ټولنیز ژوند

ملګري ته پاملرنه د ملګرۍ له اصولو څخه دی

ښه ملګری مو حواس متمرکزوي. کله چې له ملګري سره پر خبرو بوخت يۍ، موبایل مو په جیب کې ساتئ، څو ورته بې توجه ښکاره نه شی.

هغه څېړنه چې په ۲۰۱۸ ز کال کې تر سره شوې ده، پایلو یې ښودلې چې موبایل نن سبا د ملګرو تر منځ د اړیکو ټینګولو پر ځای، د واټن پیدا کېدو لامل شوی دی.

ښه ملګری هغه دی چې له تاسو سره د ناستې ولاړې پر مهال د بل هېڅ شي په اړه فکر نه کوي، داسې چې فکر کوي، تمرکز او تاسو ته پاملرنه یې د ژوند یو حیاتي اصل دی.

ښه ملګری د خپلو اړتیاوو په پام کې نیولو سره د ملګري اړتیاوې او غوښتنې هم په پام کې نیسي او پوره پاملرنه ورته کوي.

په ملګرتیا کې باید دوه اړخیز زغم موجود وي او پر موقع باید دواړې خواوې په پوره ارامۍ خبرې وکړي او نظرونه سره شریک کړي.

ښه ملګری هغه دی چې هېڅ وخت مو یوازې پرې نږدي.

هغه کسان چې یوازې په خوښیو کې مو ګډون کوي، ښه ملګري نه دي. بلکې ښه ملګری هغه دی چې په خوښۍ او غم دواړو کې مو تر څنګ ودرېږي.

ښه ملګری ډېر کله د کورنۍ د یوه غړي په څېر وي او داسې احساس درکوي، چې له ورور څخه هم درته نږدې دی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

حمیدالله حمیدي

حمیدالله حمیدي په 1388 کال کې په کابل کې د افغانستان تخنیکي او مسلکي زدکړو په انستیتیوت (ATVI) کې د کمپیوټر ساینس ډېپارټمنټ څخه فارغ شوی. له ۲۰۱۱ م کال راهېسې سپوږمۍ راډیو سره دنده پیل کړې.
له سپوږمۍ راډیو سره د کار کولو پر مهال یې د پښتو ادبیاتو د شپې پوهنځی لوستی او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغ شوی. حمیدي پر سپوږمۍ راډیو سربیره له نورو رسنیو سره هم همکاري کوي. په دې لړ کې له څه مودې راهېسې د یاران لپاره هم لیکنې چمتو کوي. په یاران کې د ښاغلي حمیدي د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق د یاران له ادارې سره خوندي دی.