افغانستان سیمه عمومي

باجوه به افغان چارواکو ته ووايي چې د هر څه پړه پر پاکستان مه اچوئ

پاکستاني رسنۍ وايي، ددې هیواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه، د افغان ولسمشر اشرف غني هغه بلنه منلې چې نوموړې ته یې د جدي خبرو اترو لپاره کابل ته د سفر په اړه ورکړې.

پاکستاني رسنۍ وايي، قمر جاوید باجوه په دې نیت افغانستان ته سفر کوي چې د افغانستان له خوا پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ پرلپسې تورونه پای ته ورسوي ”او افغان چارواکو ته به ووايي چې پر پاکستان د خپلو ناکامیو پړه اچول بس کړئ. “

پاکستانۍ ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې کې خپور شوی یو راپور زیاتوي چې د پاکستان د پوځ مشر به افغان چارواکو ته ووايي، هیواد یې هیڅ ترهګرې ډلې ته په خپلې خاورې کې ځای نه ورکوي او نه یې ملاتړ کوي.

*******

د عبدالله په مشرۍ د کابینې غونډو ته وزیران نه ورځي
سترګې مو رپیږي؟ د بد خبر انتظار مه کوئ، چاره یې وکړئ
وین ډیزل د ډپیکا او رنویر مینه رسوا کړه
متحده ایالات د ارام سمندر له ترانزیټي تړون ووتل

*******

ایکسپریس ټربیون وايي، قمر جاوید باجوه همدا خبره د امریکا د پوځ عمومي قومندان جوسیف ووټل ته هم تیره اونۍ په یوه لیدنه کې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په اړیکو متمرکزه وه کړې ده .

پاکستاني رسنۍ په داسې مهال دا خبرې کوي چې په کابل، کندهار او هلمند کې د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته ولسمشر اشرف غني په یو ټیلفوني تماس کې د پاکستان د پوځ مشر باجوه ته ویلي وو، ددې بریدونو پلانونکي په پاکستان کې ازادنه فعالیتونه کوي او پر ضد یې هیڅ ډول اقدام نه دی شوی.

راپورونه وايي، د پاکستان د پوځ نوی مشر جنرال جاوید قمر باجوه د افغانستان په اړه د امریکا د نوي ولسمشر ډونالډ ترمپ د پالیسۍ څرګندیدو ته منتظر دی چې افغانستان ته سفر وکړي.

افغان چارواکي پاکستان او ایران د وسلوالو طالبانو ملاتړي هیوادونه ګڼي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */