئ، وروستی وخت نه دی، چې تاسو کار را منځته کول زده کوئ! یو شرکت د خپل پرمختګ لپاره ډېرو کلونو وخت مصرفولو ته اړتیا لري. داسې یو شرکت په پام کې ونیسئ، چې له دوو کارمندانو څخه یې پیلوي او له څو کلونو وروسته ۲۰ کسانو ته رسېږي، ګټه را منځته کوي، په دې بهیر کې خپل تګلوري ته بدلون ورکوي، حتا که چېرې د کار په لومړیو کې یوازې د یوه پلورونکي رول ولري. اوس دا شرکت د یوه لوړ ځواک لرونکي شرکت په توګه ګڼل کېږي، خو له دې ټولو بریاوو سره سره، هم د رییس لپاره داسې شېبې شتون لري، چې ذهن یې مغشوشوي، خو که چېرې له دا ډول وضعیت سره مخامخ شوئ او پورته یادو شویو پوښتنو مو ذهن بوخت کړ، نو خپل فکر دې څلورو مواردو ته، چې دلته لاندې ترې یادونه کېږي ور واړوئ ـــ خپل تمرکز تر لاسه کړئ او خپله انګېزه د بیا دوام ورکولو لپاره ژوندۍ کړئ:

۱ ـــ خپل ځان وارزوئ
زما په کاري سابقه کې یوه له نه هېرېدونکو دورو څخه، هغه وخت و، چې احساس مې کاوه، په هغو تصمیمونو سره، چې د شرکت لپاره مې نیولي وو، شرکت مې له یوه ستر بحران سره مخامخ کړی او خپل کار کوونکي مې هم ننګولي دي، دا هغه وخت و، چې یو له کمپیوټري پروګرامونو څخه په ګټه اخیستې سره، د شرکت د کړنو د شرایطو په تخمینولو پسې شوم، هغه کار، چې وې کولای شول، زما لیدلوری ته د هغه موقعیت په اړه، چې پکې یم ۱۸۰ درجې بدلون ورکړي، ښایي دا پېښه هېڅ وخت له دې څخه په غوره توګه زما او شرکت لپاره مې نه وای را منځته شوې. د یاد پروګرام په مرسته د شرکت د کړنو او شرایطو ارزول، ماته دا را وښودل، هغه نقشې، چې د شرکت د بهیر لپاره مې په پام کې درلودې، د منلو وړ ملاتړ څخه برخمنې دي. دې پروګرام نه یوازې کولای شول، چې د شرکت ټولې کړنې وارزوي، بلکې وې کولای شول، چې د هغو ګټورو همکاریو په اړه، چې کولای شي، د شرکت په کار کې د پام وړ اغېزه ولري او حتا د شرکت د مدیر په توګه، د خپل ځان په اړه، زما معلومات زیات کړي.

ځینې وخت غوره ده، چې له بیړې څخه کار وانخلئ او په آرامتیا او پرانیستي فکر سره، خپل کار ته له یوې لوړې سطحې څخه وګورئ او د خپلو لاسته راوړنو د ارزونې لپاره یوه لاره پیدا کړئ. خپلې وړتیاوې یوازې په خپلې پوهې پورې مه محدودوئ. له یوه په کار پوه کس یا له یو مناسب کمپیوټري پروګرام یا حتا له خپل یو باوري همکار څخه هم کولای شئ د دې کار لپاره مرسته وغواړئ.

۲ ـــ فکر مو وي، کوم کار چې ترسره کوئ، سختي لري
د ډېری مسلکونو پرخلاف، کار را منځته کوونکی اوسېدل، ځانګړې تګلاره نه لري، تاسو نه شئ کولای، چې تمه ولرئ د کار په لومړیو کې یوه لارښوده دفترچه په واک کې ولرئ، چې په هغې کې لاره له څاه څخه بېله شوې وي. ډېری لارې، چې پرې ګام پورته کوئ روښانه او واضحې نه دي او نه شئ کولای، چې ټوله لاره ووینئ. هرڅوک نه شي کولای، چې یو شرکت جوړ کړي، کار را منځته کوونکی اوسېدل یو خطرناک کار دی، له بلې خوا باید هېر نه کړئ، په دې لاره کې، چې کومې پیسې او انرژي، چې مصرفوئ، ښایي هېڅ څیز تر لاسه نه شئ کړای.

زه د یو مدیر په توګه په خپل کار او ټیم باندې باور لرم، تاسو څنګه؟ خپلو شته څیزونو ته یو نظر وکړئ، آیا کولای شئ هغه محصول چې وړاندې کوئ، وې پلورئ؟
له خلکو سره د مخامخ کېدو په صورت کې څه ځواب او پایله ترلاسه کوئ؟ له نورو سره تر مرکې وروسته، هغوی د پخوا په پرتله لېواله وینئ یا ستاسو خبرې یوازې د هغوی ابهامات زیاتوي؟

۳ ـــ خپل ځان د مدیر په توګه ومنئ
کله چې له کمپیوټري پرواګرام څخه د ځان د ارزونې لپاره مې ګټه اخیستله، دې جملې مې ذهن را ډک کړی و: که چېرې زه د شرکت د رهبرۍ او مدیریت لپاره غوره ټاکنه نه یم، نو چمتو یم، چې د شرکت په ګټه څنګ ته شم او د خپل ځان پرځای غوره ټاکنه ومنم، کله چې دا خبره زما د رقیبانو او پخوانیو کار پوهانو تر غوږو ورسېده، نو دا ډول غوښتنه او فکر یې په بشپړه توګه بېځایه او پوچ وګاڼه او دا فکر یې د یوې کاذبې ناهیلۍ زېږنده باله. هغه شېبه، په مدیریتي مسلک کې زما د ویښېدو شېبه وه، سره له دې چې ۹ کاله مخکې مې هم د هغه ځای مدیریت پر غاړه درلوده، هماغه شېبه مې نوې دا خبره ومنله، چې زه د هغه شرکت مدیر یم. هېڅ ستونزه نه شته، چې شاوخوا مو له هغو کسانو څخه ډکه وي، چې ستاسو په کچه هوښیار دي، په حقیقت کې پیاوړي مدیران په ښه توګه پوهېږي، چې خپله شاوخوا څنګه له هوښیارو کسانو څخه ډکه کړي، له یو بل څخه د مستقل او خپلواک فرد په توګه هرڅوک خپل کار پای ته رسوي، خو د ډله ایز کار په توګه، موخه د پام وړ یو ګډ پروګرام ترسره کول دي.

۴ ـــ سم تصمیمونه تل ستاسو له ښه احساس سره موافق نه دي
د مدیریت په اړه یو له مهمو ټکو څخه، چې ترلاسه کړی مې دی، دا دی، چې باید پوه شئ کوم کارونه کولای شئ، د افرادو تخصص ته پام سره، هغوی ته وسپارئ، تاسو نه شئ کولای، چې په ټولو جزئیاتو کې ښکېل شئ. خپل افراد مو د هغوی د تخصص لپاره منلي دي او په همدې دلیل، په ډېرې آرامتیا، هوساینې او ډاډ سره، هغوی ته کار وسپارئ او له خپل ډاډ څخه خوند واخلئ، په دې لړ کې، که چېرې د ټیم یو فرد ونه شو کولای، چې خپل کار له نورو سره په معادله کچه کې ترسره کړي، نو کولای شئ، عذر یې ومنئ او غوټه پرانیزئ.

هرڅومره، چې د کمزوري ځواک د ښه کېدو په تمه کېنئ، نو بده پایله تر لاسه کوئ. د ډلې لپاره، تر ټولو غوره ټاکنه کولای شي، ستاسو او ستاسو د شرکت بریا تضمین کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل