خواړه روغه سټه

د مغزو د لمنځه وړونکي او ګواښونکي خواړه

لیکنه: ياران

ژباړه: نسیمه محمدي

مونږ او تاسې ټول له هغه ډلې خوړنیزو توکو سره بلد یو چې د مغزو د پیاوړتیا لپاره دي، خو په دې ډله کې ډېری خوراکونه شته چې د هوش د نابودۍ او له منځه تللو سبب کېږي.

ډېری کلونه کېږي چې روغتیا پالان مونږ ته سپارښتنه کوي چې د سرې غوښې او خوږې څخه ډډه وکړو. مګر د دې سره، سره ډېری کسان دا سپارستنه جدي نه ګڼي. څېړونکو تازه د خوړو او سلامتیا تر منځ د اړیکو درلودل څېړلي دي.

څنګه چې پوهېږو خواړه زمونږ یو له مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کېږي. د رواني ډاکترانو په وېنا، هغه کسان چې په روحي او رواني ناروغیو اخته دي  له شک پرته چې د مناسبې تغدیې څخه یې پېروي نده کړې، البته باید ووایو چې خوړنیز رژیم ټولې ستونزې او ناروغۍ له منځه نه شي وړلی، خو څېړنو ښودلې ده چې رواني ناروغۍ د خوړو کمښت له امله ده، چې له بده مرغه، ۱۳٪ په نارینه وو او ۱۵٪ په ښځینه وو کې په کافي اندازه خواړه خپل بدن ته رسوي پاتې کسان نشي کولې چې قوي خواړه او وېټامینونه چې دوی یې اخلي ښه فعالیت وښیي.

که تاسې مصنوعي، هورموني او د خوړو ساتونکي مواد مو د طبیعي او مغذي خوړو ځای ناستي کړي، ستاسې بدن به د وخت په تېرېدو سره د بدن یو اساسي توابع د لاسه ورکړي. نن ورځ اټکل شوې ده، چې ډېری کسان شاوخوا ۲۲ قاشقې بوره او مصنوعي قندي مواد مصرفوي چې دا کړنه د مغز لپاره ډېره خطرناکه ده.

څېړنو ښودلې ده چې بوره د هغو خوراکونو له جملې څخه ده چې د مغز سلامتیا او کړنلاره د خطرناک تاثیر لاندې نیسي. په پای کې ډېری هغه کسان چې له دې مادې ګټه اخلي ورو، ورو یې مغز د اختلال سره مغز او د وخت په تېرېدو د مغز د کم کارۍ، د حافظې ضعیفه کېدو او په خوی او عادت کې د تغیر شاهدان وي.

په ساده ډول ویلې شو، د بورې او غوښې څخه د جوړو شویو خوراکونو څخه ګټه اخېستل د بدن په ځانګړې توګه په مغز د تل پاتې التهابونو لامل ګرځي. سربېره پر دې د نا سمو او قندي خوړو څخه د ورځې په جریان کې ګټه اخېستل مو په ژور خفګان د اخته کېدو چانس زیاتوي. د یادو شویو خوړو څخه کار اخیستل دهاضمې سیستم ستونزې رامنځته کول هم دي، چې دا چاره مو پر روان هم اغېز کوي. ځکه چې بدن ۹۵٪ سوتونین په هضمي سیستم کې ترشح کوي، سوتونین یوه کېمیاوي ماده ده چې د خوب، رواني حالتونو او اشتها په سمون تاثیر لري. اوس د دې خوړو په مصرف سره په ملیونونو عصبي حجرې چې د هضمي سیستم تر پوښښ لاندې کار کوي له نابودۍ سره مخ کېږي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران