بریا او پرمختګ سیاست

له جګړې تر اوربنده؛ طالبان به په کومه لاره لاړشي؟

لیکنه: ياران

لیکنه: ارشاد رغاند

روانه اونۍ کیدای شي د افغان سولې بهیر لپاره د یوې تاریخي اونۍ نوم خپل کړي، ځکه په یوه تازه ګام کې ولسمشرغني د افغان دیني عالمانو د څو زره کسیزې جرګې او فتوا په غوښتنه افغان ځواکونو ته د وسله والو طالبانو پر وړاندې د یوه لنډ مهالي اوربند امر وکړ.

ښاغلي غني ملت ته په یوه ویډیويي پيغام کې وویل، دا اوربند به د روژې له ۲۷ مې د کوچني اختر تر پينځمې پورې یوازې د افغان وسله والو طالبانو پر وړاندې عملي کیږي.

هغه په ورته وخت کې اعلان کړه، چې له افغان وسله والو طالبانو پرته نورې حکومت ضدې ډلې د دغه لنډمهالي اوربند له امتیازه نه دي برخمن. د ده په وینا د نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې به د افغان ځواکونو مقابله د معمول مطابق روانه وي.

د طالبانو تاریخي ازموینه
د سولې په اړه له روانو هڅو داسې ښکاري، چې طالبان په بېساري ډول اغفال شوي او په یوه تاریخي ازموینه کې ایسار دي. دا وړاندوینه په دې کیږي، چې د جګړې لپاره د دغې ډلې تر ټولو ستره ابزاري وسله او پلمه( جګړې ته د دیني توجیه ورکولو هڅه)د روانې جګړې د حرام والي په اړه د نیږدې دوه نېم زرو افغان دیني عالمانو د پراخې جرګې او فتوا له ورکړې سره تر ډېره له دوی څخه اخیستل شوې ده.

یادو عالمانو پخپله دغه مفصله فتوا کې د روانې جګړې د رد او حرام ګڼلو لپاره د قرآنکریم او احادیثو لسګونه حوالې ورکړي او د سولې لپاره یې د حکومت تګلاره او وړاندیزونه ستایلي دي.

وسله والو طالبانو د دغې فتوا په غبرګون کې دغه فتوا رد او د بهرنیانو فرمایش وباله؛ خو حکومت یې د هرکلي ترڅنګ نن د غوښتنې مطابق دا دی یو اړخیز ډول د اوربند اعلان هم وکړ.

د اوربند د اعلانولو ویډیو؛

د سولې دغه هڅې او د اوربند تر عملي اقدامه د حکومت علاقه مندۍ له یوه لوري او طالبانو ته د جګړې چټکولو په اړه د پاکستاني پوځ د امر موضوع دغه ډله له یوې تاریخي ازموینې سره مخ کړې ده.

دا ازموینه تر ډېره د هغې ازموینې تکرار دی، چې په اویایمه لسیزه کې د پاکستان تابع افغان جهادي مشران د ډاکټر نجیب له حکومت سره د سولې په وړاندیز کې مخ شوي وو.

هغه مهال هم د وخت حکومت د سولې لپاره تر دې ډیر خپلو وسله والو مخالفینو ته په امتیاز قایل شوی و، چې ډاکټر نجیب د رسنیو له لارې پر جهادي مشرانو هېواد ته د ستنیدو او په سوله ییز ډول له ګډ موقت حکومت جوړولو وروسته ده سره د ازادو ټاکنو غوښتنه کوله، خو جهادي مشرانو د پاکستاني ګټو لپاره دا غوښتنه رد کړه، چې پایله یې له چا پټه او د بحث وړ نه ده.

وسله وال طالبان هم په ورته ډول له تاریخي ازموینې سره مخ دي، و به لیدل شي، چې دا ډله د جهادي مشرانو ترخه تجربه تکراروي، که د سولې وړاندیز مني!

اوربند به پایله ورکړي؟
د جګړې د حراموالي په اړه د علماوو له فتوا وروسته ممکن د اوربند لپاره د حکومت یو اړخیز اقدام ډېرو ته د پوښتنې وړ وي او نیوکه ولري، چې د جګړې پر دوام له یوه ټینګارکوونکې ډلې ته اوربند اعلانول څه ضرور دی؟

په دې اړه داسې ښکاري، چې حکومت غواړي د سولې په اړه خپل اخلاص او حسن نیت څرګند کړي. له دې حسن نیت سره نوره سخته ده، چې د جګړې په دوام کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ حکومت هم پړ وګڼل شي، ځکه حکومت د جګړې د یوه مشروع او مقتدر لوري په توګه سولې ته په ټوله کې د طالب وسله والو د نه لېوالتیا باوجود لومړنی عملي ګام واخیست.

له دې وراخوا دغه اقدام د طالبانو د پاشل شوي جوړښت انشعابي ډلو ته له سولې بهیر سره د ملګري کیدو لېوالتیا په عملي ګام بدلوی شي. په دې برخه کې ډېره هیله شته، چې دا کار به د وسله والو طالبانو ترمنځ د انشعاب کچه لوړوي او یوه د پام وړ برخه جنګیالي به یې سولې بهیر ته راځي.

که ممکن داسې وهم نه شي، افغان حکومت ته به د نورو وسله والو ترڅنګ له وسله والو طالبانو سره هم د سرکښو یاغیانو په شان د چلند جواز په لاس ورشي او حکومت به په خلاص مټ له دغو ډلو سره د جدي متشدد چلند له حقه برخمن شي.

له فیسبوک تبصرې

تبصرې

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران