خواړه روغه سټه

د نارنج، لبلبو او ګازرو جوس د سترګو لید زیاتوي

لیکنه: ډاکتر جوزیف میرکولا
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

نویو څیړنو ښودلې چې د نارنج ، لبلبو (چغندر) او ګازرو جوس د سترګو لید زیاتوي او له کمزوري کیدو یې ساتي.

ګټې یې:
۱. نارنج – په خپل جوړښت کې C او Bویټامینونه، پوتاشیم او فلاونوئید (هغه مواد چې P ویټامین ته ورته دي او د وینې بهیدنې ضد خاصیت درلودونکي دي) لري.
نارنج د بې شمیره روغتیایي ګټو له کبله یوه نوموتې ترکاري ده.
په نارنج کې فلاونوئید مواد د دې توانايي لري، چې شدید سوخت ارام کړي او له نورو ناروغیو لکه د زړه ناروغي، شکرې ناروغي، د هډوکو د کمزوري کیدو او دوړیدو ناروغي، لیونتوب او سرطان څخه مخنیوی وکړي.

۲. لبلبو (چغندر) – په خپل جوړښت کې B1 ویټامین، نایټریټ (د ښورې مالګه) او نور منرالونه، په ځانګړي توګه منګانیز لري.
د دغې ترکارۍ په وجود کې نغښتي ویټامینونه او منرالونه د دې توانايي لري، چې مغز ته د وینې جریان زیات کړي، د شکرې ناروغي کنټرول کړي او پښتورګي او ځیګر فعاله کړي.

۳. ګازرې – په خپل جوړښت کې ځیني منرالونه لکه پوټاشیم، وسپنه، مګنیزیم او A ویټامین لري.
دغه ترکاري د سترګو لید زیاتوي، د انسان پوستکی نه پریږدي چې ژر خراب شي، د پوستکي له سرطان څخه مخنیوی کوي، دفاعي سیستم پیاوړی کوي، پښتورګي نه پریږدي چې له فعالیته وغورځي یا هم کمزورې شي او له وخته مخکې مړینې څخه مخنیوی کوي.

د جوس جوړولو لازم مواد:
• ۴ دانې نارنج (په هره اندازه چې واوسي)
• ۱ دانه لبلبو “چغندر” (په هره اندازه چې واوسي)
• ۲ دانې ګازرې (په هره اندازه چې واوسي)
• اختیاري: یوه کاچوغه ګبین (عسل)

لارښونه:
• لومړۍ نارنج، لبلبو “چغندر” او ګازرې ومینځئ او ټوټه ټوټه/چمتو یې کړئ
• بیا یې په جوسر کې واچوئ او جوس ترې جوړ کړئ
• چې کله جوس جوړ شو، نو سم دلاسه یې وڅښئ
یادونه: هڅه وکړئ چې له ډوډۍ مخکې یې وڅښئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل