ټولنیز ژوند

۴۰ کلني؛ ملګرتوب ته پاملرنه ولې پای ته رسیږي؟

لیکنه: بشر درویش

ژباړه: بشر دروېش

البته دا عام قضاوت دی، چې له ۴۰ کلنۍ وروسته دوستۍ یا ملګرتوب ته د انسانانو پاملرنه کمیږي.
په دقیقه توګه به ټول خلک داسې نه وي؛ خو هغوی چې همداسې دي، ولې دي؟
دلته به یې څېړل شوي لاملونه درته بیان کړو.

له کورنیو سره مصروفیږي
یو له مهمو لاملونو دا دی، چې ۴۰ کلنۍ نه وروسته کورني مسولیتونه او مصروفیتونه بیخي زیاتیږي.
په افغانستان غوندې هېواد کې خو لا کیدای شي د دې عمر خاوندان د اولادونو ترڅنګ د لمسیانو خاوندان هم شي.
دوی د کورنیو مصروفیتونو د زیاتوالي له کبله نه شي کولای خپلو ملګرو او دوستانو ته په کافي اندازه او د پخوا په شان رسیده ګي وکړي.
دوی یا د اولادونو په زده کړه، یا روغ رنځور، یا نورو داسې مسولیتونو زیات مصروفیږي.
ټولنیزې اړیکې پراخیږي
له ۳۰ کلنۍ وروسته په عامه توګه د انسانانو ټولنیزې اړیکې زیاتې پراخیږي. دوی د پخوا په شان محدود ملګري نه لري، چې زیات او منظم بنډارونه، مجلسونه او راشه- درشه ورسره وپالي.

فردي ګټې مهمیږي
فردي ګټې د ژوند په هره مرحله کې انسانانو ته مهمې وي، خو د عمر له لوړیدو سره چې انسان د زړښت پر لور ځي، دا ګټې لا مهمیږي.
یو لوی دلیل دا وي، چې ۴۰ کلنۍ نه وروسته معمولا انسانان د خپل ژوند لاسته راوړنې؛ په خاص ډول مادي هغه یې ارزوي.
که یې دا لاسته راوړنې کمې وې، پښېمانه وي او نورو هم سطحه خلکو سره یې مقایسه کوي او ورته ځوریږي.
دې ته یې پام زیات وي، چې څنګه تېر ضایع شوي فرصتونه جبران او خپل فامیل ته د یو ښه میراث پریښودو زمینه برابره کړي.

نورو ته له نیږدې والي ډاریږي
د دغه عمر لرونکي په عام ډول نورو ته له نیږدې کیدو وېریږي.
که شتمن او با موقفه وي، وېریږي چې نور به یې امکاناتو او موقف نه د مرستې لاسته راوړلو توقع کوي.
که شتمن نه وي، کیدای شي له سیالۍ- شریکۍ وډارشي او د کمترۍ احساس یې له نورو فاصله اخیستو ته وهڅوي.

د ویلو څه نه لري
په ژوند کې لوړې- ژورې، بریاوې- ناکامۍ او سرلوړۍ- خجالتۍ د انسان له برخلیک سره تړلي شیان دي.
دغه عمر ته رسیدلي خلک ممکن د خپلو ناکامیو، خجالتیو او بد قولیو له وجې هم انزوا ځانته غوره وګڼي او له نورو لیرې واوسي.

د ژوند ثابت مسیر یې موندلی وي

ملګرۍ، اړیکې او ټولنیزتوب کیدای شي ډېر طبیعي عوامل هم ولري، یانې د خاصو غرضونو لپاره نه وي رامنځته شوي؛ خو دا دلیل به حتما پکې نقش لري، چې علاقه مندان یې یوه خاص مسیر ته د خپل ژوند د برابرولو لپاره له دې ټولو شیانو کار اخلي.
تر۴۰ کلنۍ وروسته د اړیکو کمولو یو دلیل دا هم کیدای شي، چې په دغه وخت کې د خلکو ژوند یو ثابت مسیر موندلی وي او تر هغې اخوا اړیکو ته خاصه پاملرنه ونه ساتي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي