خواړه روغه سټه

کورنی درمل: د غوا غوړي وکاروئ او د څو مرضونو مخه ونیسئ

لیکنه: پلوشه فضلي

ژباړه: پلوشه فضلي

د غوا غوړي؛ چي د نوم په اورېدو سره یې لا اکثره خوړل نه خوښوي او له نظره یې غورځولي دي- چي په اصل کښي یوه لویه تېروتنه ده. د غوا غوړي د شیدو څخه جوړېږي او د شیدو په څېر د نورو ډېرو ناجوړیو ترڅنګ د وزن په کمېدو کښي هم خورا موثر دي او نوري ډېري ګټي هم لري.

یاد غوړي د ویټامين A او اومیګا درې درلودونکي دي چي د انسان د روغتیا او صحت له پاره ګټور دي – د غوا غوړو ځیني نوري ګټي دا دي:

– د نس وازده (چربي) کموي
لاهم ډېری خلک فکر کوي چي د غوا غوړي یې د نس چربي زیاتوي او وزن یې ډېروي نو ځکه یې د کارولو څخه ډډه کوي. خو جالبه دا ده چي د غوا غوړي د وزن په زیاتېدو نه، د وزن په کمېدو کښي مرسته کوي. د غوا په غوړو کښي سته اومیګا درې او اومیګا شپږ او همدارنګه فیټي اسیډ د بدن چربي کموي.

– د سترګو شاوخوا توري لکې ختموي
د سترګو پر شاوخوا باندي د بېلابېلو وجوهاتو له امله تورې لکې پیداکېږي چي د انسان څېره هم ورسره بدرنګه کېږي. نو ددې تورو لکو د ورکېدا له پاره یوه اندازه د غوا غوړي د سترګو پر شاوخوا مښلو او بیده کېدلو سره به مو په څو ورځو کښي یادي لکې ورکي سي.

– وچ او خراب وېښتان
د غوا په غوړو کښي فیټي اسیډ او انټي اکسیډنس سته چي د خرابو، وچو او بې ترتیبه وېښتانو له پاره ښه علاج دی. په لږ اندازه د غوا غوړو کښي د زیتون تېل او یو دانه لېمو ګډ کړئ او سر په غوړ کړئ- تر لږ وخت وروسته وېښتان په تړمو اوبو پرېولی؛ دا د وېښتانو له پاره قدرتي کنډېشنر بلل سوی دی.

– د مخ صفا کول او زخم ښه کول
د غوا غوړي پر مخ وهلو سره د مخ ټپونه او لکې له منځه ځي او که مو د بدن یو ځای لږ سوځېدلی یا زخم سوی وي نو د غوا په غوړو یې غوړ کړئ زخم به مو ډېر ژر ښه سي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

پلوشه فضلي