ساینس او ټیکنالوژي

سامسونګ کمپنۍ تر ټولو ګران بیه ګیلکسي موبایل، بازار ته وړاندې کوي

د موبایل مشهوره کمپنۍ سامسونګ سږ د ګيلکسي موبایلونو نوی ماډل ګیلکسي ایس ټین (Galaxy S10) بازار ته وړاندې وړاندې کوي.

ویل کیږي دغه نوې وړاندې کېدونکی موبایل به تر ټولو ګرانبیه موبایل وي.

په وروستیو کې سمارټ فون موبایلو بازار ښه ګرم دی او هر کمپنۍ هڅه کوي چې خپل ښه او په زړه پورې موبایلونه خلکو ته تولید اووړاندې کړي.

په اوس وخت کې د موبایل مشهورې کمپنۍ آي فون او سامسونګ ګیلکسي کمپنۍ دي چې ښه په زړه پورې موبایلونه وړاندې کوي او ډېر مینوال هم لري.

رپوټونه وایي د سامسونګ کمپنۍ لخوا سږ کال ریلیز کېدونکی ګیلکسي ایس ټین(Galaxy S10) به تر ټولو ګران بیه موبایل وي.

د سمارټ فون د نړۍ څارونکی وایي چې د دغه موبایل له وړاندې د ترلاسه کېدو بیه ۱۸۰۰ امریکايي ډالره اټکل شوې چې یو نیم لک افغانۍ کیږي.

د څارونکو په خبره چې کم قیمت به یې هم تر ۱۰۰۰ امریکایي ډالرو پورې وي خو دا یو اټکل دی چې دوی یې کوي.

د دغه موبایل د ګران بیه کېدو لامل هم د سمارټ فون دغو څارونکو ښکاره کړی. دوی وایي چې د ګیلکسي ایس ټین هوښیار موبایل به تر ۱۲ جي بي ریم او یو ټیرابائټ حافظه ولري.

د معلوماتو له مخې دا به د سامسونګ لومړی موبایل وي چې په دومره لوړ کیفیت سره جوړیږي.

خو ځینې نور بیا وایي چې سامسونګ به په دغه فون کې د یو ټیرابائټ پر ځای ۶ څخه تر ۸ جي بي ریم او ۵۱۲ ګیګا بایټ حافظې ځای ورکړي.

د دې څخه غیر یو بل مهمه خبره دا چې سامسونګ به سږ کال خپل یو بل نوی ماډل(Galaxy F) هم بازار ته وړاندې کړي، چې اټکل دی کامیاب موبایل به وي.

خو تر هغې وړاندې داسې ویل کیږي چې راروانې میلادی میاشتې د فبرورۍ په لسمه به ګیلکسي ایس ټین ریلیز شي.

د رپوټ له مخې، په ګیلکسي ایس ټين موبایل کې دوه مخامخ کمرې ځای پر ځای شوي دي چې دواړه به یوځای تصویر اخیستلی شي او د سافټ ویر په مرسته به وکولی شي چې د 3D ایفیکټ هم په کې وکارول شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی