ټولنیز ژوند رسنۍ سیاست

ننګرهار او لغمان ته مو د ولسمشر له سفره څه زده کړل – خوشال خلیل

  • د خوشال خلیل لیکنه

جلال اباد ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د ولایت د غونډو تالار ته له لیپټاپ سره ننوتم، ولسمشر لا نه و، راغلی ما غوښتل داسې ځای کینم چې د برق ساکټ ورته نږدې وي، تالار خورا ګرم و، ایرکنډیشن کار نه ورکاوه او بادپکیو توده هوا شړله، ناستو خلکو چا له تندي خولې وچولې او چا کاغذ نه ببوځی جوړ کړی ؤ، خو د حامد کرزي په نامه د غونډو په دغه تالار کې مې د برق ساکټ پیدا نه کړ، وایفای یې نه درلود او ماسره دوه انټرنیټ کنکشنه ؤ هغو هم کار نه ورکاوه، اخر لږ ګوښه د کمره مینانو او ژورنالیستانو شاته کیناستم، هلته مې یوه سه ساکټه پيدا کړه چې لین یې له دباندې ځایه راغځول شوي و، مطلب د تالار داخل کې د برېښنا ټول ساکټونه خراب ؤ، له ولسمشر غني سره د رپورټر په توګه ډېرو ولایتونو ته په سفر تللی یم، خو ساکټ او انټرنیټ پسې هیڅ ځای دومره نه یم ستړی شوی.

غونډه د قران پاک په تلاوت پیل شوه او بیا ملي سرود شروع شو او ورپسې ویناوال راغلل، د دې ځای کېسه نوره نه کوم ځکه د غونډې جریان لایف خپریده، خو ماته د جلال اباد ښار پخواني یادونه او وختونه سترګو ته ودریدل چې اوسني وضعیت سره هیڅ د مقایسې وړ نه دی.

پخوانی جلال اباد

جلال‌اباد یو وخت د کابل او حتا د ټول افغانستان ژمنی تفریح ځای بلل کېده، یو مشهور تاریخي او توریستي ښار و چې په ژمي کې به د کابل خلکو د دغه ښار په پارکونو کې تاوده لمر ته پیتاوي کول او په ساړه ژمې کې به یې د شنه او همیشه بهار ننګرهار له سیند غاړو او باغونو خوند اخیست.

سپین غر هوټل، ښار کې د دل ارام او روح ارم په نوم رسټورانټونه زیات مشهور ؤ چې ښځو او نرو به په‌کې ډوډۍ خوړله او ښه میلمه پالنه به یې کېده. دغه ښار ته به په ژمي کې له کابل څخه کورنۍ راتلې بهسودو پله کې به یې د کاغذباد مسابقې جوړولې او د هغه وخت کابل کې ښاري او د بیوروکراټو کورنیو میرمنې لوڅ مخ او لوڅې پونډۍ ګرځېدې، دوی به له همدغو غربي جامو سره له ویرې پرته جلال‌اباد ښار ته راتلې، خو جلال اباد ښار کې دغو ښځو د هیڅ ډول جنسي ازار او اذیت احساس نه کاوه او نه هم چا ورته په بده سترګه کتل، عامو ولسي خلکو به چې زیات غبرګون وښود، ویل به یې دا کابلیان دي، میلمانه دي، د کابلیانو جامې همداسې وي، زموږ یې پرې څه؟

جلال اباد د کابل وروسته د افغانستان دویم ښار و چې زیات دولتي تعلیمي موسسات یې لرل او حتا بهرني محصلینو به دلته زده کړې کولې، جلال اباد یوازینی پښتون میشته ښار و چې ښځې به په کې اجتماعي او تعلیمي برخو کې تر هر بل ولایت فعالې وې.

جلال اباد د هندو او سیکهـ اقلیت تر ټولو لوی ښار و، درمسال ته څيرمه د سیکهانو او هندوانو د هندي او روایتي خوړو غرفې وې، هر ماښام به دلته خلک له کورنیو سره راتلل او سره کړې، تراخه، مصاله داره او رنګه پکوړې او سمبوسي به یې خوړې. ننګرهار حتا د ظاهرشاه په وخت کې یې ولسي جرګه کې هندو وکیل درلود، نو دا هندو یوازې د هندوانو په رایه نه و، بریالی شوی، مسلمانانو هم رایه ورکړې وه، چې دا د مذهبي او کلتوري زغم له پلوه په ټول افغانستان کې لومړنی ښار و. جلال‌اباد کې د افغانستان د هر ولایت خلک اوسېدل، نسبت نورو پښتون میشتو سیمو ته دلته قومي او قبیلوي روابط زیات کمزوري شوي و، د تعصب په نوم دوی څه نه پیژندل، ځکه ننګرهاریان د نورو افغانانو په نسبت په افغانستان کې ډېر ګرځيدلي خلک و، له هرې سیمې او منطقې سره اشنا و، هلته یې دندې ترسره کړې وې او ښه نوم او نښان یې پرې ايښی و، نو د ټولنیز زغم کچه په کې خورا پورته وه، بل دا ښار پيښور ته نږدې موقعیت لري، د باچاخان د خدای خدمتګار تحریک هم پرې خپل اثر درلود او خلک یې متشدد نه ؤ، نرم او د منطق او خبرې خلک وو.

جلال اباد د پښتو ادب او فرهنګ ټاټوبی و چې ټولنې ته یې ستر ادبي، سیاسي او مذهبي شخصیتونه وړاندې کړي او د افغانستان د فرهنګ د بډاینې لپاره یې ډېر څه کړي چې ټول افغانان یې مدیون دي. ننګرهار د پښتو ادب تر څنګ د پښتو موسیقۍ ځانګړی سبک او لار لرله او د دیرې مجلسونو په نامه به د موسیقۍ بنډارونه په کې جوړیدل، زه لا ماشوم وم، خو د ډاکټرنجیب په وخت کې د رحیم غمزده، منور استاد، ګلاجان او سحرګل بورا ډېر محفلونه مې له نږدې لیدلي، دوی ته به له لرې لرې سیمو خلک راتلل، که دا خلک د پښتو موسیقۍ نه منفي شي دغې ژبې ته ډېر کم څه پاتې کېږي.

کله چې د ډاکټر نجیب حکومت نسکور شو او جهادي تنظیمونو د قدرت په سر کابل کې ښکرې سره اړم کړې، قومي او مذهبي جګړې ونښتي او کابل کې یو کس خاص په دې خاطر هم وژل کېده چې پښتون، تاجیک یا هزاره دی، خو د کابل جنګ ځپلي اکثریت ننګرهار ته راغلل او د جلال اباد په غیږ او دښتو کې میشت شول او هیڅوک د مذهب او قوم په نوم د کابل په څیر ازار او اذیت نشول، حتا د حاجي عبدالقدیر په وخت کې چې دا ښار د جهادي شورا له خوا اداره کېده، د افغانستان تر بل هر ولایت دلته سیاسي زغم زیات و، د هر تنظیم استازي په دغه شورا کې راټول شوي ؤ او د نور افغانستان په پرتله یې دلته نسبي امنیت راوستی و یا یې لږ تر لږه د کابل په څیر د تنظیمي جګړو مخه نیولې وه. هغه وخت ننګرهار کې لږ تر لږه یوه تنظیمي تنوع او تنظیمي ډموکراسي حاکمه وه یعنې د هر جهادي تنظیم نشرات او اخبارونه په کې ازاد و، نو ویلی شو چې دا کریډټ په جلال اباد کې واکمنو مجاهدینو ته نه ځي، بلکې دا د دغه ښار تاریخي حافظې او فرهنګ ته ورګرځي چې حتا له غرو راښکته شوي مجاهدین یې هم تر نورو نرم خویه او د یو بل زغملو ته هڅولي ؤ.

خو اوس…

د ننګرهار ولایت او په ځانګړي ډول د جلال اباد ښار امنیتي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنیز وضعیت تر بل هر وخت په خورا بد حالت کې دی. هلته د مرکزي حکومت نه پاملرنې او د څو سیاسي کورنیو ترمنځ د واک او منابعو د ترلاسه کولو په سر منفي رقابت، غصب، اختطاف، د کوکنارو کښت، قاچاق، د جرمي شبکو، د راستانه شویو کډوالو او بېلابېلو تروریستي او تندلارو ډلو موجودیت د دغه ښار بڼه او ښاري فرهنګ له هره پلوه بدل کړی دی او که چا دا ښار دیرش یا پنځلس کاله پخوا لیدلی وي او اوس ورشي، دا تفاوت په ښه توګه احساسولی شي.

په غونډه کې په کافي شمیر ښځو ګډون کړی و. خو یوې ته هم د وینا کولو نوبت ورنه کړل شو.

ما په جلال اباد ښار کې تر اوسني وضعیت بد وختونه او دورې تېرې کړي دي، د نجیب دوره چې راکټونه په کې اوریدل، د مجاهدینو دوره چې د ولایت شاوخوا پاټکونه ؤ، د طالبانو دوره چې ښار کې به ملایان له دُرو سره ګرځیدل او بیا د کرزي لومړي وختونه چې له نویو هیلو او ارزوګانو سره خلکو د پرمختګ په لور حرکت پیل کړ او د ښار په هر رسټورانټ او شیریخ خانه کې به ویډیو تلویزیون چالان و او ایرانۍ، هندي او پېښورۍ سندرې او رقصونه به یې خپرول او د لرې لرې سیمو راغلو خلکو به هم شیریخ خوړ او هم به یې د طالبانو له اوږدې دورې وروسته څو شیبې د دغو سندرو ننداره کوله، خو اوس دا ښار د دیرش نفره (وي ای پي) میلمنو لپاره مناسب ځای او د هغوی د هرکلي او پذیرايي ظرفیت نه لري، هغه پخوانی شور او هیجان په کې نه لیدل کېږي او داسې ښکاري لکه سړی چې د پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې ګرځي.

ننګرهار ولایت ته د ولسمشر غني دوه ورځني سفر پورې ډېرې هیلې او غوښتنې تړلې وې، په هېواد کې د امنیتي، سیاسي او هېوادونیو مسائلو له کبله ولسمشر ډېر زیات بوخت وي، که کوم ولایت ته سفر کوي طبیعي ده چې حکومت به هغه ولایت ته کوم نوي څه لري، خو هوښیار ولسونه بیا له دغسې چانسونو او فرصتونو زیات نه زیاته ګټه اخلي. د تقویم الحق کاکاخیل خبره رایاده شوه، هغه وايي: “هیڅ حکومت هم کار نه کوي، بلکې دا ولسونه دي چې حکومتونه ځانته په کار کولو ته مجبوروي”.

خو زه چې د حامدکرزی د غونډو په تالار کې خولو کې لوند خیشت د یو سیل بین په توګه ناست وم، او په خورا دقت مې د ویناوالو خبرو ته غوږ نیولی و، د څو قومونو په استازیتوب سپین ږیرې راپورته شول او په خورا جذباتي او احساساتي انداز یې ویناوې شروع کړې، دوی هر یو ډېر زیات وغږیدل، خو په منځ منځ کې یو نیم بې نوبته هم راپورته شول، یو سپین ږیري له شانه چغه کړه چې وخت غواړي، ولسمشر اجازه ورکړه، سټیج سر ته له را رسیدو سره یې واسکټ هم یوې خواته ګزار کړ، لاسونه یې پورته پورته الوځول، ما ویل دا به کومه نوې خبره کوي، هغه هم تکراري خبرې په هماغه انداز او احساساتو وکړې، لکه د جذباتي وینا مسابقه چې وي، یو تر بل تېز غږیدل، یو ځوان هم راپورته شو هغه هم تالار په ولولو راوست، خو چې په اخر کې مې خپل یاداشت ته وکتل چې دوی څه وغوښتل او څه یې وویل؟ ټولو هماغه درې څلور غوښتنې لکه د ځمکو د غصب مخنیوی، د زورواکو مهارول، ادارو کې د افرادو ادلون بدلون او فساد سره مبارزه په لږ متفاوت انداز او جذباتو بیان کړې وي، د خوګیاڼو قوم لپاره د سناتور او قومي مشرانو ته د امنیت لپاره د وسلو ورکولو په څیر غوښتنې هم مطرح شوې، بل مې په کې له چکچکو او ولولو څه ونه موندل. یو سپین ږیري ویناوال به حاضرینو ته د یو قهرمان غوندې مخاطب شو غږ به یې کړل، د غاصبینو نومونه واخلم؟ لاندې به غږ شو واخله واخله! بیا به یې ویل نومونه یې واخلم… د نوم اخیستو او دومره شور ته هیڅ حاجت نه ؤ، که دوی رښتیا غاصبینو نه تنګ و، مخکې تر مخکې یې په ګډه یو لیست جوړولی او لاسلیکونه پر اخیستی او ولسمشر ته سپارلی شوای.

یو قومي مشر ولسمشر په وړاندې وینا کوي

هر ویناوال د پخواني ویناوال خبرې په دې تفاوت تکرارولي چې د وروستي ویناوال خبرې به لږ په جدي او تقریبا په بي ادبه انداز کې وي، چې د نورو توجه جلب کړي او هر ویناوال داسې غږیده لکه ولسي جرګې ته چې کاندید وي او عامو خلکو ته غږیږي نه ولسمشر ته. زما تجربه ده چې که څوک تیزې خبرې وکړې هغه ځان ته کمپاین کولی شي، خو ټول ولایت ته یې ګټه نه رسېږي. دوی د اوبو مدیریت، د ځنګلونو د وهلو مخنیوي، د کانونو د ناقانونه استخراج، د طالبانو او داعش خطر په څير موضوعاتو ته هیڅ تم نشول.

په دومره لوی ولایت کې د ښځو په استازیتوب یوه ښځه ونه غږیده. په داسې حال کې چې تالار کې ښځې ناستې وي او دا د امیدواری ځای و چې دومره ښځې راغلې وې، ښه دا وه چې یوې میرمن ته هم د خبرو وخت ورکول شوای وای.

په پای کې ولسمشر هم چې د خلکو جذباتي او احساساتي ویناوو ته وکتل نو د دوی په ذوق برابرې خبرې یې وکړي.

له دومره مقدمې وروسته به ځینو ټکو او ستونزو ته اشاره وکړم چې ما او ډاکټر فضل محمود فضلي نوټ کړې وې، په منځ منځ کې به یې علتونه او تر یوه حده حل لارې هم په ګوته کړم.

میلمه پالنه:

د توریزم یا ګرځندوی په هر هېواد کې په میلمه پالنې او د خدماتو په وړاندې کولو ولاړ دی، ځکه دې سره له یوې خوا د توریست له جیبه د کوربه جیب ته پیسې راځي او که ښه خدمات وړاندې شي نو دا توریست علاقه پیدا کوی چې بیا بیا راشي او خپله خاطره نورو سره شریکه کړي او نور هم وهڅېږي او دغه ښار ته سفر وکړي. د میلمه پالنې په برخه کې مهم خدمت ښه سټنډرډ خواړه او څښاک دی، میلمه پالنه کې دا برخه دومره اهمیت لري چې اکثره ځایونو کې متخصصان او کارپوهان په دې لګیا وي چې کیفیت یې زیات نه زیات ښه کړي، دغه شان میلمه پالنه ځانګړي اداب او احترام غواړي چې دا بیا په هر فرهنګ کې فرق کوي، ښه پذیرايي او هرکلی د میلمه پالنې مهم ټکی دی، سره کړي کبان، کړايي او چوپان کباب او وریته د جلال اباد مشهور خواړه دي چې حتا په ټول افغانستان کې د شینواري کباب په نوم رستورانتونه زیات مشهور دي، خو د دغو خوړو د کیفیت، معیار او نظافت د زیاتولو لپاره زیات کار نه دی شوی، که د دغه خوړو په چمتو کولو کې نوښتونه لږ زیات شي دا به تر دې زیات مشهور شي.

خو له بده مرغه له دومره لوی تاریخي او فرهنګي ظرفیت سره دا مهال د جلال اباد ښار د دریش تنو (وي ای پي) میلمنو د هرکلي او پذیرايي ظرفیت او مناسب ځای نه لري، په ټول ننګرهار کې تر ټولو مجلل هوټل د سپینې ماڼۍ په نوم دی، چې دوه ستوریزو هوټلونو په معیار هم نه دی برابر. بسترې یې خچنې او نه بدلېږي، تشنابونه یې هغسې چې په کار دي پاک نه دي، میلمه پالان یې د میلمه پالنې له اصولو او هوټل دارۍ سره اشنا نه دي، خواړه یې هم سټنډرډ او په دې کچه نه دي چې د یو بهرني میلمه د باور وړ وګرځي.

ننګرهار د میلمه پالنې زوړ دود او دستور لري او تاریخي شواهد ښيي دا نن سبا چې په نورو ولایتونو کې حجرې او دیرې رواج شوي دي دا لومړی ننګرهار کې جوړې شوي دي، ننګرهار خلک د حجرې او دیرې خلک دي او میلمه پالنه د دوی د فرهنګ یوه غني برخه ده، خو دا فرهنګ هماغسې دودیز پاتې دی او تر ننګرهار اوس نور ولایتونه میلمه‌پالنه کې ډېرمخکې دي. د میلمه‌پالنې ستونزه یوازې چارواکو او حکومتي مسوولینو کې نه ده، بلکې دا د ننګرهار د پانګوالو او سرمایه دارو ستونزه هم ده، دوی په دا اتلس کالو کې ونشوای کولای یو څلور ستوریز هوټل باندې پانګونه وکړي.

په مزار شریف کې د غضنفر برج څوارلس منزلونو کې جوړ شوی لوکس هوټل دی او ځايي پانګوالو جوړ کړی دی، هرات کې د ارګ او داسې لسګونه هوټلونه شته چې سلګونه (وي ای پي) میلمانه په کې ځایېږي او ښه میلمه پالنه یې کېږي، هرات، مزار حتا کندهار ښار د دې ظرفیت لري چې یو بین المللي کنفرانس په کې جوړ شي او دا کار څو ځلي شوی دی، خو په تېرو اتلسو کالو کې ننګرهار کې یو سیمه‌ییز کنفرانس هم نه دی جوړ شوی.

زما یو ملګری چې اقتصادي او پرمختیايي طرحو جوړولو کې مهارت لري ننګرهار کې د هند، چین او پاکستان د سوداګرو لپاره د یو سیمنار جوړولو طرحه بشپړه کړې ده، ټاکل شوې وه چې نږدې راتلونکي کې دا سینمار جوړ شي، خو هلته د مناسب ځای او د میلمه پالنې د کمزورتیا په وجه وځنډول شو. ننګرهار کې ځايي پانګوالو او زورواکو لویې لویې حویلۍ او حجرې جوړې کړي دي او په هماغه دودیز شکل په کې د خپلو کاروباري میلمنو هرکلی کوي، خو په هوټل دارۍ یې پانګونه نه ده کړي، بهرني میلمانه خو د خلکو حجرو او حویلیو ته نشي تللی.

د ننګرهار د ولایت اداره هم میلمنو سره نابلده وه، شاهي ماڼۍ کې به چې د ډوډۍ وخت شو، خواړه به زیات و، خو بي سلیقې به یې پاخه کړي و، دسترخوان او ډيکور به یې خراب و چې د ډېر ټیټ او وروسته پاتې ذوق نمایندګي یې کوله. میلمه پالان یې لکه د پټي نه چې بزګران راوستل شوي وي او بیا دې میلمنو ته د خدمت لپاره درولي وي، خو په نورو ولایتونو کې په ورته مناسبتونو کې بیا د منظمو تکړه، ځوانو او چابکو میلمه پالانو شاهد وم.

د ولایت دننه زیاتې خونې شته، خو دوی په کې یوازې یو څو خونې میلمنو او ولسمشر ته ځانګړې کړې وي، چې هغه هم په ښه وضعیت کې نه وې، په داسې حال کې چې دغه مقامات درې میاشتې مخکې خبر و چې داسې یو پلاوی به راځي. دوی سره د میلمنو د ښه قدر او عزت لپاره زیات امکانات موجود دي، خو له هغو یې سمه استفاده نه وه کړې، بلکې بیخي یې دغې برخې ته پاملرنه نه وه کړې.

د غونډو تالار لپاره یې سټیج داسې ډیزاین کړی و، لکه د پيښور ډبې، ګڼ تپلی او له زرورقو او بیرغونو ډک، شعارونه او د ولسمشر یو د لنګۍ والا عکس یې هر ځای لګولی و، ټولې بینرې او بیرغونه په خورا بي خونده او کلیشه يي بڼه لګول شوي وو، دا هر څه د یوې سیمې د فرهنګي غنا او ذوق نمایندګي کوي، کله چې مې پوښتنه وکړه دا ستیج ولې او چا داسې ډیزاین کړی دی، ساده او بي الایشه سټیج تر دې ډېر ښه و، ځواب راکول شو ددې لپاره د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور د رئیس چې دیارلس کاله کېږي رئیس دی په مشرۍ کمیسیون جوړ شوی و، دا ټول د هغوی د ذوق نمایندګي کوي، بیا مو د سټیج له شاوخوا غاړو تر خپلې وسې اضافه شیان لري کړل او کوشش مو وکړ چې ساده او هیڅ شی په کې نه وي.

کله چې موږ وایو ملیمه پالنه د ننګرهاریانو د فرهنګ یوه ارزښتمنه برخه ده، نو بیا میلمه پالنه او توریزم تقریبا سره مترادف او یو بل سره مستقیمه اړیکه لري، له شته منابعو څخه مناسبه استفاده چې یوه په کې میلمه پالنه ده توریزم ته وده ورکوي. هر ځل چې ننګرهار ته د بل ځای خلک راځي دلته فرهنګي انتقال رامنځته کېږي څه ځان سره اخلي او څه پرېږدي او د دغه ولایت په اړه منفي ذهنیت له منځه ځي، میلمه پالنه کېدای شي د ننګرهار او نورو ولایتونو ترمنځ د ارتباط ښه وسیله شي او د نورو سیمو خلک تشویق شي چې د پخوا په څير جلال اباد ته مخه کړي. ولسمشر په خپلو خبرو کې وویل، د ننګرهار په پانګوالو نور ولایتونه اباد دي. خو په ټول ښار کې یو منظم او ښکلی تالار او هوټل نشته.

سپین غر هوټل او پارکونه!

سپین غر هوټل ته د ننوتو پر مهال عسکر راته ویل: “تالاشي کوم دې خفه کېږي به نه”. ما ویل، “سمه ده تالاشي وکړه” ویل “ګوره خفه نشي”. ما ویل “سمه ده” بیا یې ویل “خفه کېږي به نه او ګوره خفه نشي” اخر مې زړه راتنګ شو ما ویل، “ته ولي داسې فکر کوې چې زه خفه کېږم؟ ته خپله دنده اجرا کړه .” نو د دغه عسکر له رویې راته معلومه شوه چې په تالاشۍ خلک خفه کېږي ځکه عسکر بار بار عذر کاوه چې خفه نشي، دا او دې ته ورته عسکر ښايي د زور واکو له خوا کنځل شوي وي اوس چې له چا نه تالاشي اخلي مجبور دي، لومړی سپناوی ورکړي. سپین غر زوړ دولتي هوټل دی، د وضعیت نه یې راته ښکاره شوه چې دا هوټل حتا خپل مصارف هم نشي پوره کولی، ځکه دولتي تصدۍ ټولې په بد وضعیت کې دي، دا هوټل ښکلې شنه ساحه لري خو ودانۍ، خونې، بسترې او تشنابونه یې مجهز نه دي، د هوټل د کوټو قلفونه نه بندیدل، تشناب کې یې چپلکۍ نه وې، ماشې په کې دننه خونو کې بنګېدې او نظافت یې ښه نه و، زما له نظره که دا هوټل خصوصي سکتور یا یوې داسې کمپنۍ ته وسپارل شي چې د هوټل دارۍ تجربه او سابقه ولري تر اوسني وضعیت به ګټور وي.

موږ وخت پیدا کړ چې لږ دباندې باغونو او پارکونو کې هم وګرځو، پارکونه او باغونه هماغسې شنه دي، خو هلته نظافت او پاکوالي ته هیڅ توجه نه کېږي، مالټې خوړل او ګنډیرېي ژول کېږي خو پوټکي یې هر ځای غورځوي. د پارکونو له هر کونجه د چرسو لوخړي پورته کېږي، د ځوانانو لپاره په کې تفریحي او ورزشي وسایل په نشت حساب دي. حتا له کابله څوک نشي کولای جلال اباد ته راشي او له خپلې میرمنې سره وګرځي، ځکه دا پارکونه اوس هغسې نه دي، څه موده مخکې کابل نه زما یو همکار خپلې کورنۍ سره تللی و، کیسه یې کوله چې پارک ته د ننوتو په وخت ټولو خلکو داسې ورکتل لکه د لومړي ځل لپاره یې چې میرمن لیدلي وي، یا هم کوم بهرنی راغلی وي او دوی یې ننداره کوي. پخوا وختونو کې زما په یادښت به امیر شهید باغ په خاصو ورځو کې ښځو ته ځانګړی کېده، اوس د ښځو لپاره مناسب تفریحي پارک نشته، په ننګرهار کې شاهي باغونه زیات دي، له دغو چې یو ښځو ته ځانګړی شي او ښځې هلته خپل لاسي صنایعي او تولیدي موادو ته غرفې جوړې کړي، دې سره به د ډېرو کورنیو لپاره د کار زمینه مساعده او کونډو او بېوزلو میرمنو ته په کې لومړیتوب ورکول شي.

فرهنګي برخه:

که څه هم میلمه پالنه، خواړه، څښاک او د میلمنو پذیرايي هم د فرهنګ برخه ده، خو دلته د فرهنګ مادي اړخ په ځای په معنوي اړخ غږیږم. مخکې مې د غونډو په تالار کې د عمومي غونډې وضعیت بیان کړ، خو د دې تر څنګ ولسمشر یو شمېر نورو اقشارو، سوداګر، صنعتکارو، ولسوالانو، د ولایتي شورا وکیلانو، ښځو، علماوو، ډاکټرانو، د مدني ټولنې استازو سره هم وکتل، عیني لیدنې کتنې لغمان کې هم وشوې، که د دواړو لیدنو مقایسه وشي، د ځمکې اسمان فرق لري.

مثلا، د ولایتي شورا د وکیلانو چې د خلکو استازي دي، لویه غوښتنه په انتخاباتي حوزو او د تذکرو په ویش ټینګار و، دا خو د خلکو غوښتنه نه وه، بلکې خپل مشکل یې بیان کړ چې بیا څنګه د دې خلکو په اوږو سپاره شي.

د پوهنتون استادانو یوه غوښتنه په ځای وه چې د پوهنتون د ساحې پراخولو لپاره یې د نورو ځمکو د استملاک غوښتنه وکړه، نور نه د درس په کیفیت وغږیدل، نه په نصاب او نه په دې چې دوی تر اوسه هلته څومره علم تولید کړی دی او څه تحقیقات شوي دي. برعکس لغمان کې د پوهنتون استادانو یوه مشخصه غوښتنه وکړه ویل د پوهنتون داخلي سړکونه ورته جوړ او پوهنتون ته د ورکول شوې ځمکې لوړې ژورې ورته هوارې کړي. د ننګرهار پوهنتون رئیس د کاغذ له مخې داسې یو مسجع نثر ولوست لکه د مصطفی سالک د طاووس بڼکه چې لولي، د خبرو په ځای یې سمه ادبي ټوټه ولوسته، چې هیڅ پوه نشو څه یې وویل.

ولسمشر له ځوانانو سره غونډه درلوده چې دباندې چاودنه وشوه چې وروسته خبر شو اکثریت قربانیان زموږ سیکهـ وطندران ؤ، خو غونډه روانه وساتل شو، دې ځوانانو مدني فعالانو په لویه غونډه کې له تکراري خبرو علاوه، لویه خبره دا وه، “ولسمشره! ستا څنګ کې داسې خلک ناست او ته یې محاصره کړی یې او دا خلک کار نه کوي.” دباندې د چاودنې غږ ټولو واورید خو یو هم له طالب او داعش څخه سر ونه ټکاوه، یو هم ونه ویل چې د وسله والو مخالفانو په ضد عملیات تیز کړه.

ډاکټرانو سره غونډه کې ولسمشر د ډاکټرانو پیشنهادونه اوریدل او هدایات یې ورکول، خو د روغتیا رئیس لاسونه تخرګونو کې منډلې و، یو یاداشت یې هم نه اخیسته، قلم او کاغذ ورسره نه و، خپله یې هم خبرې ونه کړې، نو ما ویل، د ننګرهار په صحت عامې روعتون کې به د ناروغانو زخمونه به ولې چنجي نه کوي.

د ختیځ روغتیايي کمپلکس د پرانیستې په مراسمو کې د روغتیا رئیس میلمنو ته د معلوماتو ورکولو او د هغوی د ملتیا په ځای خپله لګیا و، کوچونه یې له یو ځایه بل ځای ته لیږدول، بیا یې د ترانې ټیم تنظیمولو د تشریفاتو یو کس ورته وویل، ته خو رئیس یې خپل اصلي کار ته راشه د ترانې ټیم تا پورې څه اړه لري.

خو زما لپاره جالبه دا وه چې تر ټولو ښې منظمې، ترتیب شوې او مشخصي خبرې په سړو دماغو د ننګرهار دیني عالمانو وکړې. دا زما د توقع خلاف وي، ځکه د ننګرهار د نوم له اوریدو سره دې ملایان سترګو ته درېږي او فکر کېږي چې وضعیت ټول دوی خراب کړی دی، خو دیني علماوو لومړی په ډېر درناوی په هغه انفجار کې چې سیکهان ووژل شول، ولسمشر ته تسلیت ووایه او د هغوی په مرګ یې سخته خواشیني وښوده او بیا یې خپلې غوښتنې په ارامه مطرح کړې یوه غوښتنه یې قاسم اباد ښارګوټي کې د دوی د غصب شویو نمرو بیا راګرځول و، دلته د سړي ذهن ته تېر شي چې په دغو سکهانو د انفجار فتوا هم ملایانو ورکړې ده او دا پېښه هم یوازې ملایانو وغندله، نو پوه شوم چې د خپل او پردي ملا ترمنځ دغه فرق وي. علماوو سره ناسته کې ولسمشر هم سم دلاسه ناستو اړوندو چارواکو ته هدایت وکړ چې د قاسم اباد ښارګوټي کې دوی ته ورکول شوې نمرې دې له غاصبانو واخیستل شي. دویم تر ټولو ښه جلسه ښځو سره وه، دوی هم خپلې مشخصي غوښتنې وکړې او ولسمشر ورسره ومنلې او د حل په خاطر یې والي او نورو ته هدایت وکړ. خو تر دې هاخوا سوداګر هم بد نه ؤ، خو له دې پرته په هره غونډه کې به چې سړی پورته شو، یو غر یې په بل ویشته او بل به چې پورته شو فکر یې کاوه چې تر بل باید لږ په جدي انداز وغږيږي، خو اخر کې چې ما نتیجه واخیسته، د دغو مدنیانو، او سپین ږیرو او نورو ټولې غوښتنې درې څلور خبرې وي، خو د بیان انداز جلا جلا ؤ.

وايي هارون رشید پاچا خوب ولید چې ټول غاښونه یې لویدلي وي، نجومیان او فالبینان یې راوستل چې خوب ورته تعبیر کړي، یو نجومي ورته وویل، “پاچا سلامت د دې معنا داده چې اول به دې ټول خپلوان مړه شي او بیا ته مړ کېږي.” پاچا سم د لاسه سړی بندي کړ، بل نجومي راغی، هغه ورته وویل، “پاچا سلامت د دې خوب تعبیر دا دی چې ته به د خپلو ټولو خپلوانو زیات عمر وکړې.” ده ته یې شاباسی ورکړ، پوښتنه ورنه وشوه چې خبره خو یوه وه هغه یو بندي شو او دې بل ته انعام ورکول شو، پاچا ویل دده د خبرو د ارایې انداز ادبي او ښه و.

دلته سړي ته پوښتنه پیدا شي چې ننګرهار له دومره زیاتو فرهنګیانو سره ولې داسې دی؟ هلته خو ادبي ناستې هم کېږي دوی د بیان په فن او ټولنیزو نزاکتونو هم غږیږي او که نه دوی ته یوازې شعر او شاعري ادب ښکاري؟ ایا دا څوک چې د فرهنګي دعوه کوي دا په اصل کې فرهنګي دی؟ فرهنګي باید چاته وویل، شي؟ باید پوښتنه وشي چې په دغو ادبي ناستو کې دوی په څه شي غږیږي، دوی په نوي معرفت او هنري مهارتونو خبرې کوي، د نوي معرفت تولید کې یې څومره سهم اخیستی دی، د فرهنګ په بدلولو کې یې څه نقش لوبولی دی، ځکه جامې، خواړه، خبرې، چلند، نظافت او دا هر څه د فرهنګ برخه دي، که دلته فرهنګي فعالیت موجود وای بیا ولي دا حالت نه دی ښه شوی؟ دا هغه پوښتنې دې چې د ننګرهار فرهنګیانو ته متوجه دي او باید دوی په خپلو ناستو او کړو وړو له سره غوره وکړي.

ننګرهاریانو ته د دغه سفر لاسته راوړنه:

داسې هم نه و چې دا سفر بې لاسته راوړنې و، بلکې دا لاسته راوړنې د ننګرهاریانو د احساساتي خبرو او ویناو تر سیوري لاندې راغلې.

د زر بستریز روغتیايي کمپلکس افتتاح لویه راسته راوړنه وه چې له دولتي بودیجې به جوړېږي، بله لاسته راوړنه دا وه چې د ننګرهار ته د ولسمشر سفر سره ۷۰میګاواټه دایمي برېښنا هم راغله ، شل میګاواټه یوازې د صنعتي پارکونو لپاره ده، ځکه یو کال پخوا صنعتکارانو سره ولسمشر ژمنه کړې وه چې شل میګاواټه برېښنا به ورکوي، د دومره برېښنا سره به ننګرهار کې برق دایمي شي او صنعت به وده وکړي همدارنګه تر راتلونکو اتو نهو میاشتو کابل ته نوره وارداتي برېښنا را رسېږي چې له دې څخه به ۳۰۰ میګاواټه ننګرهار ته ورکول شي دا برېښنا به ننګرهار کې یو لوی تحول راولي. همدارنګه والي ته لارښوونه وشوه چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره یو کمیسیون جوړ کړي او غصب شوي ځمکې را وګرځوي.

خو زموږ د مدني ټولنې او ځوانانو استازو او نورو برخه والو یو هم دا وړاندیز ونه کړ، چې اجازه ورکول شي د دوی دوه یا دري کسه باید ددغه کمپلکس د جوړولو له چارو څخه څارنه وکړي او که کارونه سم پر مخ نه ځي رسنیو له لارې بیا خپل غږ پورته کړي یا یې تر ولسمشره ورسوي. دوی باید د افتتاح شویو پروژو د څارنې لپاره خپل کسان معرفي کړي وای. دوی یو هم وړاندیز ونه کړ چې غصب شویو ځمکو د راګرځولو په کمیسیون کې څو کسه له مدني ټولنې یا قومي مشرانو څخه حضور ولري چې د غصب د راګرځولو بهیر له نږدې وڅاري.

ننګرهار کې ویناوالو خپل لومړیتوبونه نه و په نښه کړي، لومړیتوبونه معمولا یو دوه یا درې وي، خو دوی هر یو پنځلس شپاړس مسائل مطرح کول او ټول یې لومړیتوبونو کې راوستل.
لغمان ولایت کې چې ولسمشر په ورته عمومي غونډه کې ګډون وکړ، هلته ویناوالو خپلې مشخصې غوښتنې مطرح کړې، تر ټولو جالبه دا چې دوی په دوه درې غوښتنو ټینګار وکړ، د ټولو لومړی غوښتنه دا وه چې لغمان باید دویمه درجه ولایت شي او ولسمشر ورسره ومنله، همدا چې دا ولایت له درېیمې دویمې درجې ته ارتقا وکړه، له دې سره ټول امکانات زیاتېږي او وړو وړو خبرو ضرورت یې احساس نه کړ چې ولسمشر ته یې لکه د ننګرهاریانو غوندې په جذبه او احساساتو بیان کړي.

دا کرښې د دې لپاره لیکم چې له داسې پېښو زده کړه وشي، ولسمشر سره به چې هره ډلې کتل، لومړی یې باید خپلې غوښتنې او وړاندیزونه لیست کړې وای او بیا یې له منځه یو کس بیان کړې وای چې په کم وخت کې په ارامه مغزو یې ډېر څه ویلي وای، خو د مشورتي کار، د نظر اتفاق باندې خبرې کول دا د فرهنګ یوه برخه ده او که داسې ګډوډ لګیا یې دا د تر ټولو ټیټ او بدوي فرهنګ نښه ده، نورو ولایتونو کې چې زه ولسمشر سره تللی یم هلته داسې نه وي، هلته تر دې سختې خبرې او شکایتونه په ډېر محترمانه او منطقي توګه مطرح کېږي.

زموږ سیکهـ او هندو وطنوال!

ننګرهار کې زموږ په سیکهـ وطنوالو انتحاري برید او د شاوخوا اولس تنو بي ازاره او وطندوسته سیکهانو وژل کېدل، د ننګرهار او ټول افغانستان لپاره لویه تراژيدي وه، کله چې له دې بدې پېښې ولسمشر او هلته د جلال اباد شاهي ماڼۍ کې حکومتي چارواکي خبر شول، د ننګرهار والي وویل، کاش د دوی په ځای موږ مړه وای. د ولسمشر سلاکار لعل باچا ازمون سره له ډېرې خواشینۍ خبره ن کېده، ولسمشر هڅه وکړه چې د دغو وژل شویو سیکهـ وطنوالو سره له نږدې وګوري، خو ورته وویل، شول په ټول جلال اباد کې محدود شمېر سیکهان او هندوان اوسي او د سر او خبرې ټول خلک همدا اولس نفره وه، هیڅوک نشته چې ته ورسره غمرازي وکړي، ځکه د دوی د کورنیو پاتې غړي ټول په ویر کې دي. دا ډېر غمجمن حالت و. وروسته په سوشیال میډیا کې اوازه شوه چې دوی ولسمشر ته د ملاقات لپاره راتلل، خو هلته سکیجول کې دوی سره د لیدنو بندوبست نه و شوی، تر اخره پوه نشوم چې دوی چېرته روان و او څنګه پرې برید وشو. سیکهان او هندوان د ننګرهار فرهنګي شتمني ده، د دوی په نشتوالي کې موږ د ننګرهار رنګارنګي، فرهنګي تنوع او یو لوی فرهنګ له لاسه ورکوو، د ننګرهار یو شمېر مدني فعالانو د دوی له کورنیو سره په ښه شکل غمرازي او همدردي وکړه، د ننګرهار مشهور انځورګر حمدالله ارباب په دغه حادثه کې د ټولو قربانیو شویو سیکهانو عکسونه انځور کړل او خپله غمرازي یې ورسره څرګنده کړه.

د اوسني بد وضعیت ټولنیز عوامل:

د ننګرهار د ټولنیز وضعیت د ارزونې لپاره په ټولنپوهنه کې تر ټولو ښه تيوري چې دا حالت راته روښانه کولی شي( Behaviorism) دی، په دې تیورۍ کې د دې په ځای چې د افرادو فکري او ذهني حالت مطالعه شي، د هغوی کړنې او اعمال ارزول کېږي، ځکه موږ د دوه کسو د فکرونو ترمنځ تفاوت نشو معلومولی تر هغو چې د هغوی اعمال ونه ګورو، که موږ ټولنه د یو ژوندي موجود په توګه وبولو نو موږ د دغه ارګانیزم یوازې بیروني کړنې لیدلی شو او بیا د ټولنې د فرد فرد چلند څخه د ټولنې عمومي چلند، فرهنګ او تمایلاتو په اړه پوهېدای شو. تر دې ځایه د ننګرهار ټولنیز وضعیت له همدغه زوایې کتل شوي دي.
د انسان په تربیت او د ټولنې په وده کې مختلف عوامل نقش لري، چې هر یو یې د انسان د شخصیت اود ټولنې په جوړولو کې خپله ونډه لري. خو دلته بیا د حاکمانو او سیاسي مشرانو اثر هم د اهمیت وړ دی، په ټولنیزو علومو کې دا فرضیه ډېره مهمه ګڼل کېږي چې سیاسي او ټولنیز شخصیتونه او حاکمان څنګه د خلکو کړه وړه بدلولی شي، ځکه د حاکمانو او مشرانو هر چلند، عمل، وینا او حتا لباس نورو ته یو پیغام لېږدوي، دا فرضیه په دې ولاړه ده چې که حاکمان او سیاسي مشرانو مو اصلاح او ژمن خلک وي، خلک هم له هغوی څخه په تقلید په تدریج سره د اصلاح خواته روانېږي، خو که حاکمان او مشران مو قانون ماتوونکي او فاسد وي، نو دا طبیعي خبره ده چې دا افت به د ټولنې رګ رګ ته ځان رسوي. که د لومړني حالت په څیر وضعیت وي، د ټولنې اساس او بنسټ په انساني باورونو او ارزښتونو درېږي او جمعي اراده د ګډ هدف په لور ټولنه راکاږي او هره ستونزه او ننګونه به په ډېر اسانۍ حل شي، ژوند به ښکلی وي، ټول به احساس کړي چې د اقتصاد او فرهنګ څرخ ښه طرف ته تاوېږي او یوه بریالۍ او سالمه ټولنه به ولرو، خو که برعکس مشران او حاکمان فاسد او قانون ماتوونکي وي، بیا د دغې ناروغۍ میکروبونه د ټولنې له سره د ټولنې ټولو اندامونو ته نفوذ کوي، دا ناروغي بیا له ځان سره نورې ناروغۍ هم راوړي، لکه داعش، طالب، افراطیت، فرهنګی زوال، سردرګمي او ټولنیزه ګنګستیا… ټولنه به بدبختۍ خواته روانه شي او د امید هیڅ څرک به نه لګېږي، کله چې راتلونکي ته هیله کمه شي، کله چې له انسان څخه امید او راتلونکي واخیستل شي، نو بیا د کار او هیڅ فعالیت لپاره انګیزه نه ور پاتې کېږی، داسې ټولنه کې څوک یوه تیږه پر بلې نه ږدی، انساني فضلیت به خپل ځای بد انساني خصلیتونو ته پريږدي او یو انسان به د بل انسان لیوه شي، ننګرهار او جلال اباد کې کټ مټ همدغه وضعیت حاکم دی.

که دغسې ټولنې ته له دباندې څخه وکتل شي نو دا خلک په یو لوی مصیبت کې ښکیل دي داسې مصیبت چې د دغې ټولنې خلک ورسره اشنا دي او اصلا مصیبت ورته نه ښکاري، د ننګرهار خلک تېرو اتلسو کالو کې هیر شوي دي، د دې ټولنې د بقا او سم لوري ته د سوق کولو لپاره هیڅ برنامه نه ده طرحه شوې او ځايي مشرانو یې دا مصیبت نور هم زیات کړی بلکې ځايي خلکو ته یې د زغم او قناعت وړ ګرځولی دی، که د قناعت وړ نه وای دې خلکو تېرو اتلسو کالو کې د فلسطین او برما د مسلمانانو لپاره په ځلونو مظاهرې وکړې، خو د خپلو اساسي او انساني حقونو لپاره یوه ورځ هم راونه وتل. د دې خلکو هېرول او بي توجهي او هغه مصیبتونه چې دوی زغمي دا هغه څه دي چې له پاسه پر تحمیل شوي او ټولنه یې فساد او تباهۍ ته نږدې کړې ده.

د ننګرهار په اړه کابل او حتا ننګرهار کې اکثره پوهان په دې باور دي چې ننګرهار مذهبي افراطیت دغه حال ته رسولی دی، خو کله چې ما له نږدې دا ټولنه او وضعیت ولید، مذهبي افراطیت نه علاوه نور ډېرې ستونزې شته چې دغه ډول افراطیت ته یې زمینه برابره کړې ده، زه د انجوګانو د مالکانو او موسساتو له دې نظر سره جوړ نه یم، د ټولنې د اصلاح او هوښاینې یوه لار داده چې زړه خوږي او صالح حاکمان او مشران پرې حکومت وکړي، ځکه د ټولنې اکثره غړي د حاکمانو له کړنو اغیزمن کېږي، یعنې د اخلاقو او سیاست ترمنځ باید یو تناسب موجود وي؛ د حاکمانو او مشرانو اخلاق او باورونه د ټولنې عادي خلکو ته یوه الګو او نمونه وي، انساني ټولنې په هر ځای کې هڅه کوي د خپلو مهمو سیاسي او اجتماعي کرکټرونو تقلید وکړي او دا یوه یقینی او په علم ثابته شوې خبره ده، زموږ سیاسیونو او مدني فعالانو کې دا شکایت زیات اوریدل کېږي او تل ټولنه ملامتوي، خو زه بیا په دې باور نه یم، ټولنه د هغوی نخبه ګان او د سر خلک خرابوي، ځکه د ټولنې لیډ د دوی په لاس کې دی، هر خوا چې وغواړي روانولی یې شي.

یادونه: په دې لیکنه کې مې د ډاکټر فضل محمود فضلي له یاددښتونو او لارښوونو هم استفاده کړې ده.