ټولنیز ژوند

پر روغتیا د ښو ملګرو اغېز؛ ښه ملګري په دې دلایلو ستاسې روغتیا سره مرسته کوي

لیکنه: صادق طارق

ژباړه او زیاتونه: صادق طارق

ملګري یوازې دا ګټه نه لري، چې ستاسې وخت ورسره ښه تېریږي؛ بلکې که ملګري مو غوره او سم خلک وي، پر جسمي او رواني روغتیا مو هم ښه اغېز پرېباسي.

په دې مطلب کې به د دې موضوع تفصیل او دلایل درسره شریک کړو:

مذهبي اړخ
اسلام د ښو ملګرو په لرلو ټینګار کړی او په احادیثو کې خو غوره ملګري له ورور څخه نیږدې ګڼل شوي.

که تاسې ښه ملګري شئ، ښه ملګري پیدا کوئ. دا کار نه یوازې په دنیاوي؛ بلکې اخروي لحاظ هم درته ګټه کوي.

یانې که ښه ملګري وئ، باوري اوسئ، چې په دې کار به مو اجر هم ګټلی وي.

ځکه اسلام د ښیګڼې، مینې، ورولۍ او یو بل ته د خیر رسولو دین دی او که تاسې د ښو ملګرو په توګه له یو بل سره دا رشتې ښې وپالئ نو طبیعي ده چې اخروي ګټې مو هم کړي.

ولې غوره ملګري؟
ډېر دلایل شته، چې غوره ملګري لرل ضروري کوي او موږ په دغو معیارونو برابریدو ته هڅوي.

یو دلیل دا دی، چې ښه ملګري همېشه د یو بل ترڅنګ وي، یو بل یوازې نه پریږدي.

بل دلیل دا دی، چې یو بل نه پریږدي، چې نهیلي شي او له نهیلۍ د یو بل ژغورل لوی کار دی، چې څوک یې کوي.

په دې او سلګونه نورو دلایلو دي، چې د غوره ملګرو لرل د انسان په رواني او جسماني روغتیا مثبت اغېز پرېباسي.

د هاروارډ پوهنتون څېړنې
یاد شوي پوهنتون په ۱۹۷۶ کې د ملګرۍ پر ګټو څېړنه کړې او موندلې یې ده چې که څوک غوره ملګري لري، هغوی به هم اوږد عمر کوي او هم له ناروغیو سره لږ مخ کیږي.

په څېړنه کې هغه خلک څېړل شوي، چې غوره ملګري لري او برعکس هغوی هم څېړل شوي، چې له دې نعمته بې برخې دي.

د څېړنې په پایله کې غوره ملګري لرونکي د روغ صحت، خوشاله ژوند او اوږده عمر لرونکي ثابت شوي.

برعکس هغوی، چې دا امتیاز نه درلود، ناروغان، خپه او له کم عمر او ګڼو سرګردانیو سره مله موندل شوي.

څنګه غوره ملګري ولرو؟
دا سخت کار نه دی، ځینې لارې چارې شته، که پرې عمل وکړئ، تاسې به هم له غوره ملګرو برخمن شئ:

ـ ملګري یو طرفه سړک نه دی، دوه طرفه کار دی او که غواړئ ښه ملګري ولرئ، اول تاسې ښه شئ، نور خپله درسره ښه کیږي.

ـ د ملګرو په غم ښادۍ کې پوره شریک شئ، ویې هڅوئ او په هرحالت کې یې ملاتړي اوسئ.

ـ هرانسان، حتا تاسې یوې تکیه ګاه ته؛ بلکې ډېرو ته اړتیا لرئ، هر چا ته تکیه ګاه شئ، چې هرڅوک مو تکیه ګاه شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق