روغه سټه

د نارینه و د جنسي سلامتۍ لپاره د غاښونو او وریو پاک ساتل مهم دي

ډاکتران وايي، د هغوې چې خوله او غاښونه خیرن وي، جنسي قوت يې ورځ تر بلې کمزوری کیږي او همدا سبب شي چې بیا یې په حکیمانو ګرځي، یا په تعویذګرو او یا هم د یوناني طبیبانو په دکان کې ناست وي.

تاسې ته به حیرانوونکي وي؛ خو ډاکتران وايي د وریو( Gum ) ناروغي د نارینه تناسلۍ اله کمزورې کوي.

د مهمو څیړونو په ژورنال کې، د چین دا نوې خپره شوې څیړنه وايي، چې د نارینه جنسي کمزوري د هغه د ورویو د ناروغیو سره نیغ په نیغه اړیکه لري.

د پلټنو له مخې د انګلستان ۵۰ سلنه خلک د وریو او غاښونو له ناروغۍ کړیږي، چې له ۱۰ تر ۱۵ سلنه يې د غاښونو مهمه برخه له لاسه ورکوي.

په همدې اساس د غاښونو پاک ساتل نه یواځې دا چې د غاښونو د جوړښت او روغتیا لپاره ضرور دي، بلکې د نارینه جنسي ځواکمنتیا کې هم رغنده رول لري.

ډاکتران وايي، چې د ورویو ناروغي د نارینه تناسلي الې ته د وینې غزیدلې رګونه زیانمنوي او ورته په سمه توګه وینه نه شي رسولی.

د نارینه جنسي کمزوري یوازې د وریو یا غاښونو په ناروغۍ پورې نه ده تړلې؛ بلکې ګڼ شمیر نور عوامل، چې په هغې کې کمزوری غذايي رژیم، سګرټ څکول، د تمرین یا سپورت نه کول، عمر او ارثي خواص راځي.

نارینه د جنسي کمزوري نور لاملونه ممکن تشویش، خپګان، ویره او ستړیا اووسي. د الکولو استعمال، د وینې لوړ فشار او لوړ کلسترول هم انسان په جنسي او جسمي لحاظ کمزوری کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */