بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د ښو ملګرو موندولو لپاره درې لارې

لیکنه: کیم ریډ پيرل
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

جیم رون وایي: ته د هغو پنځو کسانو په څېر یې، چې خپل ډیر وخت ورسره تیروې.

موږ تر ډیره بریده د هغو کسانو خوي او عادت اخلو، چې خپل ډیر وخت ورسره تیروو. پرته زموږ له نیږدې ملګرو څخه، نور خلک زموږ پر خوي او عادت ډیره اغیزه نه شي درلودلی او نه شي کولای چې موږ ته ښې مشورې او فیډبک راکړي او زموږ پر انرژۍ تاثیر وکړي.

نو له همدې کبله، زه تل خلک لومړۍ ګورم او بیا یې د ملګرتیا بلنه قبلوم او یاهم د ملګرتیا وړاندیز ورته کوم او ځینې وخت خپل اړیکو ته غبرګون ښېم. زه خپل ملګري په دریو ډلو ویشم: ۱. هغوی چې زما شخصیت اوچتوي. ۲. هغوی چې زما شخصیت ټیټوي. ۳. هغوی چې له دې دواړو څخه یو هم نه کوي. له هغه وروسته زه په ډیرې هوښیارۍ سره ځانته دا غوره کوم، چې باید خپل ډیر وخت هغو کسانو ته ځانګړی کړم، چې ماته الهام رابښي او خپل لږ وخت له هغو کسانو سره تیر کړم، چې زما شخصیت ټیټوي او یاهم هغه کسان چې زما پر شخصیت هیڅ مثبت اغیز نه لري.

جیم رون وایي: ته د هغو پنځو کسانو په څېر یې، چې خپل ډیر وخت ورسره تیروې.

دا په دې مانا نه ده، چې ته باید هرو مرو د هغو کسانو ملګرتیا ته د پای ټکی کیږدې، چې د نوبل جایزه نه لري، یاهم الهام بښونکي نه دي او یاهم مثبتې کړنې نه ترسره کوي.

دا ډیر زیات سخت کار دی، چې باید د نورو کسانو زړه وساتې (خوشال یې کړې) او په دې ځان پوه کړې چې کوم شیان یاهم کارونه دوی خوشالوي. د هغه پرځای، نور داسې نوي خلک پیدا کړه، چې د ژوند او د هغه څه په اړه چې دوی یې ترسره کوي، خورا لیوال اوسي او نویو اړیکو جوړولو ته یې تل خپل غیږ پرانیستې وي.

د نویو ملګرو موندل په حقیقت کې د پخوانیو ملګرو سره د اړیکو کمولو په مانا ده. که پخواني ملګري دې هرڅومره جنجالي هم اوسي، خو بیاهم اړینه نه ده چې باید په بشپړه توګه اړیکې ورسره پرې کړې. کلیدي لار یې دا ده، چې باید د هرې اړیکې په ارزښت ځان پوه کړې. اړینه نه ده، چې له هغو کسانو سره ډیر وخت تیر کړې، چې ستا زیاته برخه انرژي بې ځایه مصرفوي او ستا کړنو ته د شک په سترګه ګوري. څومره زیات چې له ځان څخه ښه او زړه راښکونکي ملګري راچاپیر کړې، په هماغه اندازه به خپل ځان ښه او مثبت ژوند ته راوبلې.

د دغې موضوع په اړه فکر وکړه: ته باید له ګڼ شمیر خلکو سره لیده کاته وکړې، ترڅو د هغوی له جملې څخه داسې کسان د خپلې ملګرتیا له پاره په ګوته کړې، چې ستا په ژوند زیاته اندازه مثبت اغیز ولري. له څومره زیاتو کسانو سره چې لیده کاته وکړې، په هماغه اندازه به اغیزناکې، شخصي او مسلکي اړیکې جوړې کړې.

زه د ملګرتیا د ارزونې دغه موجوده پروسه د “شخصي لیدنې” په نوم یادوم. که چیرې کومه ملګرتیا درسره دا مرسته نه شي کولای چې ته پرمختګ وکړې او یاهم خوشاله ژوند دروبښي، نو ښايي دا به ښه وي چې اړیکې ورسره کمې کړې او یاهم په قطعي توګه اړیکې پرې کړې. زما شخصي لیدنو له ماسره دا مرسته کړې، چې څنګه هغه کسان په ګوته کړم چې زما پر ژوند مثبت اغیز لري.

دغه درې لارې له تاسې سره دا مرسته کولای شي، چې خپلې شخصي او مسلکي اړیکې له هر بل وخت څخه ښې کړئ:

۱. په هوښیارۍ سره د نویو اړیکو جوړولو (نویو ملګرو موندلو) په لټه کې اوسه

باید د هغو کسانو په لټه کې اوسې، چې ستا په کاري فضا کې الهام بښونکي اوسي او هڅه وکړه چې خپل ډیر وخت له همدوی سره تیر کړې. د دندې له فضا نه بهر، له همدغو کسانو سره شخصي اړیکې جوړې کړه او ملګرتیا یې وکړه. پیغامونه او بریښنا لیکونه ورسره تبادله کړه، کافي څښلو ته یې وبله او په ساده توګه دا چې، په کاري فضا کې ځان ورنیږدې کړه. د کار له فضا څخه بهر هم نوي ملګري ومومه. په صنعتي محفلونو او د ژوند ځینو نورو تفریحي لوبو کې ورسره ګډون وکړه. له دې هرڅه وروسته، که غواړې چې له ځان څخه الهام بښونکي ملګري راچاپیر کړې، نو لومړۍ باید له هغوی سره سالمې اړیکې جوړې کړې.

۲. د هغو خلکو ملګرتیا کوه، چې له تاسره توپیر لري

داسې ملګري ومومه، چې په کوم ځای کې چې ته ناکام شوی اوسې، دوی بریالي شوي وي او هڅه وکړه چې د هغوی د ژوند له سفر څخه درس واخلې. چانس دا دی، چې ته هم باید هغوی ته یو نه یو څه وروبښې. که څه هم زموږ غریزه او شعور دا وایي چې باید له ځان څخه هغه کسان راچاپیر کړو، چې خوي او عادت یې له موږ سره یوشان وي او د تعلیم کچه یې له موږ سره مساوي وي، خو داهم اړینه ده چې باید د داسې خلکو ملګرتیا وکړو، چې خوي او عادت یې له موږ سره توپیر ولري او د تعلیم کچه یې هم له موږ څخه لوړه وي؛ نو په دې صورت کې موږ کولای شو له هغوی څخه یو څه زده کړو.

۳. خپل د ملګرتیا معیار اوچت ساته

په یاد ولره، چې ته د هغو پنځو کسانو له جملې څخه یې چې خپل ډير وخت ورسره تیروې. که چیرې ستا ژوند ته نوي خلک دننه کیږي، نو له خپل ځان څخه لومړۍ دا وپوښته چې کوم کسان کولای شي تا پیاوړی کړي او کوم کسان کولای شي تا کمزوری کړي؟ کوم کسان کولای شي چې تا بریا ته ورسوي او کوم کسان کولای شي چې ستا ناکامۍ در په ګوته کړي؟ له یوه کس سره چې ته وخت تیروې، ایا همدا کس کولای شي چې ستا ذهن ته ارامتیا وبښي او یاهم که ستا انرژي په بې ځایه توګه مصرفوي؟ له ځان سره پریکړه وکړه، چې کوم کسان ستا د وخت ارزښت لري او کوم کسان یې نه لري. ستا ترټولو ارزښتمنه شتمني وخت دی، نو له هغو کسانو سره یې تیر کړه چې ستا په وجود او ژوند کې مثبت بدلون رامنځته کولای شي.

په لومړیو وختونو کې به ښايي چې دغه مفکوره (له هغو ملګرو سره اړیکې محدودول چې ستا د قیمتي وخت ارزښت نه لري) څه ناڅه نامنندویه ښکاره شي او یاهم ښايي چې ته پرې بې مینې ښکاره شې، خو دا په حقیقت کې زړه محوره پروسه ده، چې تاته دا اجازه درکوي چې باید سالمې اړیکې جوړې کړې. د همدغو سالمو اړیکو په پایله کې ته کولای شې چې یو تولیدوونکی، الهام بښونکی او له احساساتو ډک ژوند جوړ کړې.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل