ټولنیز ژوند کورنی ژوند

ښځه خوښوي چې له خاوند دا خبرې واوري

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

که چېرې غواړئ، د تل لپاره د خپلې مېرمنې په زړه کې ځای ولرئ، نو مینه ناکې جملې مه هېروئ. ښځې د خپلې خوښې په لیک لړ کې ځانګړې جملې لري، چې نارینه کولای شي، ترې ګټه واخلي.

ښځې او نارینه له یو بل څخه توپیري نړۍ لري او ښایي هغه جملې، چې یوه ښځه خوشالوي، د یوه نارینه لپاره، چندان ارزښت ونه لري. که چېرې غواړئ خپله مېرمن خوشاله کړئ او هغه په ځان باندې میینه وساتئ، ډېرو هڅو ته اړتیا نه لرئ، بلکې کولای شئ، په څو لنډو جملو او د دې جملو په سمو بیانولو سره، خپله مېرمن خوشاله او آرامه کړئ:

مینه درسره لرم
درسره مینه لرم، تر ټولو ښکلې جمله ده، چې کولای شئ، خپلې مېرمنې ته یې ووایئ او په هغې کې خوښي او خوشالي رامنځته کړئ، خو باید پوه شئ، د دې لپاره، چې مېرمن مو دا جمله په غوره توګه ترلاسه کړي، نو اړینه ده، چې هغې ته یې په عمل کې ثابته کړئ. د بېلګې په توګه: خبرو ته د عمل جامه ور واغوندئ، که هرڅومره دا ژمنې او وعدې کوچنۍ وي، ښځې د دې مسایلو په اړه حساسې دي او په ژمنو باندې وفا نه کول، په هغوی کې ستاسو د اړیکې په تړاو منفي لید پیدا کېږي. یو له مهمو نورو مواردو څخه، چې کولای شئ خپله مینه خپلې مېرمنې ته ثابته کړئ، پرته له کومې خبرې، هغې ته د یوه ګل او یا یوې ډالۍ ورکړه ده، چې دا تګلاره د غوره نارینه وو ده.

څومره ښکلې یې !
ښځې ډېر پېچلي او حساس موجودات دي، که چېرې وکولای شئ، له هغوی سره سم چلند وکړئ او زړونه یې ترلاسه کړئ، نو د ځان لپاره مو نېکمرغه ژوند جوړ کړی دی. غوره ده، چې پوه شئ، د ښځو دا خوښېږي، چې مېړونه یې د دوی ظاهر وستایي او ورته ووایي، چې څومره ښکلې یې، که څه هم هغه ښکلې نه وي، خو خوښېږي یې، چې مېړه ته یې ښکلې ښکاره شي.

که چېرې غواړئ، خپلې مېرمنې یاده جمله ووایئ، نو بې ګودره په اوبو مه ګډېږئ او په خاصو وختونو کې چې هغې ځان ښه سینګار کړی وي، نو پورته یاده شوې جمله بیان کړئ.

ته ډېره ځانګړې یې !
یوه بله جمله، چې په اورېدو یې ښځې ډېرې خوشالېږي، نو د خپل خاوند له خولې څخه د ځانګړې اوسېدو جملې اورېدل دي. دا جمله په ښځو کې یو ځانګړی احساس را منځته کوي او هغې ته دا احساس ورکوي، چې د دې په پرتله بله ښځه یې د پام وړ نه وه.

غوره ده، چې د خپلې مېرمنې یوه ځانګړتیا وټاکئ او ووایئ، چې دې ځانګړتیا تاسو ډېر کلابند کړي یاست، دا موضوع مېرمنې ته مو دا احساس ورکوي، چې ستاسو د پام وړ ده او دا د دې سبب ګرځي، چې هغه په خپلو مثبتو ځانګړتیاوو باندې لا ډېر تمرکز وکړي.

له تا سره اوسېدل، بې ساری دی !
د ښځو خوښېږي، چې د خپل خاوند د آرامتیا بنسټ واوسي او خاوند یې خپل ډېر وخت ورسره یوځای تېر کړي او خاوند د خپلې آرامتیا له کبله ترې مننه وکړي، دا مننه کولای شي د دې جملې په بیانولو سره وي، له تاسره اوسېدل، بې ساری دی، کولای شئ، دا جمله په بله بڼه بیان کړئ، لکه: دا چې کومه ورځ، له دندې څخه ژر کور ته راتلئ، نو خپلې مېرمنې ته ووایئ، خوښېدل مې چې نن ډېر ستا ترڅنګ واوسم، یا دا چې خوښېږي مې، چې خپل ډېر وخت ستا ترڅنګ تېر کړم. د دې جملو بیان په ښځو کې فوق العاده ښه احساس رامنځته کوي.

زه یم، اندېښنه مه کوه !
د دې احساس د رامنځته کولو لپاره، سر بېره پر دې چې ملاتړ کوونکي واوسئ، باید خپله مېرمن د کلمو په چوکاټ کې په دې باندې پوهه کړئ، چې ورسره یاستئ، ورسره مرسته کوئ او هرڅه به ستاسو تر کنټرول لاندې وي. تاسو کولای شئ، کله چې مېرمن مو خپه ده او یا د کوم څه په اړه اندېښنه کوي د ( زه یم د هېڅ څیز په اړه اندېښنه مه کوه) جملې په ویلو سره یې اندېښنې له منځه یوسئ.

هېڅوک نه شي کولای، چې ستا په اندازه مې خوشاله کړي !
ښځې په خپل منځ کې د سیالۍ ډېر پیاوړی حس لري، په همدې دلیل که چېرې هغې ته ووایئ، چې ته زما لپاره تر ټولو غوره مېرمن یې، د هغې لپاره یوه ستره ستاینه ګڼل کېږي.

ته مې لېونی کوې !
دا ستاینه په سمه لهجه خپلې مېرمنې ته ووایئ، ترڅو خپله مېرمن میینه او خوشاله کړئ.

هیله کوم، دومره مینه ناکه مه اوسه !
دا جمله په هغه وخت کې د هغې د ستایلو او هڅولو لپاره یوه تر ټولو غوره او ښه جمله ده، په دې سره مو مېرمن ډېره زیاته خوشالېږي.

خواشینی یم !
د ښځې او مېړه ترمنځ له شخړې وروسته د ښځو خوښېږي، چې د خپل مېړه له خوا ډاډګیرینه ترلاسه کړي، تاسو کولای شئ، د خواشینی یم جملې په ویلو سره، له خپلې مېرمنې څخه بښنه وغواړئ. له شخړې وروسته د ښځو لپاره تر ټولو خواشینونکی غبرګون د دلیلونو او توضیحاتو وړاندې کول دي، نو غوره ده، که چېرې ګرم یاست، پرته له دې چې توضیحات ورکړئ، د خپل غرور له نیلي څخه را ښکته شئ او له خپلې مېرمنې څخه بښنه وغواړئ.

را ځه چې خبرې وکړو !
که چېرې مېرمن مو کوم وخت ډېره اندېښمنه او پرېشانه وه، نو هېڅ اندېښنه بې دلیله نه وي او ښایي هغه ډېره ستره ستونزه ولري، چې ویل یې ورته آسانه کار نه ښکاري، نو باید د خپلې مېرمنې اندېښنې او خواشینۍ ته پام وکړئ او هغې ته د خبرو اترو وړاندیز وکړئ او دا ورته ووایئ، چې د خبرو اورېدل یې تاسو ته ډېر ارزښت لري او کولای شئ، چې له هغې سره مرسته وکړئ، ترڅو اندېښنه یې له منځه لاړه شي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران