ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

په ګډ ژوند کې د خبرو اترو ۵ قوانین

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د لاندې ۵ قوانینو په مراعاتولو سره، خپل او د خپلې کورنۍ ژوند ښکلی کړئ:

۱ ـــ له خپل خاوند سره همغږي شئ
ښځه او مېړه د دې لپاره، چې وکولای شي، له یو بل سره جوړونکې اړیکه ټینګه کړي، نو باید له یوبل سره خبرې وکړي، ځکه ډېری وخت ښځه او مېړه سره له دې، چې د یوې موضوع په اړه خبرې کوي، خو د هغوی د خبرو تګلاره دومره سره توپیر لري، چې نه شي کولای، له یوبل سره همغږي شي.

ښایي ښځه یا مېړه د خپل ژوند د شریک د پرېشانۍ د لرې کولو هوډ ولري، خو برعکس د هغه/ هغې د پرېشانۍ د ډېرښت سبب شي. له بده مرغه ډېری جوړې، یو بل ته د خپلو افکارو او احساساتو په لېږدولو کې له ستونزو سره مخامخ دي، ځینې خپلې غوښتنې په داسې توګه مطرح کوي، چې مقابل لوری نه پرې پوهېږي؛ خپل باورونه په مبهمه توګه وړاندې کوي؛ د موضوع په اړه څرګندې خبرې نه کوي او څنګ لوري غوره کوي او په دې حالت کې فکر کوي، چې د ژوند شریک یې موضوع درک کړې او پرې پوه شوی دی.

یو لوری له بریده زیات جزئیاتو ته داخلېږي او بل لوری د اصلي موضوع له مطرح کولو څخه ډډه کوي، چې خبرې یې د پوهېدلو وړ نه دي او دواړه لوري په دې باور دي، چې له یوبل سره مرسته کړې، ترڅو تفاهم ته سره ورسېږي. ځیني وخت داسې ښکاري، چې په دوو توپیري ژبو له یوبل سره خبرې کوي، په داسې شرایطو کې هېڅ عجیبه نه ده، چې ښځه او مېړه دواړه خواشیني شي، ځکه هریو ځان په حقه او بل ګرم ګڼي، چې خبرې یې ولې نه دي درک کړي.

پام مو وي، چې د ژوند شریک مو بعضې وخت له تاسو سره خبرو اترو؛ ځیني وخت ستاسو ملاتړ او کله هم ستاسو لارښوونې ته اړتیا لري، نو باید د خپل ژوند د شریک اشارو او احساساتو په وړاندې حساس او ځیرک واوسئ، ترڅو د خپل ژوند له شریک سره، د مناسبې اړیکې لارې پیدا کړئ.

۲ ـــ په مینه غوږ ونیسئ
کله وخت ښځه شکایت کوي، چې خاوند یې د دې خبرو ته غوږ نه نیسي، په داسې حال کې، چې مېړه یې ادعا لري، د هغې ټولو خبرو ته یې غوږ نیولی او اورېدلې یې دي.

وروستیو څېړنو څرګنده کړې ده، چې په دې برخه کې مشهود جنسي اختلاف شتون لري. ښځې د غوږ نیولو پرمهال د ( هو ) ( عجیبه ده) او د سر په خوځولو سره ویونکی په دې باندې پوهوي، چې خبرو ته یې غوږ ده او په داسې حال کې، چې نارینه د غوږ نیولو پرمهال خاموشي اختیاروي.

ځیني وخت دا هېروئ، چې خبرې اترې د معلوماتو او نظرونو د تبادلې په مانا دي. خبرې کول او ځواب نه ترلاسه کول، په دې مانا دی، لکه دېوال ته چې غږېږې. که چېرې تاسو د خبرو کولو پرمهال سکوت اختیاروئ، نو احتمالاً کولای شئ، چې په اشاره کولو او سر خوځولو ځان عادت کړئ او دا څرګنده کړئ، چې په رښتیا مو غوږ نیولی دی او مېرمن مو له شک او تردید څخه را بهر کړئ.

۳ ـــ د خبرو له پرې کولو څخه ډډه وکړئ
د خبرو پرې کول د هغه چا لپاره، چې دا کار ترسره کوي، په احتمالي توګه طبیعي معلومېږي، خو ښایي په هغه چا کې نا خوښي او منفي افکار رامنځته کړي، کوم چې خبرې یې پرې شوې دي، هغه زما خبرو ته غوږ نه نیسي، یوازې غواړي، چې خپله خبرې وکړي.

د خبرو پرې کول، د نورو عادتونو په څېر، ښایي د ځینو خلکو د خبرو کولو یوه برخه وي او د هغه کس د انګېرنې پرخلاف کړنه وي، کوم چې خبرې یې پرې شوي او فکر کوي، چې دا سړی ځان محوره دی. په دې ځای کې ښځې او نارینه توپیري چلند کوي، نارینه د ښځو په پرتله ډېر خبرې پرې کوي، خو هغوی د ښځو خبرې نه پرې کوي، یانې له نورو نارینه وو سره، چې خبرې کوي، نو خبرې یې پرې کوي، له دې امله هغه ښځه چې وایي د خاوند له خوا یې د دې خبرې پرې کېږي او منفي دلیلونه وړاندې کوي، نو باید په یاد ولري، چې ښایي دا چلند یې د خبرو په بڼې پورې تړاو ولري، خو په داسې حال کې، چې څوک خبرې پرې کوي، باید د خبرو پای ته یې په تمه پاتې شئ او صبر وکړئ. ښایي کوم نارینه په ځنډ سره او واټن لرونکې خبرې وکړي او ښځه یې چې حاضر ځوابې او ناکراره ده، په پرله پسې توګه په خبرو کې یې غورځي، شونې ده، چې د خبرو لړۍ پرې کړي، په داسې حالت کې ممکنه ده، چې نارینه غوسه شي او په ښځه باندې نیوکه وکړي او له دې څخه نا خبره، چې ښځه یې د ده په پرتله ښه او ژور دلیلونه لري. هغه نارینه، چې د خپلې مېرمنې احساساتو ته پام کوي، نو د خپلو احساساتو په اړه هم حساسېږي.

۴ ـــ په ډېر مهارت سره پوښتنه وکړئ
پوښتنه کولای شي، د خبرو د پیل او په پایله کې دغه راز د خبرو د نا بشپړ پاتې کېدو او سکوت څخه مخنیوی وکړي، ځینې په طبیعي توګه لږې خبرې کوي، له دا ډول اشخاصو سره د مخامخ کېدو په صورت کې باید د خبرو کولو زمینه برابره کړئ. کله وخت یوه دقیقه پوښتنه کولای شي، په حیرانونکې توګه د ژوند شریک مو خبرو کولو ته وهڅوي، خو یوه بېځایه، بې وخته او نا مناسبه پوښتنه کولای شي، د خبرو له دوام څخه مخنیوی وکړي، خو ځیني وخت نا مناسبه، پیغور ورکوونکې او یا غوسه ناکه پوښتنې مسئله جوړونکې کېږي. لکه: ( ولې پرون شپه نا وخته راغلې؟ ) ( ولې دا ټول ستا په برخه رسېدلي دي؟ ). په ډېری مواردو کې چې پوښتنه په ( ولې ) سره پیل شي، نو ستونزه جوړوي، لامل یې همدا دی، چې دا ډول پوښتنو پر وړاندې، مخاطب ځانته دفاعي حالت غوره کوي، سره له دې ښایي، چې پوښتنه کوونکي د معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه پوښتنه کړې وي. د جملې په پیل کې د ولې کلمې څخه ګټه اخیستنه مور او پلار خپل اولادونو ته کاروي، لکه: والکه! ولې دې ځنډ وکړ؟

دې ته په نه پام سره، هغه پوښتنې، چې په ولې سره پیلېږي، تر ډېره د بې اعتمادۍ او شک ښکارندویي کوي. له دې ستونزې څخه د مخنیوي لپاره، باید خپلې پوښتنې په بله بڼه وکړئ. د بېلګې په توګه د ( ولې دې ځنډ وکړ؟ ) پرځای کولای شئ، دا ډول پوښتنه وکړئ: آیا کومه ستونزه را منځته شوې، چې ځنډ دې وکړ؟. په دې صورت کې تاسو د خپل خاوند لپاره اندېښمنه یاست او ورسره مینه لرئ او غواړئ، چې د هغه له ستونزې څخه خبره شئ، نو ستاسو په دې کار سره به هغه خوشحاله شي.

۵ ـــ له نزاکت څخه کار واخلئ
ښایي په ظاهره، د ګډ ژوند په اړیکو کې دا قانون عجیب معلوم شي، خو په عمل کې هرڅوک خپل حساسیتونه لري او حتا شونې ده، چې تر ټولو نږدې کسان مو احساسات ټپي کړي.

ځینې کسان د خپل ظاهري وضعیت په اړه حساس دي او ځینې نور د کورنۍ له ټولو غړو سره د خپلو خبرو کولو د بڼې په اړه حساسیت لري. که چېرې د خپل ژوند له شریک سره خبرې کوئ، له تور لګولو او رټلو څخه ډډه وکړئ. له تور لګولو، لکه: بې نظمه، ځان غوښتونکی، شینګړه، څخه ډډه وکړئ، دا تورونه کولای شي، ستاسو کورنۍ فضا خرابه او د خبرو اترو لړۍ مو پرې کړي. د دا ډول کلمو له ویلو څخه په کلکه ډډه وکړئ، لکه: هېڅکله یا تل. دا صطلاحګانې معمولاً ناسمې دي، ځکه ډېرې کمې مېرمنې به پیدا شي، چې (هېڅکله) یې خپل کار په سمه توګه نه دی ترسره کړی او یا ( تل ) یې د خپلو کارونو په ترسره کولو کې لټي کړې ده.

خپله خبره وکړئ او له نیوکې څخه په کلکه ډډه وکړئ. د بېلګې په توګه: پرځای د دې چې ووایي: ( ته هېڅکله له ماسره مرسته نه کوې) ووایئ: که د لوښو په وینځلو کې را سره مرسته وکړې، نو ډېره به خوشاله شمه.

ذهن مه مطالعه کوئ، ښایي ذهن مطالعه کول ناسم کار وي او په پایله کې د خاوند غوسه مه را پاروي، که فکر کوئ، چې خاوند مو له تاسو څخه خپه دی، نو غوره ده، چې هغه ته ووایئ: ( داسې احساس کوم، چې له ما نه خپه یې ) ترڅو هغه تاسو ته توضیحات درکړي.
له خپل خاوند سره د خبرو کولو پرمهال، کلمې ټولو اړخونو ته په پام سره ادا کړئ، هڅه وکړئ، چې له ښې او نرمې لهجې څخه کار واخلئ.

که چېرې د خپل ژوند د شریک د خبرو اورېدونکي یاست، نو لاندې اصول مراعات کړئ:
ـــ د توافق او همغږې کېدو برخې پیدا کړئ، د خپل خاوند له کومو اشاري ټکو سره موافق یاست، ترڅو د هغه په مخالف رول کې ښکاره نه شئ. هو منم یې، چې په دې وروستیو کې ډېر بوخت وم یا بوخته ومه.

ـــ د خپل ژوند د شریک منفي خبرې نا اورېدلې ونیسئ، لرې نه ده، چې خاوند مو د غوسې پرمهال د مسئلې په بیان کې مبالغه کړې وي. د ( غوسې ) لامل ته پام وکړئ، نیوکې او رټنې نالیدلي ونیسئ.

ـــ په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې د خپل خاوند په موخه باندې پوه شوي یاست، له دې پرته، له هغه څخه پوښتنه وکړئ. د بېلګې په توګه: فکر کوم، ستا موخه دا وه، چې چمتو نه یې د خلکو خبرې واورې، سمه ده؟

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران