ټولنیز ژوند کورنی ژوند

څنګه یو ښه خاوند، بد کېږي؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل

حواس مو راټول کړئ؛ هغه ژوند، چې په ډېرې سختۍ مو جوړ کړی دی، په ډېرې آسانۍ کولای شي، له منځه لاړ شي. یوازې بسنه کوي، چې په تکرار کې ډوب شئ، یا له بریده زیات په ځان باندې ډاډه واوسئ او فکر وکړئ، چې هېڅ تېروتنه نه کوئ. د ښځو او نارینه و نړۍ تر هغه زیات توپیر لري، د کوم په اړه، چې تاسو فکر کوئ، ښایي هغه موضوع، چې ستاسو لپاره، په بشپړه توګه عادي او منل شوې ده، د ژوند د شریک له نظره مو یوه نه بښل کېدونکې تېروتنه وي. د دې پرځای، چې په ځان باندې دومره ډاډه اوسئ او فکر وکړئ، چې یو بې عیبه او بې نیمګړتیا ژوند لرئ، نو هڅه وکړئ، چې نړۍ ته د خپل ژوند د شریک له سترګو څخه وګورئ او داسې ژوند وکړئ، چې نه یوازې له خپل نظره د ژوند یو غوره شریک واوسئ، بلکې د ژوند د شریک له نظره مو هم یو غوره خاوند/ مېرمن وګڼل شئ.

د یوه ښه خاوند لرل د هرې مېرمنې هیله ده، ښایي ستاسو خاوند هم د ښو نارینه و برخه وي او ستاسو تېروتنې هغه په یوه بد نارینه باندې بدل کړي. له یاران وېب سایټ سره ملتیا وکړئ، ترڅو په دې تېروتنو باندې پوهې شئ.

ډېری جوړې په قصدي ډول دا هڅه نه کوي، ترڅو سخته او ستونزمن کارونه د یو بل په مرسته ترسره کړي، ښایي داسې کارونه ترسره کړئ، چې خاوند مو په بد باندې بدلوي. آیا تاسو هم دا پنځه تېروتنې کوئ؟

۱ ـــ هغه ته ارزښت نه ورکوئ
دا چې د چا شتون بې ارزښته وګڼو، په بشپړه توګه آسانه کار دی. مخکې کله چې له هغه سره مو د لومړي ځل لپاره لیده کاته کړي وو، د هغه لپاره مو کوچني کارونه ترسره کول، چې ډېر په زړه پورې و، داسې کار مو ترسره کاوه، ترڅو هغه وخاندي، ښایي پخوا، پرځای د دې، چې له هغه څخه مننه وکړئ، داسې کارونه مو ترسره کول، چې له تاسو څخه یې تمه لرله. کله چې له دې مواردو څخه هېڅ یو یې نه رامنځته کېږي، ښایي په اړیکه کې مو د اختلاف د رامنځته کېدو سبب شي.

خپل خاوند ته په درنښت کولو سره، نه یوازې کولای شئ، له ځان سره مرسته وکړئ، بلکې له دې وروسته به هغه له تاسو څخه مننه کوي. ښایي د دې کار ترسره کول ستونزمن وي، خو ژوند مو آسانه کوي، دا کار له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو پوه شي، کله چې تاسو ورته اړتیا لرئ، واقعاً په څنګ کې مو وي.

کله چې کوم څوک د منندویۍ احساس نه کوي، نو ځینې اختلافات کولای شي، لاپسې زور واخلي. هغه دې ته اړتیا نه لري، چې په لوړ غږ ترې مننه وکړئ، خو دا مه هېروئ، چې د وړو او کوچنیو څیزونو په ارزښت باندې پوه شئ، مهمه نه ده، چې په څومره وخت کې یې ستاسو لپاره هغه کار ترسره کړی دی.

۲ ـــ له بریده زیات په خپل خاوند باندې نیوکې کوئ
ښایي په له بریده زیاته نیوکه کولو سره، له یوه نارینه څخه غواړئ، چې ناسم کار ترسره نه کړي، خو داسې نه ده. دې ته په پام سره، چې نوموړی هغه ناسم کار ترسره کوي، یا د هغه کار له ترسره کولو څخه د نه رضایت بیان، کوم چې هغه یې ترسره کوي، طبیعي ده. مخکې تر دې، چې کوم څه ووایئ، نو په اړه یې دوه برابره فکر وکړئ.

ښایي له دې څخه خواشیني یاست، چې د پنځم ځل لپاره مو له هغه څخه غوښتي دي، چې خپلې خیرنې جرابې وباسي. هغه پوهېږي، چې جرابې یې خیرنې دي او په دې باندې هم پوهېږي، چې باید وې باسي، خو هغه غواړي، چې په خپله تصمیم ونیسي، چې څه وخت باید خپلې جرابې وباسي. د وخت په تېرېدو سره، له بریده زیاته نیوکه، واقعاً کولای شي، په یوه نارینه باندې اغېزه وکړي. ښایي هغه یو څه ووایي او بله ورځ چاودنه وکړي. ښایي څو څو ځله له دې پېښې سره مخ شوي یاست، خو هڅه وکړئ، چې په اړه یې آګاهانه چلند وکړئ. د هېچا نه خوښېږي، چې په پرله پسې توګه او د تل لپاره نیوکه واوري.

۳ ـــ دندې یې مهمې نه ګڼئ
د یوه نارینه رول، له هغه څه څخه ډېر څرګند دی، چې دی. پخوا یو نارینه پوهېده، چې دنده یې له کور څخه بهر ده او د خپلې کورنۍ لپاره آسانتیاوې برابروي، اوس داسې نه ده. اوس نو ډېری جوړې له کور څخه بهر کار کوي، یا حتا یوازې ښځه له کور څخه بهر کار کوي او نارینه په کور کې پاتې کېږي. د ښځې رول هم نور د تېر په څېر نه دی، هغې پخوا په کورنۍ باندې پام کاوه، خو دم ګړۍ که چېرې مېرمن او خاوند دواړه، له کور څخه بهر کار وکړي، د کور کارونه هم د هغوی ترمنځ وېشل کېږي. باید خپل خاوند دې ته وهڅوئ، چې په کور کې خپلې دندې وپېژني. د ډېری نارینه و دا خوښېږي، چې کوم څوک ورته اړتیا ولري او دغه راز خوښېږي یې، چې په کور کې توپیري کار ترسره کړي. کله چې کار نه کوي، نو ښایي له هڅې کولو څخه لاس واخلي، نو ډېر ژر به ټولې دندې ستاسو په غاړه وي، پخلی، پاکول، کار کول، هغه هم ټول وخت، ماشومانو ته رسیده ګي او سره له دې، چې ټول کارونه تاسو ترسره کوئ، خاوند مو د ټلویزیون په ننداره بوخت دی.

ښځې ډېرې پیاوړې او ځواکمنې دي او ښکاره ده، چې د ژوند کولو او حتا د بریالي کېدلو لپاره، هېڅ نارینه ته اړتیا نه لري، خو دا مه هېروئ، که دا کارونه ترسره کوئ، نو باید خاوند مو ستاسو په ارزښت باندې پوه شي.

۴ ـــ جوړښت نه کوئ
که چېرې د خپل واده د لومړیو وختونو په اړه ښه فکر وکړئ، نو هرومرو دا در په یادېږي، چې له هرڅه سره مو ډېر ښه جوړښت کاوه، خو اوس دا ډول نه ده، ښایي اړ واوسئ، چې هره ورځ جوړښت وکړئ، که چېرې د کوچنیو څیزونو په خاطر جوړښت کول ودروئ، نو په ډېر ځنډ سره پایلې ته رسېږئ. هغه کارونه ترسره کړئ، چې خاوند مو هم ترې خوند واخلي، لکه څنګه چې تاسو یې له ترسره کولو څخه خوند اخلئ.

۵ ـــ تمې مو له بریده زیاتې دي
ښایي تر ټولو له بشپړ نارینه سره مو واده کړی وي، چې هغه پېژنئ، خو که چېرې له هغه څخه تمه ولرئ، چې بشپړ واوسي، نو اړیکه مو په ډېرې چټکۍ له جدي ستونزو سره مخامخ کېږي. هرڅومره، چې ډېرې تمې ولرئ، نو خپلې ستونزې راښکاره کوي، حتا ډېری وخت هغه نه پوهېږي، چې له هغه څخه څه تمې لرئ.

د دې ستونزې د له منځه وړلو لپاره، تر ټولو غوره تګلاره، د اړیکو ټینګښت دی. هغه څه ته چې اړتیا لرئ، هغه څه چې غواړئ او هغه څه چې ورته لېوالتیا لرئ، نو باید واضح او روښانه وي، ځکه په هغه وخت کې خاوند مو هم په دې باندې پوهېږي، چې له هغه څخه څه تمې لرئ، د دې پرځای، چې له هغه څخه تمه ولرئ، چې ذهن مو ولولي، نو رښتیا ورته ووایئ او په یاد ولرئ، چې هېڅوک بشپړ نه دی. هېڅوک نه شي کولای، چې د کوم چا چلند بد کړي، دا زموږ کړنې دي، چې د دا ډول چلندونو سبب ګرځي. که چېرې پوه شو، چې اوس مو کوم څوک خپه کړی دی، نو کولای شو، چې جبران یې کړو او برعکس.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل