ژوند بڼه کورنی ژوند

د ګډ ژوند دا رازونه نورو ته مه وایئ !

لیکنه: ياران

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د هرې جوړې په ګډ ژوند کې ځینې رازونه او خبرې شته، چې باید نورو ته یې ونه وایي او یوازې د ښځې او خاوند ترمنځ پاتې شي.

د خپلې اړیکې او ګډ ژوند د خوندي ساتلو لپاره، اړینه ده، چې ځینې رازونه حتا خپلو نږدې دوستانو ته هم ونه وایئ، خو دا رازونه کوم دي؟ دلته یې درته وایو:

د خاوند له چلند څخه نا خوښي
ښایي کله چې خاوند مو ستاسو په خوښه چلند نه کوي او یا د هغه چلند تاسو غوسه کوي، له دوستانو سره مشورې او خواله کولو ته اړتیا پیدا کړئ، البته لږ پټکه او ګیله کول ستونزه نه لري، خو پام مو وي، چې د خاوند په اړه مو د خپلو دوستانو ذهنیت خراب نه کړئ، ځکه چې دا کار به د هغوی په ذهنیت باندې تل پاتې اغېزه وکړي. څه موده وروسته به تاسو او ستاسو خاوند هر څه هېر کړئ، خو دوستان به مو د هغه په اړه ستاسو خبرې هېڅکله هېرې نه کړي.

د تاسو او ستاسو د خاوند د ګټې کچه
له ښه مرغه او یا هم له بده مرغه، ډېری جوړې له نورو جوړو سره سیالي ( رقابت ) لري. د چا کور ستر دی؟ د چا موټر ښه او ښکلی دی؟ که چېرې د ځان او یا هم د خپل خاوند د ګټې کچه خپلو دوستانو ته ووایئ، ښایي د هغو له ناسم قضاوت سره مخامخ شئ، ښایي تاسو له هغه څه څخه ډېر شتمن وګڼي، چې یۍ او فکر وکړي، چې په ژوند کې هېڅ ستونزه نه لرئ. همدا ډول شونې ده، په دې دلیل چې هغوی ډېره ګټه لري، له تاسو څخه ځان پورته وګڼي او له تاسو سره د یوه لاس لاندې شخص په څېر چلند وکړي ( که څه هم رښتیني دوستان په قصدي توګه دا ډول چلند نه څرګندوي ). د دې راز په ساتلو سره، په خپلې دوستۍ کې توازن ټینګ کړئ.

د دوستانو په اړه مو ستاسو د خاوند نظر
اجازه مه ورکوئ، چې واده مو په دوستۍ کې خلل را منځته کړي. که چېرې ستاسو خاوند د ستاسو کوم دوست نه خوښېږي، هغه او حتا خپلو نورو دوستانو ته دا خبره مه کوئ، په ځانګړې توګه که چېرې دې دوست مو تېروتنه او بد چلند نه وي کړی، په همدې ډول که چېرې کوم دوست مو ستاسو په خاوند پسې بدې خبرې وکړې یا هغه یې ښه نه یسېږي، نو خپل خاوند ته دا خبره مه کوئ.

د تاسو او ستاسو د خاوند د پور کچه
کابو ټولې ځوانې جوړې یوه اندازه د پور کچه لري، خو د دې پور کم او زیات اوسېدل، د یوې جوړې د مالي ثبات ښکارندویي کوي. که چېرې خپلو دوستانو ته وایئ، چې تاسو او خاوند مو په تېرو کلونو کې، ډېر کم پورونه لرل، ښایي حسادت وکړي، یا داسې احساس وکړي، چې په هغوی باندې ویاړ پلورئ، دغه راز که هغوی ته ووایئ، چې ډېر پوروړي یاست، ښایي ستاسو په اړه د ترحم احساس وکړي او البته که چېرې ښه دوستان نه وي، نو ښایي ستاسو له دې خبرې څخه د زړه له کومې خوشاله شي. خپلو دوستانو ته د دې موکه مه ورکوئ، چې ستاسو د ګډ ژوند په اړه قضاوت وکړي.

هغه ستونزې، چې د خپل خاوند له کورنۍ سره یې لرئ
ډېری ښځې او نران، په ځانګړې توګه د واده په لومړیو شپو او ورځو کې، د بشپړې پېژندګلوۍ د نه لرلو له امله، د خپل خاوند/ مېرمنې له کورنۍ سره ستونزې او مخالفتونه پیدا کوي. خپلو دوستانو ته د دې مخالفتونو په اړه خبرې کول، لومړی د خاوند د کورنۍ په اړه د هغوی ذهنیت خرابوي، دویم دا چې هغه خبرې، چې تاسو د زړه د تشولو او یا هم د غوسې له امله کړې دي، ښایي ستاسو د خاوند د کورنۍ غوږونو ته ورسېږي او وروسته د دا ډول څیزونو پایلې اصلاً د وړاند وینې وړ نه دي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران