د غور د لوړو زده کړو موسسه

یادونه: دا لیکنه په مسیر ورځپاڼه کې خپره شوې چې معلومات یې په ۱۳۹۷هـ لومړیو کې راټول شوي، ممکن وروستیو کې ځیني تغیرات هم په کې راغلی وي، خو دلته یې د عمومي معلوماتو لپاره کټ مټ خپروو.

د غور د لوړو زده کړو موسسې د بنسټ ډبره د خلکو له پر له پسې غوښتنو او د لوړو زده کړو وزارت له منظورۍ وروسته په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه کې کېښودل شوه. د ویلو ده چې د لوړو زده کړو دې موسسې په لومړي سر کې یو پوهنځی (ښوونه او ورزونه) درلود چې په دوو ډېپارټمنټونو (فزیک- ریاضي او کیمیا- بیولوژي) کې یې محصلین جذب کړل. د غور د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنیار عطاالله فاضل وایي، د ښوونې او روزنې پوهنځی اوسمهال ټول یولس ډېپارټمنټونه لري. د ښاغلي فاضل په خبره، په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د دې موسسې لپاره د کرنې پوهنځی هم منظور شو چې تر اوسه دوه ډېپارټمنټونه (اګرانومي او حیواني علوم) لري چې عملاً محصلین پکې پر زده کړو بوخت دي.

پوهنیار عطاالله وایي، د غور د لوړو زده کړو موسسه اوسمهال ټول ټال ۱۱۷۰ محصلین لري چې له دې ډله یې ۱۹۷ نجونې دي. پوهنیار فاضل وایي، د اوسنیو دوو پوهنځیو د محصلینو لپاره یې د زده کړو کاملاً ازاده، تر وسې پورې پر امکاناتو سمبال زمینه او د لوړو زده کړو وزارت له قوانینو سره سمه فضا برابره کړې ده.

د غور د لوړو زده کړو موسسه ټول ټال ۴۰ رسمي استادان لري چې له دې ډله یې یوه ښځینه استاده ده. دغه راز په یولسو نورو اداري کارکوونکو کې بیا دوه ښځینه کارکوونکي هم لري. د غور د لوړو زده کړو موسسې د ۴۰ استادانو له ډلې ۸ تنه یې د ماسټرۍ تر کچې پورې لوړې زده کړې لري او ۱۷ نور په بهرنیو هېوادونو، لکه: ایران، ترکیه او هند کې د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل دي. ښاغلی فاضل وایي، پاتې نور استادان بیا د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري، خو هڅه کوي په وار پاتې نورو استادانو ته هم په کور دننه او بهر کې د ماسټرۍ په پروګرامونو کې د شامېلېدو چانس برابر کړي.

د پوهنیار عطاالله فاضل په خبره، د غور د لوړو زده کړو موسسه یو مناسب کتابتون لري چې لږ تر لږه ۴۰۰ جلده کتابونه لري. دی وایي، د کتابونو په راټولولو کې ورسره د هرات پوهنتون چې د غور د لوړو زده کړو موسسه د دغه پوهنتون علمي فلیال بلل کېږي او دغه راز لوړو زده کړو وزارت، ځوانانو او فرهنګپالو ورسره مرسته کړې ده. دی وایي، په کتابتون کې یې تر ډېره د همدې دوو پوهنځیو اړوند کتابونه راټول کړي دي چې محصلین او استادان کولی شي وخت پر وخت ترې د خپلې مطالعې او څېړنې لپاره ګټه واخلي. پوهنیار فاضل وایي، د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا ډېپارټمنټ لپاره ورسره لوړو زده کړو وزارت د شل زره امریکایي ډالرو په ارزښت د لابراتوار او د لابراتوار د موادو مرسته کړې ده. دی وایي، هڅه یې دا ده چې په راتلونکې کې د نورو ډېپارټمنټونو لپاره هم لابراتوارونه جوړ کړي او کتابتون لا غني کړي.

د غور د لوړو زده کړو موسسه یوازې د نجونو لپاره د لیلیې ودانۍ لري، خو تجهیز شوې نه ده. ښاغلی فاضل وایي، په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت او له نشه یي توکو سره د مبارزې وزارت په مالي لګښت ورته دوه ودانۍ د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د نجونو د لیلیې لپاره جوړې شوې دي، خو نور تجهیزات لا نه دي ورته برابر شوي او دوی ترې اوس د درسي ټولګیو په توګه کار اخلي. د غور د لوړو زده کړو د موسسې رییس وایي، د موسسې لپاره یې سږ کال په ملي بودجه کې ورته د لوړو زده کړو وزارت لخوا یو میلیون ډالر ځانګړي او د ښار جوړونې وزارت ته انتقال شوي هم دي، څو د غور د لوړو زده کړو موسسې لپاره اداري ودانۍ، تدریسي ودانۍ او نورې اړینې ودانۍ جوړې شي، خو له بده مرغه تر اوسه په دې برخه کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او د پیسو برخلیک یې نه دی معلوم. د غور د لوړو زده کړو موسسه تر اوسه پورې د هلکانو لپاره لیلیه نه لري او هغه محصلین چې په شرایطو برابر دي، بدل اعاشه ورکول کېږي.

د غور د لوړو زده کړو موسسې رییس وایي، تر اوسه پورې د لوړو زده کړو وزارت لخوا د دغه موسسې د پرمختګ لپاره ان یوه خښته هم نه ده اېښودل شوې. دی وایي، موسسه یې تر اوسه پورې اداري ودانۍ، تدریسي ودانۍ، د هلکانو لیله، جومات، سپورټي میدانونه، طعام خوري، احاطه او نور هغه څه چې په یوه پوهنتون یا موسسه کې باید وي او د محصلینو اړتیا بلل کېږي؛ نه لري. دی له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي چې په دې برخه کې د غور د لوړو زده کړو موسسې ته پاملرنه وکړي. ښاغلی فاضل وایي، که لوړو زده کړو وزارت ورته ځانګړې پاملرنه هم نه کوي، یوازې دې ورته خپل حق ورکړي. د فاضل په خبره، تر اوسه چې کوم پرمختګ د غور په لوړو زده کړو موسسه کې شوی دی، ټول د خیریه موسسو، سپارتونو او نورو اړوندو بنسټونو له لوري شوی دی او لوړو زده کړو وزارت ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې.

پوهنیار فاضل وایي، راتلونکي پلانونه یې دا دي چې لومړی باید خپل هغه استادان د ماسټرۍ په پروګرام کې شامل کړي چې د لېسانس تر کچې پورې زده کړې لري او د هغو استادانو لپاره چې ماسټري لري، په بهرنیو هېوادونو کې د دوکتورا زمینه برابره کړي. د نویو پوهنځيو منظوري اخیستل او دغه راز د اداري او تدریسي ودانیو جوړول یې هم په لومړیتوبونو کې دي. پوهنیار عطاالله فاضل وایي، هڅه یې دا ده چې د خیریه موسسو او سفارتونو مرسته را جلب کړي، څو په هغه برخه کې ورسره مرسته وکړي چې د موسسې اړتیا بلل کېږي. دی وایي، له لوړو زده کړو وزارت څخه یې ځکه تمه شکېدلې ده چې په تېرو شپږو کلونو کې یې د دوو پوهنځیو له منظورۍ پرته ورسره هېڅ راز مرسته نه ده کړې. فاضل وایي، د غور د لوړو زده کړو د موسسې د جوړېدو شپږ کاله کېږي، نه تر اوسه اداري ودانۍ او نه هم تدریسي ودانۍ او احاطه لري.

غور دافغانستان له مرکزي ولايتونو څخه يو دى چې د بيارغونې له پلوه وروسته پاتې ولايت ګڼل کېږي. که څه هم شپږ کاله کېږي چې د دغه ولایت لپاره د لوړو زده کړو موسسه جوړه شوې ده، خو تر اوسه پورې یوازې دوه پوهنځي لري چې د دې پوهنځیو لپاره نه ودانۍ جوړې شوې دي او نه هم هغه امکانات په واک کې ورکړل شوي دي چې د یوې موسسې لپاره اړین بلل کېږي. د دې موسسې رییس وایي، موږ په یوویشتمه پېړۍ کې ژوند کوو، خو لاهم زموږ استادان او محصلین له نوې ټکنالوژۍ هغه که په لابراتوارونو کې وي او یا هم کتابتون کې؛ بې برخې یو. دی وایي، موسسه یې تش په نوم انټرنېټ لري چې ان یوازې د یوه محصل اړتیا هم نه شي پوره کولی، څو د اړتیا په وخت کې نوی شی ولټوي او په اړه یې معلومات تر لاسه کړي. دی له افغان حکومت په تېره بیا له لوړو زده کړو وزارت څخه غواړي، څو په هر اړخیزه توګه ورسره مرسته وکړي او د غور د لوړو زده کړو له موسسې سره دې د مور او میرې چلند پرېږدي او ټولو پوهنتونونو ته دې په یوه سترګه وګوري.

About حمیدالله حمیدي 171 Articles
حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې. له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.