د نړۍ نابغه ماشومان

لیکنه: شپنه حیدري

ځینې ماشومان فوق العاده ځيرک وي، IQ یا د هوښیارتیا کچه یې لوړه وي او په چټکۍ زده کړه کولای شي، ځينې یې ښوونځي ته تر تلو وړاندې په ډېرو شیانو پوهېږي، ځينې بیا د بېلابېلو ناروغیو له امله په لوړ عمر کې هم په هېڅ نه پوهېږي.

ځينې ماشومان بیا داسې وي چې د عمر په لومړیو کې په هېڅ نه پوهېږي خو وروسته بیا غټ پوهان ترې جوړ شوي دي د بېلګې په ډول البرټ انیشټین چې تر څلور کلنۍ یې ان خبرې هم و نکړې، اېساک نیوټن د نړۍ تر ټولو ستر ریاضي پوه په ماشومتوب کې ډېر تنبل وو، جېمز واټ چې د بخار د ماشین کاشف دی خلکو احمق باله او داسې نور ډېر پوهان شته چې په ماشومتوب کې یې د هوښیارتیا او نبوغ څرک نه لګېده خو وروسته بیا ستر پوهان شول.

بل لور ځينې ماشومان بیا خدای ور کړی استعداد او نبوغ لري چې د عمر په لومړیو کې یې را څرګندېږي.

دلته همداسې څو ماشومان در پېژنو:

۱ – عبدالرحمن فارح الجزایري : د قران کریم کم عمره حافظ

عبدالرحمن د الجزایر هېواد اوسېدونکی دی، د عبدالرحمن فارح الجزایري نوم دهغو ماشومانو په سر کې دی چې په کم عمر یې قرانکریم حفظ کړی دی.

د عبدالرحمن مور وايي چې هغې په خپله هر وخت د قران تلاوت کاوه او د جمعې په ورځ به یې الکهف ، الملک، الناس او الفلق سورتونو تلاوت هېڅکله نه هېراوه او د عبدالرحمن تر پيدایښت وروسته به یې هغه ته هم هره ورځ قران ور اوراوه او تل به یې نبوي سنت دعاګانې کولې.

مور یې وايي هر وخت به یې عبدالرحمن لیده چې د قران ایتونه به یې له ځان سره لوستل او له قران پرته په بل هېڅ شي نه کرارېده او کله به چې ما ورته په ټیلویزیون د کارتون یا د ماشومانو بله کومه خپرونه ښودله نو نه به یې منله او د قران چینل را اړولو ته به یې اړ ایستلم.

د عبدالرحمن مور او پلار وايي چې نور ماشومان په لوبو او د لوبو په سامانونو خوشالیږي خو عبدالرحمن تل د قران د غږ په اورېدو خوشالېږي او په څېره یې خندا له ورایه ښکاري.

عبدالرحمن په ۲ کلنۍ قران په بشپړ ډول په یادو یاد کړ او وروسته بیا د الجزایر د حج، اوقاف او ارشاد وزارت له لوري د قرانکریم د کم عمره حافظانو نړیوالې سیالۍ ته و استول شو چې په جده کې ترسره شوه. نوموړي د دې سیالۍ اتلولي هم په خپل نامه کړه.

عبدالرحمن فارح د الجزایر د هغه وخت د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقة له لوري هم ستایل شوی او پالل شوی دی. نوموړی چې فوق العاده ځیرک ماشوم دی په سعودي کې په بېلابېلو محفلونو کې تلاوت وکړ او خلکو یې د قران تلاوت ډېر خوښ کړی دی.

۲ – اکریت جاسوال : ۷ کلن جراح


اکریت جاسوال په هند کې زېږېدلی دی، او د دغه هېواد او نړۍ له ډېرو ځیرکو ماشومانو له ډلې یو دی.

نوموړي په ۲۰۰۰ زېږدیز کال کې د طبابت په برخه کې خپله لومړنۍ بریا ترلاسه کړه، د دغه جراح نابغه ماشوم لومړني کار د یوې داسې ۸ کلنې ماشومې جراحي عملیات وو چې سخته سوځېلې وه او روغتون ته د تګ پیسې او امکانات یې نه درلودل، اکریت چې د جراحي هېڅ تجربه یې نه درلوده، انجلۍ عملیات کړه او له احتمالي مرګ او معیوبیت څخه یې و ژغورله.

اکریت جاسوال د طبابت په برخه کې مطالعې ته دوام ور کړ او په ۱۲ کلنۍ کې یې د سرطان د درملنې، درمل جوړ کړل. نوموړی اوس مهال د هند د طبابت تر ټولو کوچنی محصل دی.

۳- کلئوپاترا ستراتان : سندرغاړې
سټراټان درې کلنه ماشومه ده او دومره ښکلی سندریز غږ لري چې د هرې سندرې په بدل کې ۱۵۵۰ ډالره اخلي.

کلیوپاترا د ۲۰۰۲ زېږدیز کال د اکتوبر په ۶مه نړۍ ته سترګې غړولې دي، نومړې د مالډیوي-رومانیايي سندرغاړي پاول سټراټان لور ده. کلیوپاټرا لومړنۍ ماشومه ده چې په ډېر کم عمر کې یې د سندرغاړې په توګه سوداګریزې بریاوې ترلاسه کړې دي.

په ۲۰۰۶ زېږدیزکال کې د کلیوپاترا د سندرو لومړنۍ البوم ( په ۳ کلنۍ -La vârsta de 3 ani) په نامه بازار ته وړاندې شو. بل البوم یې ( په ۵ کلنۍ -La vârsta de 5 ani) نومېده چې په ۲۰۰۸ زېږدیز کال یې بازار ته وړاندې کړل. دوه نور البمونه یې د کریسمیس جادو (Crăciun Magic) په ۲۰۰۹ کال او د ماشومانو او ځوانانو لپاره سندرې او نغمې (Melodii Pentru Copii) په ۲۰۱۲ کال کې بازار ته وړاندې شو.

کلیوپاټرا په ډېر کم عمر ځينې ریکارډونه په خپل نامه کړي دي چې په لاندې ډول ترې یادونه کوو:
د دوه ساعتونو لپاره په ژوندۍ بڼه غټ شمېر نندارچیانو ته سندرې ویل او کنسرټ.
تر ټولو ځوانې هنرمندې په توګه له سندرو نه تر ټولو زیات عاید ترلاسه کولو ریکارډ.

تر ټولو کم عمر لرونکې سندرغاړې په توګه د MTV د جایزې ترلاسه کولو ریکارډ.
په رومانیا کې د لومړي مقام لرونکې تر ټولو ځوانې سندرغاړې ریکارډ هم د کلیوپاترا په نامه دی.
د یادونې وړ ده چې کلیوپاترا اوس ۱۶ کلنه ده او موسیقي په برخه کې یې زیاتې بریاوې انتظار باسي.

۴ – الیتا انډري : انځورګره
الیتا اندري د ۲۰۰۷ کال د جنورۍ په ۹مه د اسټرالیا په ملبورن ښار کې زېږېدلې ده، پلار اسټرالیاوي مایکل انډري او مور یې روسۍ نیکا کلاشینکوفوا ده.

الیتا د ۹ میاشتو په عمر نقاشۍ او انځورګرۍ ته مخه کړه خو نوموړې هغه مهال مشهوره شوه چې مور یې نیکا کلاشینکوفوا د نوموړې د انځورګرۍ ځينې بیلګې د اسټرالیا په ملبورن کې یوه هنري بنسټ سره شریکې کړې، دغه بنسټ تیاری و ښود چې د الیتا انډري چې هغه مهال یې یوازې ۲۲ میاشتې عمر درلود، هنري اثار یې د Creating Brunswick Street نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

الیتا انډري د اسټرالیا په ملبورن کې د نندارتون ترسره کولو وروسته په لندن، هانګکانګ، ایټالیا، نیویارک او په وروستیو کې د روسیې د سنپیترزبرګ د ښکلو هنرونو په موزیم کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ. خو نوموړې نړیوال شهرت هغه مهال ترلاسه کړ چې د نیویارک په منهاټن کې یې د جون میاشتې له ۴مې تر ۲۴مې پورې خپل هنري اثار اګورا ګالري کې نندارې ته وړاندې کړل. په دغه نندارتون کې د ماشومې انډري ۲۴ انځوریز اثار نندارې ته ایښودل شوي وو چې هر یو یې له ۴۴۰۰ ډالرو نیولې بیا تر ۱۰زرو ډالرو پورې وپلورل شول.

نوموړې هانګکانګ ته هم د نندارتون لپاره سفر کړی دی چېرته چې هغې خپله یوه نقاشي په ۲۴۰۰۰ ډالرو وپلورله.

الیتا انډري اوس ۱۲ کاله ۲ میاشتې عمر لري او د اسټرالیا د ملبورن ښار کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.

۵ – ګریګوري سمیت : په ۱۲کلنۍ د نوبل د سولې د جایزې نوماند

ګریګوري سمیت په کال ۱۹۹۰ زېږدیز نړۍ ته سترګې پرانیستي دي، په دوه کلنۍ یې لیک لوست کولای شو او په لس کلنۍ پوهنتون ته لاړ.

تحصیلي نبوغ د دغه ځوانکي ماشوم د ژند یوه برخه ده، نوموړی د تحصیلي نبوغ تر څنګ د سولې تږی دی او په نړۍ کې د ماشومانو د حقونو او د نړۍوالې سولې له فعالانو یو دی او د ځوانانو د دفاع په نامه د یوه سازمان بنسټ ایښودونکی او مشر هم دی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځوانانو او ماشومانو ته د سولې اصولو زدکړې ور کوي.

ګریګوري سمیټ د امریکې د متحده ایالتونو له پخواني ولسمشر بیل کلینټن او میخایل ګورباچو سره مجلسونه کړي دي او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته یې وینا هم کړې ده.

نوموړی په ۱۲ کلنۍ د نوبل سولې جایزې ته هم نومل شوی وو.

۶ – مایكل کېون کرني : فلمغاړی او کمپیوټر پوه

مایكل کېون کرني اوس ۳۵ کلن دی، د ۱۹۸۴ کال د جنورۍ په ۱۸مه د امریکې د متحده ایالتونو هووايي ایالت په هنالیلو کې زېږېدلی دی. مور یې جاپان توکمه امریکايۍ او پلار یې د امریکې د متحده ایالاتونو اوسېدونکی دی، د نوموړي مور او پلار د نوموړي په زده کړو کې خورا ډېر زیار ګاللی دی او هغه ته یې په کور کې زده کړې ورکولې.

مایکل د ۴ میاشتو په عمر په خبرو پیل وکړ، ۶ کلن وو چې له ښوونځي فارغ شو په کال ۱۹۹۸ د لیسانس په کچه خپلې زده کړې په انسان پېژندنه یا انټروپولوجي کې بشپړې کړې او د تر ټولو کم عمره لیسانس لرونکي ماشوم ریکارډ یې په خپل نامه کړ، په ۱۴ کلنۍ یې خپله ماسټري د کیمیا په برخه کې ماسټري و کړه او دویمه ماسټري په کمپیوټر ساینس کې په ۱۸ کلنۍ بشپړه کړ او تر دې وړاندې په ۱۷ کلنۍ د پوهنتون استاد شو.

نوموړی د خپل پېر فوق العاده ځیرک ماشوم وو، نوموړي په ۲۰۰۸ زېږدیز کال د (څوک غواړي میلیونر شي) ټیلویزیوني خپرونه کې یو میلیون ډالر وګټل او لا ډېر شهرت یې ترلاسه کړ.

نوموړی د هالیووډ له مطرح فلمغاړو څخه یو دی او د کورنۍ بیا یووالی: یو وېرونکي خیال (Family Reunion: A Relative Nightmare) او څوکۍ (Chair) په نامه فلمونه هم لري.

۷ – كیم اونگ یونگ : فزیک پوه
کیم په ۱۹۶۲ زېږدیز کال د مارچ په ۸مه نیټه د کوریا په ټاپو کې نړۍ ته سترګې و غوړولې. کیم اونګ یونګ چې اوس ۵۷ کلن دی لا هم د نړۍ ډېر ځيرک شخص ګڼل شوی دی.

نوموړي په څلورکلنۍ په جاپاني، کوریايي، جرمني او انګریزي ژبو خبرې کولای شوې، او په ۴ کلنۍ یې د ای کیو IQ یا د حافظې په ازمیښت کې تر ۲۰۰ پورته نومرې واخیستې چې د ۷ کلن ماشوم له حافظې سره برابرې نومرې دي. په پنځه کلنۍ کې یې د ډیفرانسېل او انټیګرال تر ټولو سختې مسلې او معادلې حل کولای شوې. نوموړي په همدې لږ عمر په فیوجي سیمه ایز ټيلویزیون Fuji Television راښکاره شوو او د پنځه کلونو په عمر یې په ټیلویزیون د لیدونکو په وړندې تر ټولو سختې معادلې حل کړې.

کیم چې اوس د منځني عمر لرونکی دی د ۳ او ۶ کلنۍ تر منځ په افتخاري ډول په هانګ یانګ پوهنتون کې شامل شو او په ۸ کلنۍ د کلوراډو پوهنتون ته لاړ او هلته یې د هستوي یا اټومي فزیک په برخه کې زدکړې پیل کړې وروسته بیا د ماسټري په کچه د زدکړو تر بشپړولو وروسته ناسا NASA یا د امریکې د متحده ایالتونو فضايي ادارې ته ور و غوښتل شو او هلته یې لس کاله کار وکړ. نوموړی په ناسا کې د خپل کار د کلونو په اړه وايي:
هغه وخت ما لکه د یوه ماشین غوندې ژوند درلود، سهار له خوبه را پاڅېدم، وځنۍ سپارل شوې معادلې به مې حل کولې، خوراک به مې کاوه، بېرته به ویده کېدم او همداسې وخت تېرېده. زه په ریښتیا نه پوهېدم چې څه کوم، نه یاران وو نه دوستان، بېخي یواځې شوی وم.

د امریکې د متحده ایالتونو تر اوږد علمي او کاري سفر وروسته کیم اونګ یونګ بېرته کوریا ته را وګرځېد او دا چې د کوریا د تحصیلي سیسټم پر بنسټ د هغه امریکايي زده کړې نه منل کېدې نو نوموړی یو ځل بیا اړ شو چې له سره بیا ښوونځي ته لاړ شي او زدکړې وکړي. هغه په دوه کلونو کې لومړنۍ او ثانوي زدکړې بشپړې کړې او د چنګ بیوک ملي پوهنتون ته د لوړو زده کړو لپاره و منل شو او له همدغه پوهنتون څخه یې د ودانیو په انجنیري کې دوکتورا ترلاسه کړه.