ټولنیز ژوند زده کړې

د ناسم امنیتي او ټولنیز وضعیت پرمهال، افغان دنده لرونکو میرمنو ته ګټورې مشورې

لیکنه: الما افغان

په هیواد کې روانه جګړه او ورسره څنګ کې د میرمنو د کار کولو او زده کړو ته دوام که سم ددوی هیله ده له اړتیاوو يې هم بلل کیږي.

درنو خویندو !
د هیواد دوښمنان د نورو اشخاصو د هدف ګرځولو ترڅنګ په دې وروستیو کې تاسې هم خپله موخه ګرځولې یاست، دا چې د هیواد وضعیت تر یوه څه حده نازک دی او وخت ناوخت موږ د چاودنو، انتخار او دې ته ورته نورو نا امنیو ښکار او شاهدان یوو که چیرې تاسې په زده کړو او یا هم دفترې دندو بوختې یاست، نو ښه ده چې د جګړې پرمهال د ځان ژغورلو په خاطر لاندې څو ټکې په پام کې ونیسئ:

۱. فعالې واوسئ
فعال پاتې کیدل مو د بیدارتیا په معنا ده هڅه وکړئ چې با جرئته او ویښې اوسئ.

که خدای مه کړه د داسې یوې پیښې سره مخ کیږئ چې ستاسو په کار ځای برید کیږي ویره مو له ځانه کمه کړئ، ځکه ویره ستاسو د همت د لاسه ورکولو په معنا ده او کیدای شي چې تاسې د ډیرې ویرې له وجې ضعیف شئ او دا حالت مو خپله د مرګ ژوبلې سبب وګرځي.

موږ د ډیرو دغسې پیښو شاهدان یوو چې د جګړو پرمهال مو نه فعال پاتې کیدو او ویرې له وجې خویندو ساه ورکړي وي.

۲. خپل لباس او څپلیو سم انتخاب وکړئ
هڅه وکړئ له ډیرو آزادو، پلاستیک لرونکو جامو او پړونو ډډه وکړئ.

که مو پام وي، هغه جامې چې تاسې يې ځان پسې راټولولی نشئ او یا هم پلاستیکې وې ژر اور اخلي او یا هم په یو څه کې بندیږي چې دا حالت کیدای شي تاسې د جګړې ښکار کړي.

دې سره څنګ کې د څپلیو په انتخاب کې ډیر پام وکړئ هڅه وکړئ له ډیرو نازکو او جیګو څپلیو د اغوستلو څخه ډډه وکړئ ځکه دا حالت مو په عذابوي او نه پریږدي چې تاسې د جګړې ځان وژغورئ.

۳. که رنځور یاست دندې ته مه ځئ
په رنځور حالت کې دندې او یا هم پوهنتون ته تګ د نا امنۍ پر مهال بیخې ناسم دی.

که خدای مه کړه تاسې رنځور یاستئ، نو نشۍ کولی چې د نا امنۍ او جګړې پرمهال د ځان ساتنه وکړئ، نو ښه ده چې آرامه په کور کې پاتې شئ.

۴. د خپلو زده کړو او کارځای په اړه بشپړ معلومات پییدا کړئ
تاسې باید د خپل کاري ځای او یا هم پوهنتون د سیف خونې، او نورو مخفوظو ځایونو په اړه بشپړ معلومات ولرئ، ترڅو د نا آمنۍ پرمهال خپل ځانونه مناسب او آمن ځای ته انتقال کړئ.

۵. له قیمتې توکو وړلو څخه ډډه وکړئ
هڅه وکړئ کار ځای او یا هم د زده کړو ځای ته مو له ځانه سره د قیمتي توکو لکه: سره زر، پیسو او نورو هغو څخه ډډه وکړئ ترڅو يې د نا امنۍ پرمهال د لاسه ورنکړئ.

یادونه:
د پورته یادو شوو ټکو سربیره هغه څه مو چې د نا امنۍ پرمهال د ځان ژغورلو په خاطر په ذهن کې راځي پلې کړئ، څو مو په نازکو حالاتو کې ژوند وژغورل شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده