اقتصاد بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

هغه ټکي چې پر اساس یې موخې پيژندلی شئ

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

زده کړئ، چې د نورو له مرستې پرته هوسا او آرامه ژوند وکړئ، په یوازې توګه سفر وکړئ، کولای شئ، په خپل ښار کې یوه نوي ځای ته لاړ شئ، یا د اوونۍ په وروستۍ کې د رخصتۍ په موخه د ځان لپاره پروګرام جوړ کړئ، د یوې میاشتې لپاره دا پروګرام ترسره کړئ، دا پروګرام ۱۰ برخې لري، چې تاسو کولای شئ، له همدا اوسه یې ترسره کړئ، ځان او خپل ژوند ته ښه والی ور وبښئ، په دې میاشت کې، په دې باندې تمرکز وکړئ، چې د ژوند په ټولو برخو کې په یوه غوره فرد باندې بدل شئ. خپلې موخې وپېژنئ. له نورو او له خپل ځان سره خپله اړیکیزه کړۍ پراخه کړئ، ترڅو بریالي شئ.

۱ ـــ خپله موخه پیدا کړئ
آیا اوسنی ژوند مو ستاسو ارزښتونو ته انعکاس ورکوي؟ که چېرې داسې نه وي، نو باید له سره یې وارزوئ، چې چېرته یاست او غواړئ په کوم مقام کې واوسئ، له هغو خلکو سره ناسته پاسته وکړئ، چې په تاسو کې انګېزه را منځته کوي، ترڅو خپل د خوښې وړ مقام ته ورسېږئ.

۲ ـــ ځیني وخت له ځان سره یوازې شئ
زده کړئ، چې د نورو له مرستې پرته هوسا ژوند وکړئ، په یوازې توګه په سفر لاړ شئ. کولای شئ د خپل ښار له یوه نوي ځای څخه لیدنه وکړئ او د اوونۍ په وروستۍ کې د رخصتۍ په موخه د ځان لپاره پروګرام جوړ کړئ.

۳ ـــ پراخ او غوړېدلی تندی ولرئ
له یوه نسل څخه بېلګه اخیستل، تل د شاوخوا خلکو له پېژندنې څخه آسانه کار دی. د بېلابېلو ټولنو له افرادو سره اړیکه ټینګه کړئ، کوم درسونه، چې له هغوی څخه یې زده کوئ، نو له کبله به یې حیران شئ.

۴ ـــ ژمن واوسئ
په یوه نظریه او یا یوه غوښتنه کې پاتې راتلل، د ماتې نښه نه ده، که چېرې تاسو یو سر ټمبه، ځان غوښتونکی او په خپله خبره ولاړ شخص یاست، په ډېرې لېوالتیا د نورو خبرو ته هم غوږ ونیسئ او د اړتیا په صورت کې خپل دریځ ته بدلون ورکړئ.

۵ ـــ همدا اوس اقدام وکړئ
موږ تر ډېره په خپل ذهن کې ستونزې را منځته کوو، کله چې د کومې موضوع په اړه اندېښنه لرئ، نو له ځانه وپوښتئ، چې د هغې په تړاو کوم اقدام ترسره کولای شئ.

۶ ـــ په خپل ټول توان سره اړیکه ټینګه کړئ
کله چې له افرادو سره اړیکه ټینګوئ، نو په یاد ولرئ، چې د خبرو اترو محور تاسو یاست، خپل ټیلیفون جیب کې واچوئ، د بوختونکو وسایلو له شر څخه ځان خلاص کړئ او یوازې غوږ ونیسئ.

۷ ـــ له ځان سره مینه وکړئ
ستاسو په ذهن کې منفي خبرې ګرځي او دا درته وایي، چې نه شئ کولای، خپلو خوبونو ته ورسېږئ، له ځانه سره مثبتې خبرې وکړئ او د خپلو چارو کنټرول په خپل لاس کې واخلئ، په هرې منفي خبرې باندې پام ساتئ او دې ته ژمن شئ، چې هغه برخه به له سره ارزوئ.

۸ ـــ پولې مشخصې کړئ
ښایي په ناڅاپي توګه له یوه شخص سره خبرې وکړئ، چې په غوره دوست او ملګري مو بدل شي، دا په دې مانا نه ده، له هر چا سره چې خبرې کوئ، غوره دوست مو دی. د خپل ژوند شخصي چارې له نورو سره مه شریکوئ.

۹ ـــ رښتیني اوسئ
اړیکې کولای شي، په چټکۍ سره ترینګلې او خرابې شي، په رښتینولۍ او صداقت سره، په راتلونکې کې له هر ډول شخړې او ترینګلتیا څخه مخنیوی وکړئ. د پس انداز کولو او خپلو موخو ته د وخت د ځانګړي کولو په اړه رښتیني اوسئ.

۱۰ ـــ لټون وکړئ
په ژوند کې مو چا په تاسو کې انګېزه را منځته کړې ده، ترڅو وده وکړئ، مخ پر وړاندې ګام پورته کړئ او خپلې موخې وڅارئ؟ په دې برخه کې د پنځه غوره کسانو لېست ترتیب کړئ او یو ځل بیا له هغوی سره اړیکه ټینګه کړئ. د دې اړیکې په ارزښت باندې پوه شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران