کلتور او هنر

عنایت غزال وايي، خپلې پښتو سندرې زیاتوي

لیکنه: بشر درویش

د افغانستان مشهوره ښځينه هنرمنده غزال عنایت، چې په وروستیو کې یې یو شمېر پښتو سندرو ګڼ مینه وال موندلي، د خپلو پښتو سندرو د زیاتولو خبره کوي.

هغې په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې په دې برخه کې یې ځینې کارونه تر لاس لاندې دي.

لغمانۍ او کندهارۍ غزال
غزال عنایت نه غواړي په مشخصه توګه د خپل قومي هویت یا اصلي ژبې په اړه څه ووایي، خو وایي پلار یې د لغمان او مور یې د کندهار ولایت ده.
هغه وایي: همدا چې افغانه یم، د شناخت لپاره مې کافي او د ویاړ خبره ده.

پټ هنري فعالیتونه
غزال عنایت وایي له ۲۰۰۸ کال څخه یې موسیقۍ ته مخه کړې، خو د کورنۍ او خاصتاً د پلار د مخالفت له کبله یې دا فعالیتونه په ښکاره ډول نه دي پيل کړي.

د دې په وینا لومړنۍ سندره یې له نذیر خارا سره په ګډه وویله، خو خپل مخ یې پکې ونه ښود.

غزال وایي: وروسته مې سل زړونه یو او مور ته وویل چې دغه سندرغاړې غزال عنایت زه یمه!

ښکاره فعالیتونه
د غزال عنایت په وینا په ۲۰۱۱ کې یې خپل پلار او کورنۍ قانع کړل، چې د دې هنري فعالیتونه وزغمي.

غزال وایي دغه وخت په کاناډا کې له کورنۍ سره وه ( هغه اوس هم هملته ژوند کوي).

د دې په وینا ترهغې وروسته یې ټوله کورنۍ، په خاصه توګه مور یې ورسره د موسیقۍ په برخه کې مرسته کوي او د فعالیتونو بریالیتوب ته یې هڅوي.

مه کوئ مانه تپوسونه
په وروستیو کې د غزال عنایت په غږ دا سندره زیاته مشهوره شوې او خاصتاً د پښتنو مینه والو د پام وړ ګرځیدلې:
مه کوئ مانه تپوسونه
نه کوم یاري، نه په یارۍ پوهیږم مینه

هغه وایي دا سندره یې د شکیلا ناز په غږ اوریدلې او خوښه شوې یې ده.

د غزال په خبره د شکیلا د غږ خوږوالي او جذابیت د دې سندرې ویلو ته مجبوره کړه، چې تر ویلو وروسته یې له ترلاسه کړو غبرګونونو سخته خوشاله ده.

د پښتو سندرو دوام
غزال عنایت، چې پر یادې سندرې سربېره په پښتو ژبه یو شمېر نورې سندرې هم لري، وایي په نورو ژبو د سندرو زیاتولو ترڅنګ به خپلو پښتو سندرو ته هم دوام ورکړي.

هغه په مشخصه توګه په دې اړه د کومو سندرو یادونه نه کوي، خو وایي په پښتو هم د سندرو ویلو سخته لېواله ده.

غزال عنایت پر پښتو سربېره په دري، هندي او اردو ژبو هم سندرې ویلي.

د خوښې سندرغاړي
غزال عنایت وایي: نجیم نوابي، فرهاد دریا، احمد ظاهر، نغمه، منګل، استاد خیال محمد، استاد شاه ولي، مېرمن قمرګل، لتاجي، نازیه اقبال او فرزانه ناز یې د خوښې سندرغاړي دي.

لا واده شوې نه ده
د غزال عنایت د عمر په اړه دقیق معلومات نشته. په ډېر ګومان د زیاتو ښځينه سندرغاړو او مشهورو څېرو په شان خپله نه غواړي په دې اړه څه ووایي.
خو هغه غالباً لا واده نه لري، ځکه په مرکو کې وایي چې په کاناډا کې له پلاراو کورنۍ سره یې ژوند کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي