ټولنیز ژوند کورنی ژوند

په ګډ ژوند کې مهمې نارینه ځانګړنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د ټولو نارینه و خوښېږي، چې د خپلو مېرمنو لپاره، غوره خاوندان واوسي او مېرمنې یې په څنګ کې له اوسېدو څخه د خوښۍ او رضایت احساس وکړي، خو دا چاره خپل په خپله نه شي را منځته کېدای، بلکې نارینه باید له خپلې مېرمنې سره، په خپل چال چلند کې، هغه ټکي مراعات کړي، ترڅو مېرمن یې هغه د یو ښه او غوره خاوند په توګه وپېژني.

دلته د یو غوره خاوند ځینې مهمې ځانګړنې بیانوو:
رښتینی او واقعي نارینه، هغه نارینه دی، کله چې ورته ګوري، نو انګېزه اخلي او ډېری وخت یې لید له لږ حسد سره مل وي، دا هماغه نارینه دی، چې ښځې یې په لټه کې دي. دا نارینه پرته له دې، چې پخپله وغواړي، په هر ټولي کې د پام او توجه مرکز دی.

هغه څه، چې د ګډ ژوند بریا او نېکمرغي حتمي کوي، نو د ګډ ژوند د مهارتونو لرل دي، له دې امله که غواړئ، چې ښه او غوره ګډ ژوند ولرئ، نو باید مخکې تر واده یو ښه ژوند ته ځان چمتو کړئ، اړین ټکي یې کوم دي؟ له موږ سره اوسئ، ترڅو اړین ټکي یې درته ووایو:

په ګډ ژوند کې اړین نارینه مهارتونه
په لاسرسي کې اوسېدل
نارینه د کورنۍ ستن ده او تر ټولو مهم رول یې د خوندیتوب او ملاتړ را منځته کول دي. اروایي خوشالي له نارینه څخه د ښځې تر ټولو مهمه غوښتنه ده او د خوندیتوب او ملاتړ احساس په دویمه درجه کې دی. تاسو کولای شئ هغه څوک واوسئ، چې خپلې مېرمنې ته د خوندیتوب احساس ورکوي، که چېرې غورځېږي، نو ورسره مرسته وکړئ، ترڅو را پورته شي، که چېرې خواشینې او اندېښمنه ده او بده او ترخه ورځ یې تېره کړې ده، نو غوږ ورته ونیسئ او په څېره باندې یې مسکا خپره کړئ.

تل یې په لاسرسي کې واوسئ او دا ورته ښکاره کړئ، چې تل ترې ملاتړ کوئ، په هر حالت او شرایطو کې ترې ملاتړ وکړئ.

تر ټولو مهم څیز دا دی، چې په اړین وخت کې حاضر واوسئ؛ کوم ځای، چې هغه یې غواړي. کله چې په ژوند او اړیکه کې مو وضعیت لږ ستونزمن کېږي، تېښته مه کوئ. له یوبل سره حرکت وکړئ، په ګډه له خنډونو څخه تېرېدل، ګډ ژوند ته مو ټینګښت او پایښت وربښي. یو ښه او محبوب نارینه ستونزې نه پټوي، حل کوي یې، البته د خپلې مېرمنې په مرسته.

انعطاف مننه
انعطاف مننه د مدیریت شرط دی او یو نارینه د کورنۍ د مدیر او مسؤول په توګه باید وکولای شي، چې د خپلو تصمیمونو، د کورنۍ مصلحت او د خپلو احساساتو او عواطفو ترمنځ توازن ټینګ کړي.
انعطاف مننه په اړین ځای کې د نرمښت او د ستونزو پرمهال د صبر او تدبیر په مانا ده. که څه هم دا ځانګړتیاوې باید په ښځو کې هم شتون ولري، خو شتون یې په نرانو کې، په کورنۍ کې مدیریتي مقام لرلو ته په پام سره اړین دی.

مینه کول
د یو خاوند او مېرمنې په توګه د خپل ژوند له شریک سره مینه وکړئ، پرېږده، چې پوه شي درباندې ګرانه/ ګران او د خوښې وړ مو دی؛ د یوې ښځې زړه او ذهن تل د مینه ناکه، د خوښې وړ او ښکلې یې جملو اورېدو او ورباندې پوهېدو ته اړتیا لري، په دې کار سره، مینه مو تل ژوندۍ ساتئ او داسې څه کوئ، چې ترڅو مېرمن مو په ټول توان سره هڅه وکړي، چې مینه مو جبران کړي.

د یوې ښځې لپاره، لږه مینه لرل، ترټولو بده پېښه ده، له خپلو مېرمنو سره باید ډېره زیاته مینه ولرئ او د دې مینې په اړه تل هغې ته یادونه وکړئ، فکر مه کوئ، چې خپله پوهېږي یا باید پوه شي، چې ورسره مینه لرئ، مینه په ښکاره کولو سره ژوندۍ پاتې کېږي. د دې احساس څرګندونه، ستاسو مینه لاپسې ژوروي.

ښه اورېدونکی
ښځې خبرو اترو او د خپلو احساساتو څرګندولو ته اړتیا لري، باید وکولای شئ، د یو خاوند په توګه یې اوښکې ور پاکې کړئ؛ له دې امله، له تاسو سره خواله کوي، چې درسره مینه لري. اړینه نه ده، ترڅو یې چې نه وي غوښتي ستونزې یې ور حل کړئ. یوازې ښه غوږ ونیسئ.

د خاطراتو جوړونه
د واده ۵ لومړي کلونه، د خاطراتو د جوړونې لپاره، ترټولو ښه او غوره وخت دی، په جرآت سره باید ووایو، چې له دې ۵ کلونو څخه پرته د ژوند په نورو وختونو کې به ښې او خوږې خاطرې ونه لرئ. د ژوند دوام او ټینګښت په همدې ۵ کلونو کې رامنځته کېږي او جوړې د ښو خاطراتو په جوړونې سره، خپل تړاو لاپسې ټینګوي او نوي مشترکات جوړوي. له دې امله باید په دې باندې پوه واوسئ، چې ژوند په ښه توګه تېر کړئ. موخه مو دا نه ده، چې بېځایه لګښتونه وکړئ، یوازې بسنه کوي، چې له اړتیا سره سم لګښت وکړئ.

یو بل ته وخت په پام کې نیول، د یوې روغې او سالمې کورنۍ او ګډ ژوند ضمانت کوي. د ګډ ژوند د پایښت لپاره، د کارونو له ترسره کولو څخه خوند واخلئ، له یو بل سره د ملتیا کولو له امله، له یو بل څخه مننه وکړئ. د یوې جوړې او کورنۍ په توګه خپل وخت او خاطرې تل پاتې کړئ.

د لیدلو او ستایلو وړتیا
د نارینه و په پرتله ښځې ډېرې لیدلو او ستایلو ته اړتیا لري، یوازې په همدې صورت کې یوه ښځه دا ډاډ ترلاسه کوي، چې ورسره مینه لرئ. د خپلې مېرمنې په اړه باید جزئیاتو ته پام وکړئ، هڅه وکړئ، چې حتا کوچنیو ټکو ته هم ځیر شئ، د وېښتانو په ډول کې بدلون او نویو جامو ته یې وګورئ، احساسات یې درک کړئ، د یوې مناسې ډالۍ د چمتو کولو لپاره پروګرام جوړ کړئ. دا د دې ښکارندویي کوي، چې حواس مو د هغې په لور دي.

مننه او درنښت کول
مننه او درنښت کول د مینې د تل پاتې کېدو لپاره، ترټولو غوره لارده ده، باید زده کړئ، چې د هر کوچني څیز لپاره ترې مننه وکړئ. هېڅکله هغه کارونه، چې ستاسو د ژوند لپاره یې کوي او سرښندنې یې دنده مه ګڼئ، پرېږدئ، چې مېرمن مو په دې باندې پوهه شي، چې په ارزښت یې پوهېږئ. ډېرې کوچنۍ مهربانۍ یې یاددښت کړئ او لپاره یې ترې مننه وکړئ، هغې ته ووایئ، چې څومره درته مهمه ده.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل