خواړه

هوږه؛ خوراک یې ولې خوښوو او له بوی یې بد وړو؟

لیکنه: صادق طارق

هوږه له نیږدې ۵ زره کلونو راهیسې د انسانانو خوښیږي.

دوی له پخوا نه هوږه د خوشبویۍ لپاره په خوراکونو کې استعمالوله او له ګټو او خوشبویۍ یې برخمنیدل.

خو له هماغه وخته پخپلو خولو کې د هوږې د بوی له موجودیته بد وړي.

په پښتو کې خو لا دا متل هم  هوږې بوی پسې ویل شوی:(( چې هوږه ونه خورې، خولې نه دې بوی نه ځي)).

هوږه او ګټې یې

د هوږې خوړلو په ګټو به خبریاست، ګڼې ګټې یې دي او بیا یادونې ته به یې ډېره اړتیا نه وي.

یوه لویه ګټه یې، چې زیات خلک هوږې ته لېواله کوي، د وینې فشار په کمولو کې د هوږې رول دی.

د دې ترڅنګ د هوږې خوړل د میکروب ضد اغېزې لري او په وجود کې د میکروبونو د زیاتیدو او دوام مخنیوی کوي.

د هوږې بوی په خوله کې تر ۲۴ ساعتونو پورې پاتې کیږي.

خو که په نورو خوراکي توکیو کې وکارول شي، د هوږې د بوی دوامداره کیدل کموي او زیات وخت مو نه تنګوي.

د هوږې په جوړښت کې د ګوګړو تیزاب شته چې بدن ته زیان رسوونکو انزایمونو په مخنیوي کې مهم رول لري. په خپلو ورځنیو خوړو کې د هوږې کارول مه هېروئ.

هوږه د لوړ فشار لرونکو کسانو لپاره هم ګټه کوي، خو د دې او نورو ناروغیو د درملنې لپاره ضرور ده، چې د خپل اړوند ډاکټر نظر واخلئ.

په خپل سر د هوږې یا بل هر څه کارول له ګټې کیدای شي زیات زیان درته واړوي.

څه وکړو؟

د هوږې خوړلو ته حتماً ضرورت پېښیږي، یا به مو ورته شوق وي، یا به یې د کومې ناروغۍ او صحي ضرورت له مخې خورئ، خو ځینې ټکي یې په خوراک کې له پامه مه غورځوئ.

یو ټکی دا دی، چې هوږه همداسې وچ په وچه یوازې مه خورئ. که یې په سلاد کې ګډ کړئ، یا یې خوړو کې واچوئ، غوره به وي.

د دې ترڅنګ کولای شئ هوږه همداسې خالصه هم وخورئ او ورپسې کاهو، مڼه، نعنا یا ویلینی او نور خوشبویه شیان ورپسې وخورئ.

د دې لپاره، چې هوږه په ښه او اسانه ډول وخورئ، ښه به وي چې د سپینولو پرځای یې له اچارو څخه استفاده وکړئ.

د اچارو ښیګڼه یې دا هم ده، چې په ښه ډول له نورو موادو سره ګډ شوي وي او د سپینولو او پاکولو له تکلیفه یې خلاصیږئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق