افغانستان سوله سیاست نړۍ

له غني څخه د اروپايي ټولنې مخ اړول؛ اروپایان د سولې په اړه د امریکایي اجنډا ملګري شول!

لیکنه: بشر درویش

د برتانیې پلازمېنه لندن د چارشنبې په ورځ په نا اعلان شوي ډول د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې د یو شمېر مهمو هېوادونو د ګډې ناستې کوربه و.
دا ناسته د افغان سولې بهیر د ملاتړ په نوم جوړه شوې وه.

د رسمي اعلامیې جزیات
د برتانیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسمي اعلامیه کې ویلي،چې د دغې ناستې پرمهال ټولو خواوو د افغان سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ د افغانانو ترمنځ په عاجل ډول د سولې په اړه د بین الافغاني مذاکراتو د پیلیدو غوښتنه وکړه.

سرچینه زیاتوي: په دغه ناسته کې د امریکا ، برتانیې، المان، فرانسې، ایټالیې او ناروې استازو برخه لرله.

په دغه ناسته کې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ او دغه شان د سولې په مذاکراتو کې د افغانستان پر خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او د اوسني نظام د لاسته راوړنو او بشري حقونو پر تامین ټینګار شوی دی.

اصلي پيغام څه دی؟
د دغې ناستې اصلي پیغام دا دی، چې اروپایي ټولنې او امریکا په نامستقیم ډول یو ځل بیا د قطر مذاکراتو پر پیلیدو ټینګار کړی دی.

دوی په خپره کړې اعلامیه کې د سولې د مذاکراتو په اړه په مشخص ډول د افغان حکومت د رول یادونه نه ده کړې.

له دې سره ښکاري، چې د غونډې اصلي پيغام د امریکا په هڅو د قطر د مذاکراتو د پيل شوې لړۍ لپاره نړیواله لابي ګري ده.

په یادو مذاکراتو،چې ټاکل شوې وه د تېرې شنبې پر ورځ یې د قطر مرکز دوحه د یوه مهم پړاو کوربه وي، افغان ولسمشر اشرف غني خنډ شو.

غني دغو مذاکراتو ته د سیاسي ډلو، مدني ټولنو، حکومتي چارواکو او نورو قشرونو د استازو یو دوه نیم سوه کسیز اوږد لیست استولی و، چې طالب استازو رد او تمسخر کړ.

په لندن کې د پرونۍ ناستې عکس. انځور: پرواینټر

نړیوالې خواشینۍ
د یادې ناستې په سر د ارګ او طالبانو اختلاف د ناستې د ځنډیدو سبب شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپو په دې اړه ولسمشر غني سره ټلیفوني خبرې وکړې او د ناستې په ترسره کیدو یې ټینګار وکړ.

روسیه هم د امریکا په شان د دغې ناستې ځنډ خواشینې کړې وه.

په کور دننه مخکینی ولسمشر حامد کرزی هم په دې موضوع خواشینی و او د ناستې په زر ترسره کیدو یې ټینګار وکړ.

امریکا څه لوبه کوي؟
امریکا د قطر مذاکراتو له ځنډیدو سره د افغان حکومت لخوا تر فشار لاندې راغی او د سولې لپاره تر لاس لاندې اجنډا یې د وخت له پلوه ځنډ او زیانمنه شوه.

دغه هېواد اوس اروپایي هېوادونه په داسې وخت د ځان ملګري او د سولې په اړه یې د خپلو هڅو تایید ته وهڅول، چې کابل د سولې مشورتي لویې جرګې لپاره په وروستیو تیاریو اخته دی.

یاده جرګه د قطر مذاکراتو پر وړاندې د ولسمشر غني بدیل ادرس و.

غني له دغې جرګې سره غوښتل، چې د قطر ناسته او خپل سیاسي مخالفین ټول کم راولي او په کور دننه له خپل سوله ییز پلان څخه ملاتړ قوي کړي.

خو اوس د جرګې له نیږدې کیدو سره امریکا او روسیې دواړو په مختلفو ډولونو له افغانستانه بهر د سولې مذاکراتو د بیا پيل لپاره مختلف چینلونه فعال کړي او دیپلوماتیک فشارونه یې زیات شوي.

د غني د نړیوال ملاتړ کمرنګه کیدل
له څه مودې راهیسې، چې د ولسمشر غني او امریکا متحده ایالاتو اړیکې په ښکاره تر ترینګلتیا ورسیدې، غني او په ارګ کې نیږدې ټیم یې له اروپایي ټولنې سره ځانونه نیږدې کړل.

په دې لړ کې د غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او خپله ښاغلي غني څو ځله د اروپایي ټولنې له سفیرانو سره ګډې ناستې وکړې او ترې ویې غوښتل، چې د افغان حکومت کلکه ملا وتړي.

اروپایي ټولنې هم ظاهراً د هوکړې سر وخوځوه، تر دې چې د بهرني سیاست مسوله یې یو ځل کابل ته په ناڅاپي سفر راغله او په سپینو ټکو یې د غني د سوله ییزو هڅو ملاتړ وښود.

اوس په برتانیه کې له وروستۍ ناستې داسې ښکاري، چې امریکا او متحدینو یې اروپایي ټولنه د خپل همېشني ملاتړي ځواک په توګه د افغان سولې قضیه کې هم د خپل دریځ ملاتړ ته بللې ده.

دا په واقعیت کې له ولسمشر غني څخه د خورا کمرنګه نړیوال ملاتړ نور کمرنګه کول دي، چې له شک پرته د هغه لپاره به لوړه بیه ولري!

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي