سپورټ نړیوال کرکټ

توپ اچوونه: د غوره بالر ځانګړنې

د توپ اچونې لپاره جامع تعریف داسې دی، چې لاس باید سیده نه وي، بالر باید څنګل اوچته کړي، لاس به تاوه وي، او څنګل یا د لاس بازو به تر اوږې پورې پورته کېږي، لاس پنجه به سر خواته پورته ځي او بیا به توپ غورځول کېږي، چې دا چاره توپ ته سرعت او چټکتیا ورکوي.

که چېري په توپ اچونه کې دغه اکشن په پام کې ونه نیول شي او بالر بال وکړي، ( نو) بال ورکول کېږي.

په ۲۰۰۵ م کال کې دا تعریف په ظاهري ډول ناممکن وبلل شو، بیا د بیومېکانېکل یا تخنیکي مطالعې مرکز کې تر څېړنې لاندې ونیول شو.

د تخنیکي برخې مسئولینو وویل چې د توپ اچوونکي څنګل باید پنځلس درجې زاویه د تخرګ په برخه کې جوړه کړي او توپ اچونه وکړي، که چېري داسې ونه شي نو توپ یې ناقونونه حسابېږي.

د توپ اچوونې د اکشن ډولونه:
توپ اچونه دوه ډوله اکشن لري، چې یو یې د څنګ له لوري اکشن دی، چې سایډ اکشن ورته وایي، دې کې د توپ اچوونکي ملا او پښې کتل کېږي، چې په کوم ډول پښې ږدي، باید کیڼه پښه مخکې کړي او توپ واچوي.

ښي پښه به د لیکي څخه وروسته وي او کیڼه پښه به په خط یا هم له کرښې څخه وروسته وي، باید له ټاکلې کرښې وانه وړي، چې بیا (نو) بال ورکول کېږي.

په دغه اکشن یا بالېنګ عمل کې بالر خپله ښي اوږه وېکټې ته مخامخ کوي.

دوهم: فرانټ ان اکشن سټایل:
په دغه ډول سټایل یا اکشن کې بېک فوټ یا هغه پښه چې وروسته وي، ځمکې خواته وي او بالر بیا د وېکټې د اخېستو لپاره په لاین ډېر تاکید کوي او مخکیني لاس باندې هڅه کوي، لاین یا د پېچ منځ قابو کړي او وېکټ ترلاسه کړي.

ځېنې وختونه بېک فوټ د ځمکې سره ۴۵ درجې زاویه جوړوي او چې بالر کله توپ کوي یواځې د پښې څوکه لګوي او نور بوټ یې لوړ وي، چې دغه وخت کې ۴۵ درجې زاویه د پښې او ځمکې ترمنځ جوړېږي.

ځېنې وختونه مېکس اکشن هم رامنځته کېږي، چې سایډ ان او فرانټ ان اکشن ګډوله وي.

په دغسې توپ اچوونه کې زیاتره وختونه ځوان بالران، چې نوي بالېنګ ته راغلي وي، مشکل سره مخ کېږي او بیا د وخت په تېرېدو سره ورته د ملا د قاتېدو له امله ستونزې پېدا کېږي.

د ښې توپ اچونې هدفونه:
د توپ اچونې دوه سترې موخې دي، لومړۍ دا ده، چې د مقابلې لوبډلې لس واړه لوبغاړي ډېر ژر وسوځوي او د هغوی د هدف په محدودولوکې رول لري.

بل ستر هدف دا دی، چې د مقابلې لوبډلې رن رېټ کم شي او کم هدف د بالېنګ لوري ته وړاندې کړي، د ډګر ساتونکې او بالېنګ سایډ لوبډلې له خوا دا دوه ستر هدفونه وي، چې تعقیبوي یې.

کله توپ وهونکي سوځېږي له دې سره مقابله لوبډله تر فشار لاندې راځي او بالاخره د بایللو حس ورسره پېداکېږي.

بل کم رن رېټ یا هر اور کې کمې منډې د دې لامل کېږي، چې کم هدف وړاندې شي او دا هم په توپ وهونکي لوري باندې فشار راوړي، چې ښه لوبه ونه شي کړای.

د بالر موخه:
د توپ اچوونکي موخه دا وي، چې خپلې لوبډلې ته د بریا ترڅنګ خپل ځانته هم شهرت حاصل کړي او د نړۍ په کچه وځلېږي.

بل هغه غواړي چې مخکښ وېکټ اخېستونکی، د ښې ایکانومي بالر او د خلکو د خوښې وړ شي.

د توپ اچونې تکتیکونه یا مهارتونه:
بالېنګ کې دا تکتیک وي، چې بالر باید داسې توپ ترسره کړي، چې توپ وهونکی په اسانۍ په بېټ ونه شي وهلای، بال کې باید سوېنګ وي او توپ باید د بېټ په منځنۍ حصه توپ وهونکی ونه شي لوبولای، ترڅو د شپږیزې او څلوریزې لپاره ونه لوبېږي.

توپ اچوونکی باید د هر ډول توپ اچولو مهارت ولري، اېن سوېنګ، اوټ سوېنګ، یارکر، چېنج بال، لاو فولټاس، شارټ لاین، ګوډ لاین، باډي لاین او نور.

دې سره کولای شي توپ وهونکي ته په کتو هغه توپ اچونه وکړي، چې د کوم توپ نه توپ وهونکی کمزوری وي همغه توپ ورته وکړي، ترڅو شاټ ونه شي وهلای او وسوځېږي.

لاین او لېنت سره توپ اچونه:
لاین او لېنت څخه په توپ اچونه کې مطلب دا دی، چې توپ اچوونکی باید داسې ځای کې توپ پېس کړي، چې له توپ وهونکي سره مناسب واټن ولري، بېټ ته توپ ور ونه رسوي، چې شپږیزه پرې ونه وهي.

د توپ وهونکي پر وړاندې باید داسې توپ ترسره شي، که هغه توپ پسې راوځي چې سټمپ شي او یا هم بال په ښه ډول ونه لوبوي.

توپ باید په پيچ کې له توپ وهونکي څخه وتښتول شي او توپ وهونکي باید د توپ اچوونکي د توپ غورځونې ځای مشخص نه شي کړای.

د سرعت له مخې د توپ اچوونکو ډولونه:


یو بالر د سل څخه نیولې تر ۱۶۱ کېلو متر په سرعت سره په ساعت کې توپ اچونه کوي.
ځېنې توپ اچوونکي له ۱۱۰ څخه نیولې تر ۱۲۵ پورې په سرعت سره توپ اچونه کوي، دوی منځني توپ اچوونکي وي.
ځېنې توپ اچوونکي له ۱۳۰ څخه نیولې تر ۱۵۰ او ۱۶۰ پورې سرعت سره توپ اچونه کوي، دا بیا فسټ یا چټګ بالران دي.
سپېن بالران بیا له ۶۰ څخه نیولې تر ۱۱۰ پورې سپيډ سره توپ اچونه کولی شي، د دوی ډېره تکیه په سرعت نه وي، ډېره تکیه یې په سوېنګ او د توپ د غورځولو پر ځای یا پېس وي، چې څنګه ځای کې بال پیچ کړي، چې توپ وهونکی یې په اسانۍ ونه شي لوبولای.

د غوره توپ اچونې ځانګړنې:
بال باید په ګرېپ یا پټه ونیول شي، دوه ګوتې شهادت او منځنۍ ګوته د توپ په ګرېپ نیولوکې مصروفېږي، منځنۍ ګوتې څنګ کې ګوته او کچه یا خچه ګوته قاتېږي او کټه، بټه یا غټه ګوته د شهادت او منخنۍ ګوتې سره په توپ نیونه کې مرسته کوي او بالاخره توپ اچول کېږي.
توپ باید داسې ونیول شي چې له لاس څخه خوشې یا خوی نه شي.

دوهمه ځانګړنه:
د هغه سایډ یا لوري څخه باید بالر توپ اچونه وکړي، چې دی پرې بریالۍ توپ اچونه کولی شي، دې ته اور د وېکټ او راونډ د وېکټ توپ اچونه وایي.
ځېنې فسټ بالران کم سټارټ اخلي ځېنې بیا اوږود سټارټ اخلي، لکه شاپور ځدران.

دریمه ځانګړنه:
ډېری فسټ بالران د مړوند نه ډېر کار اخلي او بالر توپ ته لچک ورکوي، چې سرعت یې زیات او بونس یې ډېر شي، تر څو توپ وهونکی پرې وسوځوي.

څلورمه ځانګړنه:
بالر که غواړي په چټک سرعت سره توپ اچونه وکړي؛ نو باید په هغه سرعت تکیه وکړي، چې د ده په توپ اچونه کې په طبیعي ډول موجوده ده، که د اضافي سرعت هڅه کوي، نو بالر به له زور څخه کار اخلي، چې داسې حالت کې بیا بالر له کنټروله وتلی شي او توپ ورڅخه کاواکه کېدای شي او ټکول کېدای شي.
بالر باید د توپ وهونکي حالت مطالعه کړي، چې هغه ډول توپ وهونکی دی، کوم ډول توپونه ښه لوبولای شي او کوم توپونه نه شي لوبولای.
هغه توپ باید ترسره کړي، چې توپ وهونکی ورسره ستونزه لري.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې