ټولنیز ژوند کورنی ژوند

دا مشورې مو د نړۍ په تر ټولو غوره خاوند یا مېړه بدلوي

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

ښځې خاص روحیات لري او هغه نارینه چې په دې روحیاتو سم وپوهیږي، خپلو مېرمنو ته د نړۍ په تر ټولو غوره نارینه وو بدلیږي.

دلته به هغه مشورې درسره شریکې شي، چې تاسې خپلې مېرمنې ته د نړۍ په ترټولو غوره نارینه بدلوی شي:

جشن جوړ کړئ
ضرور نه ده، چې هر جشن یا مراسمو ته خاص مناسبت ولرئ، یا ستاسې جشن او خوشالي د ملي او مذهبي جشنونو په شان ستر او شانداره وي.

تاسې کولای شئ، چې د زړه تنګۍ او د کور د خاموشه فضا د بدلولو لپاره هرکله د خپل ژوند امکاناتو ته په کتو سره یوه ورځ/ شپه له متفاوت تېرولو سره د جشن په شان تېره کړئ.

د ډوډۍ پر وخت ټلیفون لیرې کیږدئ
دا هیڅ مناسبه نه ده، چې مېرمنې مو په شوق او زحمت درته پخلی کړی وي او تاسې یې د خوړلو پر وخت د دې پرځای چې د هغې د پخلي ستاینه او ورسره مینه ناکې خبرې وکړئ؛ له خپل ټلیفون سره بوخت اوسئ.
دا کار هم بې احترامي ده او هم د مېرمنې کم ارزښته ګڼل. په ګڼو نورو دلایلو هم دا غلط کار دی او نه باید ترسره شي.
د دغه کار پریښودل به په اوله کې لږ سخت وي، خو د وخت په تېریدو سره حتمي ورسره عادت کیږئ.

راپور مه غواړئ
د دې پرځای چې د ورځې حال له مېرمنې څخه د راپور په بڼه واورئ، غوره ده چې په نورو بڼو یې په حال – احوال ځان پوه کړئ.

د دې پرځای چې وپوښتئ: نن دې څه وکړل، څه خبرې دي؟
غوره ده ووایئ: نن څنګه وې، حال دې څنګه و؟
له دې سره مېرمنه مو د ورځې ټوله کیسه درته کوي، هم د ښه او هم بد حس لرلو ټول دلایل بیانوي.

البته توپیر به دا وي، چې له دویمې بڼې بیان سره به د ګزارش اخیستو احساس نه کوي، لا به خوشاله وي، چې تاسې یې د حال خبریدو لپاره پوښتنه کړې ده.

میاشت کې یو ځل د ژوند ملګرتوب پریږدئ

دا په دې هدف نه وایوو، چې خدای مه کړه په میاشت کې یو ځل سره جلا یا د ګډ ژوند اړیکه له منځه یوسئ.

د دې خبرې هدف دا دی، چې له ټولو مسولیتونو سره په میاشت کې یو ځل فکر وکړئ چې تاسې یو ځل باید په چکر ووځئ، وګرځئ او یوازیتوب نه خوند واخلئ.

دا کار مو پر روح، روان او جسم ټولو مثبت تاثیر لري. دغه تاثیر پر ګډ ژوند او اړیکې هم مثبت تاثیر پریږدي او په ټوله کې درته ضرور دی.

توقعات مو کم کړئ
معمولا لټ نارینه فکر کوي، چې مېرمنې یې د خدمت لپاره پیدا دي؛ خو داسې نه ده.

تاسې که هرڅومره کولای شئ له مېرمنو مو توقعات کم او د خدمتګارې په نظر مه ورته ګورئ.

خپل ډېر هغه کارونه، چې خپله کولای شئ، خپله وکړئ او حتا له هغوی سره په کارونو کې یې مرسته وکړئ.

د انتقاد ځای شکایت ته پریږدئ
د مېرمنې هغه کړه وړه او مسایل، چې ستاسې نه خوښیږي، یو مخ مخالفت یې مه کوئ، یانې انتقاد مه ورباندې نیسئ.

د دې پرځای غوره ده، چې اړینې خبرې مو د شکایت په بڼه هغه هم په داسې انداز ورسره شریک کړئ، چې خوابدې رامنځته نه کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي