سیاست

د «سترمعلم» پر لقب ناندرې؛ غني که عطا یې وړ دی؟

لیکنه: بشر درویش

بلخ ته د ولسمشرغني د څو ورځې وړاندې سفر پرمهال د بلخ د ښوونکو د ټولنې له ادرسه په یوه ستره غونډه کې ښاغلي غني ته د « ستر معلم» لقب ورکړل شوی.

د ښاغلي غني پلویانو، هغه ته د دغه لقب ورکول ستایلي او تود هرکلی یې کړی.
خو د غني یوه سرسخته سیاسي مخالف عطا محمد نور په دې اړه توند غبرګون ښودلی.

ولې د «ستر معلم» لقب؟
هغو کسانو، چې ښاغلي غني ته یې د «سترمعلم» لقب ورکړی د دغه کار دلیل یې د هغه اکاډمیکه سابقه او له معارف سره د هغه ځانګړې علاقه مندي ګڼلې.

دوی او د ولسمشرغني ډېر پلویان باور لري، چې غني په خاص ډول معارف او پرمختګ ته یې ډېر کار کړی.

اشرف غني احمدزی، چې د یوې برتانوي رسنۍ په نظر پوښتنه کې په ۲۰۱۲ کال کې د نړۍ دویم مفکر اعلان شوی، خپله هم ځان د لوستي او روڼ انده قشر استازی ګڼي.

د عطا محمد نور اعتراض
عطامحمد نور، چې هم د بلخ د والي په توګه او هم اوس د ولسمشرغني له سرسختو سیاسي مخالفینو څخه دی، هغه ته په بلخ کې د «ستر معلم» لقب ورکول ناسم کار ګڼلی.

نور، له جمیعت اسلامي تنظیم سره د اوږدې سابقې ترڅنګ ډېره لږه موده د بلخ په کوم ښوونځي کې ښوونکی پاتې شوی، خو پلویان یې له نامه سره د «استاد» ټکی هم کاروي.

ښاغلی نور او پلویان یې ادعا لري، چې هغه په بلخ کې د ولایت د دندې پرمهال دغه ولایت ته په هراړخیز ډول، په ځانګړې توګه د معارف په برخه کې ډېر خدمت کړی.

عطامحمد نور، چې ولسمشرغني یې د نفوذ اصلی مرکز(بلخ ) ته د ده د توقع خلاف له تاوده هرکلي سره مخ او حتا د «سترمعلم» په لقب ونازول شو، هغه ته یې د دغه لقب ورکول تر پوښتنې لاندې راوستي.

عطا محمد نور وایي، ښاغلي غني ته دغه لقب یو شمېر«چاپلوسانو» او «فرصت طلبو» د خپلو اقتصادي ګټو لپاره ورکړی.

د ده په ادعا، کومو کسانو چې ولسمشرغني ته د «سترمعلم» لقب ورکړی، د بلخ د ټولو ښوونکو استازیتوب نه کوي.

د نور په ادعا، د بلخ زرګونه ښوونکو مخکې په یوه څو زره متریز کاغذ کې د لاسلیکونو په کولو سره ده ته «د معارف ستوري» لقب ورکړی و، خو ښاغلي غني ته ورکړل شوی لقب د ټولو ښوونکو نظر نه دی.

سیاسي لقبونه
په افغانستان کې ورته لقبونه که هغه ښاغلي غني ته ورکړل شوي، یا ښاغلي عطا یا بل چا ته، تر ډېره سیاسي او سلیقوي بڼه لري.

د سیاسي لقبونو لړۍ دلته خورا اوږده ده. د داودخان له رژیم نسکورولو وروسته پخوانیو کمونیستانو؛ په ځانګړي ډول حفیظ الله امین نور محمد تره کي ته « د انقلاب لارښود او رهبر» لقب ورکړ، خو د واکمنۍ په درېیمه میاشت کې پر خوله بالښت ورکېښود او ویې واژه.

په نورو بېلګو کې پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ته «د ملت بابا»، احمد شاه مسعود ته د «ملي اتل»، عبدالعلي مزاري ته د « ملي یووالي شهید»، قومندان عبدالحق ته «د ملت شهید»، حکمت خلیل کرزي ته د « ولس شهید» او ځینو نوروته پخواني ولسمشر کرزي او اوسني ولسمشر غني دا ډول لقبونه ورکړي.

د تنظیمي واکمنۍ پروخت لنډمهاله ولسمشر صبغت الله مجددي جنرال دوستم ته له ده سره د ښو اړیکو پروخت د «خالد بن ولید» لقب ورکړی و، خو وروسته یې د اړیکو له خړیدو سره هغه « کمونیست» او «ملحد» ګڼلی و.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي