کلتور او هنر ګټه وټه

غزل سادات؛ د ۱۰ میلیونه ډالرو مالکه افغان سندرغاړې

د افغانستان یوه مشهوره ځوانه سندرغاړې غزل سادات د هنري فعالیتونو ترڅنګ له استثنایي افغان هنري څېرو څخه ده، چې میلیونونه ډالره پانګه هم لري.

د ځینو راپورونو له مخې، هغه تر ۱۰ میلیونه ډالرو پورې پانګه لري.

ډاکټره او سوداګره سندرغاړې

غزل سادات په پلازمېنه کابل کې زېږیدلې، خو اصلاً یې مور و پلار د هرات اوسیدونکي دي.

غزل، خپلې لومړنۍ زده کړې د ترکیې په استانبول ښار کې کړي او وروسته یې زده کړو ته په کاناډا کې دوام ورکړي.

هغې د کاناډا په مونټریال کې د غاښونو د طب په برخه کې زده کړې وکړې.

غزل سادات وایي د هنري فعالیتونو ترڅنګ یې سوداګرۍ هم یو مهم لومړیتوب او هدف دی.

د څه شي سوداګري کوي؟

غزل سادات اوسمهال د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې ژوند او سوداګري کوي.

غزل په یوه مرکه کې یې وایي، چې سوداګري یې په لومړي ځل د «کبانه» په نوم د یوه هوټل له جوړولو سره پيل کړه.

د غزل په خبره، پردې هوټل یې ۳ میلیونه ډالره پانګونه کړې.

دغه افغان سندرغاړې هڅه کوي، چې هوټل یې تر۵ کلونو د متحده عربي اماراتو په ۲۰ برخو کې نمایندګۍ ولري.

له هوټل پرته، غزل سادات د اوبو اکسیجن د تولید په برخه کې هم تر۱۰ میلیونه ډالرو پانګونه کړې ده.

هغه، د خپلو دغو سوداګریزو فعالیتونو د مدیریت چارې هم خپله سمبالوي.

له نارینه وو سره سیالي

غزل سادات ټینګار کوي، چې د هنر ترڅنګ له افغان سوداګرو سره هم سیالي کوي.

غزل سادات په هره برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري.

وایي، هیله منه ده چې په افغانستان کې ورته د پراخې سوداګرۍ زمینه مساعده او د خپلو هنري فعالیتونو ترڅنګ سوداګریزو هغو ته هم پوره وده ورکړي.

پرهنري فعالیت اغېز

د غزل سادات د هنري فعالیتونو ارزونکي سره له دې، چې د دې هنر ته د قدر په سترګه ګوري او لاسته راوړنې یې ستایي، خو باور لري چې که هغې سوداګرۍ ته د پاملرنې وخت هم هنري فعالیتونو ته ورکړd وای، هنري فعالیتونو به یې لا ډېرې لاسته راوړنې لرلې وای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بريښنا ارغند