سپورټ نړیوال کرکټ

له کریس ګیل سره د یوراج سینګ ټوکې

یوراج سېنګ د هندوستان کیڼ لاسی توپ وهونکی دی، چې په ۲۰۰۷ م کال کې یې د انګلستان خلاف په براډ شپږ شپږیزې وهلې وې.

او کرېس ګېل بیا د نړۍ په کچه د شپږیزو د پاچا په نوم مشهور لوبغاړی دی، چې تل لوبغالي په خپله بې رحمه توپ وهنه مصروف ساتي، تېرو درې لوبو کې یې د افغانستان په سوداګریز کرکټ لیګ کې همداسې یوه چاره ترسره کړه او بلخ لوبډله یې تر پایلوبې و رسوله.

یوراج سېنګ د کرېس ګېل نږدې ملګری دی، کله کله ټوکې ټکالې کوي او کله کله یوځای سندرې هم وایي.

اوس د کرېک ټرېکر په نامه یو وېب سایټ د دواړو د ټوکو په اړه یو مطلب خپور کړی، چې د اکټوبر په ۲۰ مه نېټه خپور شوی دی.

یوراج سېنګ په خپل انسټګرام یو تصویر خپورکړی، چې په ممبيي ښارکې له یو ستر تور روباټ سره ولاړ دی او هغه ته یې ویلي، چې کرېس ګېله ته په ممبيي کې څه کوې؟ ته په شارجه لوبغالي کې وې، ته خو د افغانستان په سوداګریزلیګ کې لوبېدلی، دلته څنګه راغلی یې؟

نوموړی د ممبيي ښار په یوه مغازه کې ولاړ دی او کارټون یا روباټ ته دا خبرې کوي.

وېب پاڼه لیکي، چې یوراج سېنګ او کرېس ګېل خورا نږدې ملګري دي او کله نا کله ډېر ګپ شپ لګوي.

اوس د نړۍ ډېری ورزشي وېب پاڼو دا خبر خپور کړی او نړۍ کې توده مسله ده.

رسنۍ وایي، چې یوراج ته هر کله موقع په لاس ورشي له کرېس ګېل سره ټوکې کوي او دواړه خاندي.

یوراج سېنګ او کرېس ګیل د ۲۰۱۸ کال اې پي ایل کې د کېنګز ایلیون پنجاب لوبډلې لپاره ولوبېدل.

یوراج سېنګ په خپل انسټګرام هغه انځور خپورکړی، چې کارټون ته یې پکې د کرېس ګېل خطاب کړی او ورسره لیکلي یې دي کاکا، ته په ممبيي کې څه کوې، ما فکرکاوه، چې ته په دوبۍ کې یې.

کرېس ګیل له خوا بیا بېرته ځواب داسې لیکل شوی، هاهاهاهاها.

کرېس ګېل د بلخ لوبډلې لپاره په شارجه لوبغالي کې لوبېږي، چې په درې لوبوکې یې پر له پسې نیمه سلیزې جوړې کړي او د یکشنبې په ماښام په پایلوبه کې هم د بلخ لوبډلې لپاره لوبېږي.

کرېس ګېل تر اوسه په روان افغانستان سوداګریز لیګ کې ۲۰۷ منډې جوړې کړي او سل توپونه یې لوبولي؛ چې ۱۶ څلوریزې او شل شپږیزې یې وهلي دي.

سټرایک یې هم ۲۰۷ دی او اوسط یې بیا ۶۹ دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې