ټولنیز ژوند خوندیتوب

د نجونو نړیواله ورځ تېره شوه، خو د افغان نجونو ګڼې ستونزې پر ځای پاتې شوې

لیکنه: بشر درویش

ژباړه او ترتیب: بشردروېش

د اکتوبر۱۱ مه د نجونو نړیواله ورځ ده. سږکال دا ورځ د پخوانیو برعکس د پام وړ افغانانو لږ ترلږه د خپلو کم عمره نجونو د عکسونو له خپرولو سره د خواله رسنیو له لارې ونمانځله.

افغانستان له هغو هېوادونو دی، چې اساسي قانون یې د ښځو او نارینه وو حقونه د یو بل برابر ګڼي، خو عملا د ناسمو ټولنیزو دودونو، کم لوستۍ او قیدو فکرونو له وجې ښځینه وو او په خاص ډول نجونو ته د دویم جنس په سترګه کتل کیږي.

د زده کړو، ګډ ژوند ټاکلو، کار، سیاسي او مدني حقونو څخه په لازم ډول نه برخمنتوب د افغان نجونو عمده ستونزې ګڼل کیږي.

د پرمختګونو ترڅنګ، چې په تعلیمي، سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې یې افغانې نجونې لري، دوی لا هم له ګڼو ستونزو ځوریږي.

په بدو کې ورکړه، له ځینو حقونو بشپړ او له ځینو نسبي بې برخې والی د دغو نجونو عمومي شکایتونه دي.

یوازې افغانې نجونې نه؛ د ټولې نړۍ هغوی له ورته ګڼو ستونزو ځوریږي.

دلته به په نړیواله کچه د نجونو ستونزو ته نظر واچوو.

د نه زده کړې بحران

د نجونو د بدې ورځې په اړه د ماشومانو د ملاتړ د صندوق ارقام لړزونکي دي.

دغه صندوق، سږ کال ویلي چې لسګونه میلیونه وړې نجونې په نړۍ کې د زده کړو له حقه بې برخې دي.

یاد شوی صندوق زیاتوي، چې که تر۲۰۳۰ پورې د نړس تولې نجونې د پوهنتون په کچه له زده کړو برخمنې شي؛ یوازې د جبري ودونو په برخه کې به د ۵۰ میلیونو نجونو ژوند له دغه جنجاله ژغورل شوی وي.

لړزونکي ارقام

دلته له ماشومانو څخه د ملاتړ د نړیوال صندوق په حواله ځینې لړزونکي ارقام وړاندې کوو:

_ په نړۍ کې له ۱۵ څخه تر۱۹ کلونو عمر لرونکي ۱۵ میلیونه نجونې له جبري جنسي اړیکو ځوریږي.

_ هره اونۍ شاوخوا ۷ زره نجونې چې له ۱۵ تر ۲۴ کلونو عمرونه یې دي؛ په ایډز ناروغۍ اخته کیږي.

_ تر۲۰۰ میلیونه زیاتو نجونو او ښځو تناسلي زخمونه تجربه کړي.

_ تر ۳ میلیونه نجونې د جګړو له کبله له خپلو سیمو تبعیدې شوي.

_ تر۶۲ میلیونو پورې نجونې چې مکتب ته د تلو وخت یې دی، د مختلفو ستونزو له وجې دا کار نه شي کولای.

_ د روان بهیر له مخې، تر۲۰۳۰ پورې نیږدې ۱۰ میلیونه نجونې ودیږي، چې تر۲ میلیونو ډېرې یې له ۱۵ کلونو لږ عمرونه لري.

_ هرکال، تر۱۲ میلیونو پورې نجونې له ۱۸ کلنۍ مخکې ودیږي او پینځمه برخه یې په ۱۸ کلنۍ کې مورکیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي