د ایران نغمه؛ ګوګوش له څلورو ودونو وروسته هم ځوانه پاتې ده

لیکنه: صادق طارق

د ایراني؛ بلکې فارسي سندرو داسې مینه وال به د نړۍ په کوم ګوټ کې نه وي، چې د مشهورې سندرغاړې ګوګوش سندرې یې یا نه وي اوریدلې او یا یې مینه وال نه وي.

(من آمده ام) خو یې دومره مشهوره او زړه وړونکې سندره ده، چې د څو نسلونو خلک یې خوښوي.

دا سندره څه موده مخکې د پښتو مشهورې سندرغاړې ګلپاڼې هم له اردو ژبي هنرمن عاطف اسلم سره په ریمکس بڼه وویله.

د ایران نغمه


د ګوګوش هنري مقام به د افغانستان له مشهورې هنرمندې ښاپېرۍ نغمې نه لوړ وي، خو د نه زړښت له وجې کیدای شي نغمې سره مقایسه شي.

ګوګوش په ۱۳۲۹ کې زیږیدلې، څلور ودونه یې کړي، خو لا هم ځوانه بریښي او مینه وال یې د ځوانۍ په مینه پالي.

ژوند لیک یې
د ګوګوش اصلي نوم فائقهٔ آتشین دی.
د ګوګوش نوم، چې اصلا ارمنستانۍ اصطلاح او نارینه نوم دی، له ماشومتوبه دغې سندرغاړې ته د ارمنستاني ګاونډیانو لخوا کارول شوی او وروسته یې په اصلي نوم بدل شوی.

دا مشهوره سندرغاړې له تهراني پلار او اذربایجانۍ مور څخه زیږیدلې ده.

د ګوګوش پلار صابر آتشین او مور نسرین نومیده.

هغه اوس د امریکا په لاس انجلس کې اوسي او د کامبیز په نوم یو زوی لري.

څلور ودونه
ګوګوش په لومړي څل په ۱۳۵۱ کې واده وکړ. د ژوند لومړی ملګری یې محمود قرباني نومیده.
د هغې یوازینی زوی هم له قرباني څخه زیږیدلی. قرباني د یوه نڅا ځای لرونکي هوټل مالک و.
د هغه او ګوګوش ګډ ژوند ۳ کاله دوام وکړ.

ګوګوش له قرباني څخه تر جلا کیدو سمدستي وروسته د بهروز وثوقي په نوم له یوه نڅاګر سره واده شوه. دې رشتې یو کال دوام وکړ او پای ته ورسیده.

د هغې درېیم واده بیا د دوو کلونو لپاره د همایون مصداقي په نوم له یوه سوداګر او څلورم یې د مسعود کیمیایي په نوم له یوه فلم جوړونکي سره په ۱۳۷۶ کې وشو، چې تر ۱۳۸۲ یې دوام وکړ.

د یادونې وړ ده، چې د ګوګوش مور هم له پلاره یې جلا شوې او یو بل واده یې کړی و.

هنر ته مخه
د ګوګوش پلار د هنري نندارو او کنسرتونو یو تنظیمونکی و؛ هغه له ماشومتوبه ګوګوش له ځان سره کار ځای ته بیوله.

ګوګوش په ۸ کلنۍ کې په رسمي ډول له جادوګر سره سندرې پیل او مطرحه شوه.

د سندرو ترڅنګ هغې زړه وړونکې نڅا هم کوله، چې د مینه والو په جلب و جذب کې یې دغه کار هم مهم رول درلود.

له هنري فعالیتونو سره ګوګوش د پلار دوه چنده حق الزحمه اخیسته.

تر اسلامي انقلاب مخکې ګوګوش
مېرمن ګوګوش په ایران کې د پنځوسمې هجري لسیزې د وروستیو کلونو په ترڅ کې خورا ډېره وځلیده، تر دغه وخته ایراني اخوندان حاکم شوي نه وو او د محمد رضا شاه سلطنت جاري و.

ګوګوش دغه وخت د موسیقۍ ستر کنسرتونونه برابرول، نڅیده او یوه نوې هنري فضا یې رامنځته کړې وه.

د هغې د هنر انګازې له ایرانه بهر په ډېرو هېوادونو او په خاصه توګه په افغانستان او تاجیکستان کې خورې وې.

تر انقلاب وروسته ګوګوش
مېرمن ګوګوش پر ایران د سخت دریځو اسلامپالو له واکمنیدو وروسته ایران پرې نه ښود، خو د قید شویو شرایطو له کبله یې هنري فعالیتونه په ټپه ودریدل.

هغه یو ځل د زوی د لیدو لپاره یې بهر ته لاړه، خو بیرته ایران ته وګرځیده.

۲۲ کلنه چوپتیا
ګوګوش نیږدې ۲۲ کاله غلې وه او ښکاره هنري فعالیت یې نه و؛ په ۱۳۷۹ کې یې تردغه اوږده ځنډ وروسته خپل لومړی کنسرت د کاناډا په تورنټو ښار کې ورکړ.

وروسته یې ګڼې نورې سندرې هم بازار ته ووتې، چې تود هرکلی ترې وشو.

مېرمن ګوګوش سلګونه سندرې ویلي او هم یې په یو شمېر فلمونو کې کار کړی دی.

هغه په نړیواله کچه د ایراني هنر یوه ټولو نه زیاته ځلیدلې څېره ده.