اقتصاد بریا او پرمختګ

په واقعي نړۍ کې د بریالیتوب څو ټکي

ژباړه: محمد عزيز پردېس

۱- د نورو مشاور واوسئ.
هغه څوک چې د لارې په لومړيو کې دی، له هغه سره خپل مالومات او تجربې شريکول؛ د خپلې د پوهې د غښتلي کولو ترټولو غوره لار ده. سربېره پر دې کله چې د مشاور په رول کې ياست، مجبور يۍ چې د خپلو اطلاعاتو اندازه مو لوړه کړئ.

۲- نقليه وسيله په درسي ټولګي واړوئ.
مونږ ټول په اوسط ډول هره ورځ د يوه ساعت لپاره په لاره يوو ترڅو خپل کاري دفتر يا د کار ځای ته ورسېږو او په اغلب ګومان دومره موده مو د لارې د بندش او ټرافيک له امله ضايع کېږي.
کولی شو چې په دې يو ساعت کې ډېر څه زده کړو. شونې ده چې د دې يو ساعت په ترڅ کې د خپل موبايل په مرسته له غږيزو ګتورو کتابونو، کلېپونو… څخه ګټه پورته کړو او يا هم پند لرونکو مصاحبو ته غوږ ونيسو.

۳- همدا اوس يې ترسره کړئ.
ټنبل مه اوسئ. په خپلې سستۍ برلاسي شئ، ساده او واړه کارونه سمدستي ترسره کړئ.
د وړو کارونو په ترسره کولو سره کولی شئ چې په فرصت او آرامۍ سره مهمو کارونو ته وخت ومومئ.

۴- انرژي لرونکي چاپېريال کې کار وکړئ.
چاپېريال د انسان د وړتياو په لوړولو کې يو مهم عامل ګڼل کېږي. خپل شاوخوا په داسې بڼه اوډون کړئ چې د وخت په تېرېدو له هغه ځايه خوند واخلئ.
ښايي ستاسو قدرت د کاري چاپېريال د شرايطو د بدلون لپاره محدود وي، خو د دوستانه چاپېريال يا فضا په رامنځ ته کولو، د ښې رويې په کولو او د حسادتونو په راکمولو سره کولی شئ چې تمرکز رامنځ ته کړئ او کاري ساحه مو ځان ته خوندوره کړئ.

۵- هغه توکو ته چې اړتيا لرئ، بايد د لېست څو کاپيانې يې تل درسره وي.
د هغو کارونه څخه ډډه وکړې، چې د بياځلې په ترسره کولو سره يې ستاسو وخت ضايع کېږي. د بېلګې په ډول، د دې پرځای چې د هرې اونۍ په پای کې د کور د سودا لپاره نوی لېست وليکئ؛ هڅه وکړئ چې د سودا لپاره يو جامع لېست برابر کړئ، يوه کاپي يې د کور په يوې المارۍ يا هم بل ځای کې ونښلوئ. هر څه چې ختمېدل، همغه وخت د هغې پر مخ يو خط کش کړئ؛ د اخېستلو په ورځ به پرته له ځنډه بهر ووځئ.

۶- د ۲۴ ساعتونو په موده کې کوم ساعت تاسو لپاره د کارونو د ترسره کولو غوره موکه ده؟
هرڅوک د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د ځانګړو ساعتونو لپاره ښه فعال وي. هڅه وکړئ چې له هماغه شېبو څخه په ښه توګه ګټه پورته کړئ. خپل مهم کارونه همدې وخت ته ځانګړي کړئ، ترڅو په ښه او آرامه فکر سره کار وکړی شئ.

۷- سهار وختي پاڅېږئ.
کله چې سهار وخته له خوبه ويښ شئ، نو ورځيني ساعتونه به مو اوږده شي.
په سهار کې د ۸ بجو پر ځای ۶ ويښېدل، له تاسو سره مرسته کوي ترڅو په کمې دمې سره ډېر کار ترسره کړئ. د نړۍ ځيني ترټولو بريالي کسان سهار وختي له خوبه پاڅېدل.

۸- ښه او په وخت سره خواړه وخورئ.
کله چې وږي ياست، مغز مو نشي کولی چې په سمه توګه تمرکز وکړي.
موږ ډېری وخت په خپل کار کې دومره ډوبېږو چې خوراک چورلټ هېروو يا په ناسالمه خوړو خپل ځان ته قناعت ورکوو. د مغز د ښه تمرکز لپاره بايد ښه او سالمه خوراک وخوړل شي.

۹- هغه عوامل چې ستاسو حواس ګډوډوي، بايد له منځه يوړل شي.
د جالبو او وسوسه زېږوونکو مواردو ترڅنګ به دا ستونزمن وي چې په کار تمرکز وشي. بريالي کسان په دې پوهېږي چې څنګه تمبلۍ څخه ځان وژغوري او خپل کار ته دوام ورکړي.
د مهمو او حساسو کارونو د ترسره کولو پر مهال له هغو مواردو څخه ډډه وکړئ چې حواس مو ګډوډوي. د بېلګې په ډول، ټلويزون مو ګُل کړئ او يا هم د موبايل زنګ بند کړئ.

۱۰- هغه کارونه چې ترسره کوئ، بايد مينه ورسره ولرئ.
کوم کسان چې په خپل کار مئينان دي، ښې پايلې ترلاسه کوي. د داسې کسب يا دندې په لټه کې واوسئ چې ستاسو سرګرمي هم واوسي.
په دې بڼه به مو د برياليتوب د ثبت کتاب هم تغير ومومي. که کولی شئ خپل کار په سرګرمۍ واړوئ، هېڅکله به ترې زړه توري نه شئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد عزیز پردیس

محمد عزیز پردېس منځنۍ زده کړې د کندز په حضرت علي لېسه کې او لوړې زده کړې يې د کندز پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي په پښتو ځانګه کې کړي دي.
نوموړی دمګړی له يو خصوصي انستيتوت سره د ژباړې په برخه کې بوخت دی.
د ياران وېبسايټ څخه يې هر اړخيزې ليکنې او ژباړې لوستلی شئ.
په یاران کې د عزیز پردیس د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق یوازې له یاران سره خوندي دی