اقتصاد

ژوند کې لوی اهداف ټاکل د پرمختګ راز دی

اروا پوهان وايي ستاسې نن د پرون د افکارو او سبا مو د نن د افکار پايله ده.

معنا دا چې که تاسې پرون لوړ فکر کړى وى، نن به په دغه حالت کې چې يى نه وى. تر ډېره په دې ټينګار کېږي چې انسانان په ځانګړي ډول ځوانان بايد د ځان لپاره لوړ اهداف وټاکي. يو هندى ميلياردر خو آن وايي چې که مو خلکو په اهدافو پورې و نه خندل پوه شى چې ډېر ټيټ مو ټاکلي دي.

په دې شک کول چې لوړ اهداف انسان ډېرې هڅې او هاند ته هڅوي مناسب نه دي؛ خو له دې سره سره د اهدافو او وړتياوو ترمنځ نسبي همغږي له ياده ايستل هم سم کار نه دى.

په افغاني ټولنه کې چې د ماشومتوب په دوره تر ډېره د هدف او موخې ټاکنه تر استثنايي مواردو پرته دود نه ده، په ځوانۍ کې خلک د ژوند لپاره موخې او اهداف ټاکي، هغه هم متاسفانه په ډېرى مواردو کې سخت سره پاشلي وي.

د اهدافو مشخص کول ډېر مهم دي. که تاسې پاشلي اهداف ولرئ، هغې ته خو لومړى رسېدل ناشوني کېږي او که ناشوني نه شي ډېرې وړتياوې او امکانات به درنه وغواړي.

په افغانستان کې چې تر ډېره تنکي ځوانان له ښوونځي تر فراغت وروسته د خپلې خوښې پوهنځي ته د برياليتوب چانس له لاسه ورکوي، موخې او اهداف ورڅخه ورکېږي.

خو هغوى چې د کانکور تر پل صراط او د پوهنتون د کونه پيخو استادانو تر ټيپ شوو چېپټرو بريالي راوځي هم د هدف د ټاکنې په برخه کې له ستونزو سره مخ وي.

که له پوهنتونه فارغ شوي ځوانان په ډو ډلو وېشو يوه ډله خو يې روان وضعيت دومره ناهيلي کړي چې د راتلونکي په اړه د هدف ټاکنې او فکر ځواک يې په کې وژلى، خو بله ډله يې تر يوه بريده هڅه کوي، ځان ته اهداف وټاکي او د تر لاسه کولو لپاره يې زيار ګالي.

د دې ډلې ستونزه بيا د اهدفو په ټاکنه کې ده. دوى ډېرى يې ځانګړي او مشخص اهداف نه ټاکي چې له امله يې له هڅو سره سره په رسېدو کې له ستونزو سره مخ کېږي يا نه ورته رسېږي.

په يوه وخت د بېلابېلو اهداف ټاکل او هغو ته رسېدل د انسانانو تمرکز له منځه وړي او بلقوه ځواک يې په څو برخو وېشل کېږي چې په يوه برخه کې هم برياليتوب نه شي تر لاسه کولى.

بل ستونزه د اهدافو په ټاکنه کې د وړتيا او هدف ترمنځ د همغږۍ نه شتون دى.
لوړ هدف ټاکل غوره خبر ده او سړى کوښښ او تلاش ته هڅوي، خو که موخې دومره لوړې وټاکل شي چې رسېدل ورته ناشوني وي، سړى له يوې بدې ناهيلۍ سره مخ کېږي.

د پوهانو وړندايز دا دى چې د موخو او وړتياوو ترمنځ دې يوه نسبي همغږي وي.

يعنې اهداف دې داسې وټاکل شي چې له وړتياوو سره نسبي همغږي ولري. خو پام موي چې اهداف مو له دې امله چې وړتيا مو ټيټه ده د وړتيا تر بريده راټيټه نه کړى؛ بلکې هڅه وکړى چې تر وړتيا مو يې لږ لوړ وټاکى، تر څو د پورتنۍ خبرې برعکس خپله وړتيا لوړه او هدف تر لاسه کړى.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */