ټولنیز ژوند زده کړې ژوند بڼه

تر طلاق وروسته نارینه وو ته متوجه زیانونه او د بدو عواقبو د مخنیوي لارې چارې یې

نارینه د طلاق د مضرو تاثیراتو قرباني!
ډاکټر مظاهری د ایران د رواني ډاکټرانو د اتحادیې استاد په کورنۍ کښي د طلاق ډېر بد تاثیرات په ترتیب سره اولادونو، وروسته نارینه وو او په پای کښي ښځو ته متوجه وګڼل او وئې ویل: دا چي نارینه د ستونزو سره د حل و فصل کېدو او چلند په برخه کښي وړتیا نه لري او د ښځو رواني وړتیا په ورته مسایلو کښي زیاته وي او سبب ئې هم د (( استروژن)) هورمون شتون دئ، د بېلوالي پر مهال په مېرمن پوري د اتکا په سبب د روزنیزو او پر ژوند باندي د حاکمو موضوعاتو له نظره ډېر ټکان خوري.

ډاکټر مظاهری زیاته کړه: دا چي نارینه له کورني چاپيریال څخه بهر د کاري مشغولتیا په خاطر د ښځو په شان ژوند نه سي اداره کولای او د کورني چاپیریال د ستونزو سره د بلدتیا نه لرل چي د اولادونو روزنه او پر کورنۍ باندي مسلط موضوعات پکښي شامل دي، د روحي او رواني ماتي سره مخامخ کيږي.

طلاق؛ پیل لرونکې خو پای نه لرونکې پروسه
د ټولني او ټولنیز زیان متخصص ډاکټر مهاجری په دې باور دی چي د طلاق پروسه د ټولنپېژندني مطالعاتو پر بنسټ ده- داسي یوه پروسه چي پیل لري خو پای نه لري؛ په دې معنا چي په طلاق سره سل په سلو کښي موضوع نه حلیږي او یوازې دا مسئله په حقوقي بڼه پای مومي، خو د تحت الشعور عاطفي موضوعات د طرفینو په دماغونو کښي پر ځای پاتيږي.

خپګان او وسواس؛ له طلاق وروسته د نارینه وو ډېر رایج ترین بحران
ارواپوه ډاکټر توکلی، پر نارینه وو باندي د طلاق د اغېزو په تشرېح کښي وايي: تر ډېره د ناهیلۍ، نا اُمیدۍ، خپګان، پر نفس د باور کموالی، د فردي شخصیت منلو کموالی، د شخصي ښکلاګانو تر سوال لاندي راوستل او د فردي او شخصي وړتیاوو تر پوښتني لاندي راوستلو ته ورته احساسات په پراخ او پټ شکل په نارینه وو کښي تر طلاق وروسته بڼه غوره کوي.

ډاکټر توکلی خپګان او وسواس تر طلاق وروسته د نارینه وو ډېر رایج ترین بحران و ګاڼه او وې ویل: په دې وخت کښي خپګان ډېر خپرېدونکی دئ؛ ځکه نارینه نه پوهیږي چي د څه ډول حالت سره به مخامخ سي. په ټولییزه توګه له طلاق څخه په وروسته دوره کښي، خښم، پښېمانتیا، عشق او کرکه یو د بل سره ګډوي. شاید ځیني وختونه، نارینه د راحتۍ احساس وکړي؛ ولي چي په دې باور دئ چي نور فشارونه او دخالتونه ختم سوي دي؛ خو د یوه مبهم راتلونکی وېره ئې د راحتۍ او هوسایني دغه موقتي احساس له منځه وړي. په دې دوران کښي نارینه د تېر وخت په بیا بیا یادولو او د دوی د بېلي سوي اړیکي ارزولو سره، د تمرکز په اختلال مبتلا کیږي او نه سي کولای چي پر هیڅ شي باندي په طبیعي توګه فکر وکړي.

ډاکټر مهاجری تر طلاق وروسته اقتصادي منفي تاثیرات په دې وروستیو دوو لسیزو کښي پُر رنګه وبلل او وې ویل: د طلاق له منفي تاثیراتو څخه چي په دې دوو لسیزو کښې د نارینه وو له پاره ئې رواج موندلی دئ د زیات ولور د نتیجې په حیث په لاس راغلي اقتصادي مسایل دي.

له بده مرغه پر ټولنه باندي د حاکم غلط رسم او رواج په خاطر هغه نارینه چي اقتصادي وضعه ئې ښه نه ده د هیجان، احساساتو، میني او علاقې پر بنسټ له عقل او منطق څخه لېري ډېر لوړ ولورونه پر ځانو مني او د خپل دې بې معنا کار له پاره یو بې معنا دلیل هم (( چا راکړي، چا وړي)) جمله بولي.

دا موضوعات د نارینه له پاره په ډیرو اقتصادي، رواني او ټولنیزو ضرورنو تمامیږي او تر ډېر زیات لوړ ولور ورکولو وروسته په زړه کښي عُقده اخلي، او د ناتوانۍ په صورت کښي نارینه په ډيرو قضايي جریانونو کښي راګیریږي چي دا بیا په خپل وار سره ډېر منفي عواقب په ځان پسي لري.

سوځل او جوړول یا سوځل او سوځول
ډاکټر مهاجری ددې نظریې په تشرېح کښي وویل: د طلاق پروسه د ټولنپوهانو په ارزوونو کښي ۱۳ مرحلې لري، اوومه مرحله ئې د پیکه/پټ طلاق هغه ده چي په کورني چاپيریال کښي د مېړه او ماینې تر منځ د میني او محبت په کمېدو سره را منځ ته کیږي، او دا چي پر ټولنه باندي سنتي جوړښت حاکم دئ، ښځي په دې جملې سره (( سوځم او جوړوم ئې)) بسنه کوي، په دې مرحله کښي ښځه په دې باور ده چي د خپل پیوند/اړیکي ساتلو په خاطر باید وسوځیږي او جوړ ئې کړي، دا په داسي حال کښي ده چي هرڅومره سوځیږي سوځوي ئې، او د ښځو ددې تفکر قرباني نارینه دي، په دې مرحله کښي چي ظاهراً د ښځي د قربانۍ پر بنسټ بڼه غوره کړې ده او نر د هغه ګټونکی دئ، ددې هرڅه مخرب او بد روحي او رواني تاثیرات تر ډېره نارینه ته متوجه دي.

ډاکټر مظاهری پر ټولنه باندي مسلط فرهنګ ته په اشارې سره چي له ماشومتوبه نجونو ته د ستونزو بیانولو پر مهال د ژړلو اجازه ورکوي، وویل: زموږ ټولنه ښځي ته د ژړلو اجازه ورکوي، د ماشومتوب له دوران څخه کوچنۍ نجلۍ د ژړا حق لري په داسي حال کښي که کوچنی هلک وژاړي ټول هغه تحقیروي، دغه تلقین له ماشومتوب څخه همېشه د نارینه په ذهن کښي بڼه غوره کوي او دا چي نارینه د عادت له مخي د نارینتوب غرور لري له ژړا او یا خپلو ستونزو بیانولو څخه ځان پر شا کوي، چي دا موضوع په نارینه وو کښي د تر جلاوالي وروسته د ناخوښو او بې خونده سلوکونو لکه ډیپرېشن، تعرض او… سبب کیږي.

له طلاق وروسته د نارینه وو د ګالني/زغم موده
ډاکټر مظاهری دا چي تر طلاق وروسته نارینه د خپلو مخکینو مېرمنو له پاره څومره موده زغم ګالي، وویل: عادتاً د نارینه وو د ثبات یا ګالني موده تر طلاق یا د مېرمنو د مړیني وروسته د علاقې او اتکا اندازې ته په کتلو سره توپیر کوي، په ځیني وختونو کښي په مخکینۍ مېرمني پوري اتکاء او علاقمندي په نارینه وو کښي د ګالني موده زیاتوي، او په ځینو نورو شرایطو کښي د لومړي واده څخه د نااُمیدي په صورت کښي تر جلاکېدو وروسته د نارینه وو د تجرد/مجردۍ موده ډېروي.

ډاکټر مظاهري زیاته کړه: تجربې ښيي چي د نارینه وو د ګالني موده په درو دلیلونو: یوه ملګري ته د نارینه وو فردي اړتیا، په کورني ماحول کښي د کوچني/ماشوم شتون او د دوستانو فشار، له جلاوالي وروسته په دوو لومړنیو کلونو کښي ډېری نارینه بل واده کوي.

نارینه تر طلاق وروسته د ښځو څخه ډېر غمګین او خپه وي
نارینه د اړیکي پرېکولو د بېلابېلو مرحلو سره په مقابله کښي له ښځو څخه کمزوري دي او تر طلاق وروسته د لومړنیو څو کلونو په جریان کښي، د خپلو دوستانو سره کمي اړیکي ساتي. ارواپوهان او څېړونکي په دې باور دي چي د نارینه وو په پرتله ښځي د ناڅاپي بحران مثلاً طلاق سره د مخامخ کېدو په صورت کښي، په ښه توګه خپل ژوند ته ادامه ورکولای سي.

د انګلستان په یورکشایر کښي د یوه تحقیق پر بنسټ، ۶۱ سلنه ښځي د طلاق څخه وروسته په لومړنیو دوو کلونو کښي تر هغه وخت ډيري خوشحالي وې چي لا ئې مشترک او ګډ ژوند لاره په داسي حال کښي چي دغه رضایتمندي یوازي ۵۱ سلنه نارینه وو ښودلې وه.

ددې څېړنو پر بنسټ ښخي د اړیکي پرېکولو په ټولو مرحلو کښي د نارینه وو څخه پیاوړي او قوي دي او تر طلاق وروسته د څو لومړنیو کلونو په جریان کښي، دغه اړیکي د دوستانو سره ساتي او ډېر وخت خپلو کورنیو ته ورکوي؛ مشورې اخلي او د خپلو ناراحتیو په درملنه پسې دي په داسي حال کښي چي نارینه تر ډېره په موقتي خوندونه پسې دي.

د طلاق د دغه لوي جریان په له منځه وړلو سره او د هغه د مخ پر وده رقمونو په زیاتېدو سره، هره ورځ د دوست یا ملګري په چوکاټ کښي کسان وینو چي په یوه نه یوه شکل په دې شومي پيښي کښي راګیر سوي دي. خو په دې مابینځ کښي پر نارینه وو باندي د طلاق تاثیرات په ټولنه کښي د عدم توافق په بڼه راښکاره کیږي، کله د طلاق څخه ور پيښو ستونزو سره د مقابلې له پاره داسي مسایلو ته مخه کوي چي د ټولني د عُرف له مخي د اهانت او سپکتیا وړ دي او خپله د شخص له پاره ډېر منفي عواقب لري. له شک پرته، ددې ستونزو سره د مقابلې له پاره د مناسبي کړنلاري نشتون، ټولنه د ډاروونکي ګړنګ پر لور سوق کوي، داسي یو ګړنګ چي هره لحظه زموږ هر یو د ځان خوا ته ورکشوي او نابودوي.

تر طلاق وروسته د زیان کمولو له پاره کولای سو لاندي اته لاري چاري در و پېژنو:
۱: د انتخاب د مسئولیت تحمل. هغه نارینه کولای سي چي تر طلاق وروسته په بریالیتوب سره مخ ته ولاړ سي چي د خپل انتخاب د مسئولیت تحمل لري. په رښتیا سره ومني چي طلاق خپله د دوی انتخاب وو او هیچا له بهره پر دوی باندي په زوره منلی نه دئ. ددې پر ځای چي په مقصر او پړ پسي وګرځي، د خپل ژوند طریقه دي وارزوي.

۲:- له مشاور او متخصص څخه مرسته غوښتل. تر طلاق وروسته د ژوند او وروستنیو خاصو مسئولیتونو چي دوی ته ور ترغاړي کیږي، سره د بلدتیا او پېژندني په موخه دي د کورنۍ ارواپوهانو څخه لارښووني وغواړي.

۳:- د مخکینۍ مېرمني سره دي د خبرو اترو ور پرانیستی ولري. په حقیقت کښي دي د مطلق اړیکي پرېکولو څخه ډډه وکړي. همېشه د بیاځلي ژوند ته راتلو له پاره دي زمینه مساعده ولري. حتا په اسلامي شریعت کښي، په ۴ ډوله طلاقونو کښي، رجعي طلاق لرو چي که مېړه او ماینه وړاندي تر دې چي د ۳ میاشتو او ۱۰ ورځو عده پوره سي یوه او بل ته را وګرځي، پرته له کوم عقده مېړه او ماینه دي. په حقیقت کښي دا موضوع کولای سي چي د ډیرو فردي، کورني او ټولنیزو عواقبو لکه جنسي انحرافات او… څخه مخنیوی وکړي او د بیاځلي تفاهم له پاره هڅه اوسي.

۴:- په هیڅ وجه دي اولادونه نه اړباسي چي د مور سره مطلقاً اړیکي پرې کړي.

۵:- په هیڅ رقم دي د اولادونو پر وړاندي د دوی د مور په اړه بد نه وايي، سره له دې چي مور ئې مقصره هم وي. په حقیقت کښي دي د اولادونو ذهنونو ته مقصر شکل نه ورکوي.

۶:- د ټولنیزو اړیکو شبکه دي هم د ځان او په خپل مدیریت سره د اولادونو له پاره انځور کړي. په حقیقت کښي باید پرېنږدي چي طلاق ئې د مثبتو ټولنیزو اړیکو ځای د منفي اجتماعي هغو سره تبادله کړي.

۷:- که ئې غوښتل چي د خپلي دوهمي مېرمني څخه اولاد ولري، تر اقدام وړاندي دي موضوع د لومړۍ مېرمني د اولادونو سره چي د دوی سره ژوند کوي؛ شریکه کړي. په بل عبارت، د انتخاب حق دي ورکړي.

۸:- نارینه مخکي تر دې چي خپل دوهم واده رسمي کړي، زوی یا زامنو ته دي د راتلونکي مېرمني سره د بلدتیا زمینه مساعده کړي. په دې مورد کولای سي چي په یاده برخه کښي د تخصصي مشاور څخه مرسته وغواړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي