ټولنیز ژوند ژوند بڼه

که دوستان مو خوشالوئ دا ډالۍ ورته واخلئ!

لیکنه: ياران

ژباړه: بشر دروېش

دوستانو ته ډالۍ اخیستل اسانه کار نه دی، دوی سره مو د یوې ورځې مخه نه ده. ډالۍ ورکول چې څومره ورته ضرور دي، هغومره سخت هم دي. دا ډالۍ اخیستل باید خاص وي،یانې د خاصو معیارونو مطابق او دوستانو ته مو په زړه پورې وي.

په دې مطلب کې درسره په دې اړه جالبې مشورې شریکوو:

عمومي مشوره
عمومي او اوله مشوره دا ده، چې مقابل لوری، ذوق، ارزښت او هرڅه یې ښه درسره محاسبه کړئ. کیدای شي یوه ملګري درباندې د لکونو ډالیو لورېینه کړې وي، خو تاسې نه سهوه کې د وس باوجود پرهغه د زر روپو لورېینه ونه شي. دا د ګټې پرځای تاوان لري. په همدې دلیل لومړی درته دا وایوو، چې مقابل لوری، خپل امکانات، اخلاص او د دوستۍ اړیکه مو ښه وسنجوئ، بیا ورته ډالۍ واخلي.

اوس درته هغه شیان په نښه کوو، چې په ډالۍ اخیستلو کې خاص ارزښت لري.

د سفر وسایل
سفر د هر انسان د ژوند یوه برخه وي، ستاسې دوستان به هم د انسانانو په حیث یا په زده کړو پسې چېرته ځي،یا به تفریح او کاروبار لپاره، یا د بل څه لپاره. په دې خاطر، چې تاسې یې هېرنه شئ او درنه په لیرې واټن کې هم ښې خاطرې درنه ولري، د سفر وسایل ورته په ډالۍ کې واخلئ.

د سفر په وسایلو کې بیک، د منډې او سیاحت بوټان، د سیوري لپاره خاصه خېمه او ورته نور شیان راتلی شي.

عصري ساعت
د دوست سلیقه هم په نظرکې نیول ضرور دي. کیدای شي دوست مو د عصري ساعت شوقي وي. ساعت داسې شی دی، چې په یوه ګړۍ کې څو ځله ممکن د لیدو اړتیا ورته پیدا شي. که غواړئ دوست ته مو بیا ـ بیا په زړه شئ او ښې خاطرې درنه ولري، ذوق ته یې په کتو سره یو عصري ساعت ورته راونیسئ.

دوربین یا د عکاسۍ کامره
بیا هم د دوست ذوق په نظرکې ونیسئ،هغه کیدای شي د چکر او سیاحت شوقي وي. دا شوقیان دوربین او د عکاسۍ کامره زیاته خوښوي. وس ته په کتو سره ښه ده، چې یا یو ښایسته دوربین ورته واخلئ، یا یوه ښایسته کامره.
که دواړه مو اخیستل، لا به درنه خوشاله شي.

د ماساژ وسایل
بیا هم د دوست ذوق، مصروفیت او ژوند ته وګورئ.که دوست مو ستړي کارونه کوي او د ماساژ شوقي وي، وس ته په کتو سره د ماساژ کولو وسیله ورته راونیسئ. دا وسیله به یې هرمازیګر او شپه، چې ښه ستړی وي، تاسې ورپه یاد کړي.

له دې وسیلې سره به هره ورځ تاسې ځانته نیږدې محسوس کړي او خپله ارامتیا به ستاسې لورېینه وګڼي.

کتابونه
بیا هم د دوست ذوق په پام کې ونیسئ. په اوس وخت کې که له بل څه سره نه وي، له شاعرۍ، ناولونو او نورو ذوقي کتابونو سره ډېرخلک علاقه لري. ستاسې دوست هم کیدای شي د داسې یوه کتاب یا کتابونو سرسخت مینه وال وي، خو هغه کتابونه به یا کم یافته وي، یا به ګران او د هغه په وس برابر نه وي. تاسې که ورته غوره ډالۍ ورکوئ، د خوښې وړ کتابونه یې ورته پيدا کړئ.

کیدای شي د مسلک وړ نوي، جالب او د خوښې وړکتابونه هم ورته را ونیسئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران