ټولنیز ژوند ژوند بڼه مخکښان

فروید؛نه تکراريدونکی ارواپوه

نن د مې شپږمه د زیګمونډ شلومو فروید د زوکړې ورځ ده، فروید اتریشي عصب پيژندونکی او د روانکاوۍ (اروايي شننې) بنسټ ایښودنکی و، هغه د شلمې پېړۍ په لسو سترو پوهانو کې راځي، هغه ته په تاریخ کې ستر ارواپوه او ارواپوهنې پلار ویل کیږي، چې تر ننه یې هم د څېړنو ډېری پایلې په عملي بحثونو او موندنو کې د منلو وړ دي خو په خواشینۍ سره ووایو چې د فروید اندونه ډېر مظلوم واقع شوي دي، ځکه چې فروید یو تابو ماتوونکی ارواپوه و او د عامو خلکو باورونه یې ننګول او خرافات یې مسخه کول، د فروید نظریې د خلکو له کلک مخالفت سره مخ شوې. فروید د ډېرې مطالعې له امله د خپلو نږدې ملګرو له لوري د کتابونو د چینجي په نوم یادیده، له ارواپوهنې څخه د فروید ویستل د ارواپوهنې په زوال دلالت کولی شي.

ډېری پوهان سره له دې چې د فروید له نظریو سره مخالف دي خو بیا یې هم یو ستر عالم او پوه بللی دی. لاشعور، دفاعی میکانیزمونه، جنسی غریزه، id ، ego او super ego، ، خوب او خیال او … هغه بحثونه وه چې فروید ډېره خواري پرې کړې او له ده نه نږدې ۱۴ اثرونه راپاتې دي چې د هر کتاب خپرولو به یې دنیا لړزوله .

فروید د ۱۸۵۶ د مې په شپږمه د المان د فرایبورګ په ښار کې وزیږيدو هغه د خپل موروپلار د پنځو اولادونو په مینځ کې له نورو مشر زوی وو، د فروید پلار جیکوب فروید د وړیو سوداګر وو، او دهغه مور مارتا نومیده. کله چي فروید و زېږېده د هغه د کورنۍ اقتصادی وضعیت ښه نه وو فروید د یوه کولپ جوړونکي په کور کې په یوه اجاره شوې کوټه کې وزېږېده. خو د فروید مور د هغه راتلونکی مثبت او روښانه بللو، د فروید مورو پلار ډیر ژر د فروید په وړیتا او استعداد باندی پوه شول او د هغه تحصیلي څانګه یې په لاتین او یوناني ادبیاتو کې وټاکله او هغه ته یی له نورو اولادونو څخه بیله کوټه ورکړه تر څو خپل درسونه په ښه توګه ولولي.

فروید د وین پوهنتون د حقوقو په څانګه کې زده کړې پیل کړې، خو ډېر ژر ترې لاس په سر شو. په ۱۸۷۳ کال کې یې د طب څانګه پیل کړه او په کال ۱۸۸۱ کې له همدغې څانګې یانې طب څخه فارغ شو، بیا د وین ښار په عمومی روغتون کې د مغز اناتومۍ د متخصص په توګه په دنده وګمارل شو. فروید همدلته په خپلو څېړنو پيل وکړ او وروسته یی د مغز، نشه یي توکو او د ماشومانو فلج په برخو کې خپل کار دوام ورکړ او ورو ورو یې اروايي مسایلو ته پام شو، هغه به د ناروغانو د حالت د ښه کولو لپاره له بیلابیلو تکنیکونو څخه ګټه اخستله لکه آزاده تداعی، د ارواپوهنې تحلیلی بهیر او داسې نور.

فرويد د خپل پلار له مړينې څخه وروسته د خوب په برخه کې په څيړنو پيل وکړ او د خوب په اړوند یې هم عجیب وړاندیزونه درلودل.

فروید په ۱۹۰۸ کال د د ارواشننونکو د نړیوالې ټولنې بنسټ کېښوده، چې دې ټولنې به د اروایي شننې کنګري جوړولي او د ارواشننې مهم مسایل به په کې شاربل کېدل، یو کال وروسته دستانلي هال په بلنه امریکا ته لاړه او ویناوو یې هلته هم ډېر چټک مینوال پيدا کړل چې پایله د امریکایي ارواشننې وده وه.

په ۱۹۰۹ کال کې د امریکايي ارواپوهانو له لوري رسماً وستایل شو، د ویناوو بلنه یې ترې و کړه او افتخاري دکتورا یې ورکړه.

فروید د وهم او خیال، ارواشننه او له محارومو سره د زنا تحریم، توتم او تابو، ارواپوهنه، د د ارواشننې اسانه مانا، د ارواپوهنې اصول او بنسټ، د راتلونکې یو بارو ارواپوهنه، د هستري په اړوند د ارواشننې پيدایښټ، لئوناردو داوینچی، د روانکاوۍ د تاریخ مهم ښوونیز راپورونه، پسیکانالایز ارواشننه د ټولو لپاره، د خوب تفسیر، موسی او خدای پالنه، د جنسي لېوالتیا د نظرېې په اړوند درې رسالې، په کلاسیکه ارواشننه کې د ازادې تداعۍ چارې، د روانکاوۍ په بیان کې پنځه خبرې، تمدن او ناخوالې یې، د کلینیکې ارواشننې اصول، د ارواشننې بنسټونه، د ورځني ژوند اروايي شننه، د لپي تېروتنې او د خوب تعبیر او اروايي ناروغۍ د فروید هغه اثار دي چې د ارواپوهنې او ارواشننې تاریخ به تل پرې روښانه وي او یاده دې وي چې د فروید د کتابونو او اثارو د لېست جوړولو پر مهال ډېر خجالت شوم، په دې چې له بده مرغه د فروید په دې اثارو کې یو هم په پښتو ژبه نشته او که وي هم په نشت حساب ده، په دې هیله چې دا تشه تر راتلونکې کاله پورې حد اقل ډکه شي.

په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ کلونو کې فروید د خپل بریالیتوب اوج ته ورسېد خو روغتیا بر عکس د خرابېدو خواته روانه وه هغه له ۱۹۲۳ څخه تر ۱۶ کلونو پورې نږدې ۳۳ ځله د سرطان د ناروغۍ په خاطر عملیات وکړ او په همدې وخت کې یې ډېره ګرانه لمسۍ (هاینز) هم مړه شوه چې له اروايي اړخه یې ډېر وځوراوه “ویتیل جونز” لیکي: “دا یوازیني څه وه چې هغه پرې وژړل.”

په ۱۹۳۸ کال کې نازیانو اتریش تر خپلې ولکې لاندې راوست او فروید ته یې ملګرو مشوره ورکړه چې وین پرېږدي خو فروید په اتریش کې په پاتې کیدو ټینګار کاوه آن چې انا لور یې د نازیانو له خوا ونیول شوه او فروید اړ شو چې لندن ته ولاړ شي.

د فروید څلور خویندې هم د نازیانو په زندانونو کې مړې شوې، فروید ډېر ژوبل او کمزوری شوی وه خو د ډاکټر هاوکینگ په څېر یې مغزو د مرګ تر ورځې کار کاوه.

د ۱۹۳۹ کال د سپټمبر په وروستیو کې یې خپل ډاکټر “ماکس شور” ته وویل: ” نور نو ژوند پرته له شکنجې بل څه نه دی او مفهوم نه لري.”

ویل کیږي چې ډاکټر یې نور له عذابه خلاص کړ او د ژوند وروستي دردونه یې هم وګالل.

فروید د شلمې پېړی ارواپوه وو چی ټول یی د ارواشننې د پلار په نامه پیژني هغه په کال ۱۹۳۹ ز کې د ورپیښې ناروغې ( د تالو سرطان) له امله مري او له دې نه ۳ کاله وروسته یی جسد د وصیت پر اساس د لندن په شمال کې سوځول کېږي او ایره یې په هغه ګلدانۍ کې چي شهزاده بناپارت فرويد ته ډالی راوړی وه او د هغه د مطالعې په خونه کی ساتل کیده اچول کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

شرف الدین عظیمي - اروا پوه او د پوهنتون استاد

شرف الدین عظمي، اروپوه، د پوهنتون استاد او لیکوال دی چې په رواني مسلو سربیره په بېلابیلو موضوعاتو لیکنې کوي .