روغه سټه

سړي هوا هم په افغانستان کې وژنې پیل کړې

د جوزجان د درزاب ولسوال رحمت الله حشر د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، چې دغلته سړې او کنګل هوا په تیرو څو ورځو کې ۲۷ ماشومان وژلي .

حشر خبري رسنیو ته ویلي، د سختې واورې د وریدو له کبله ځینو کلیو ته تللې لارې تړل شوي او روغتیايي مرکزونو ته د خلکو د رسیدو مخه یې نیولې ده .

په ځینو راپورونو کې دغلته د سړې هوا له کبله د مړو شویو ماشومان شمیر ۳۰ تنه ښودل شوی.

د نوموړې په وینا په ځینو سیمو کې تر نیم متر زیاته واوره شوې او د کلیوالو د سفر مخه یې ډب کړې ده.

د درزاب ولسوالۍ دې چارواکي ویلي د سختې واورې او سړې هوا سربیره، ددې ولسوالۍ په ځینو سیمو کې د وسلوالو طالبانو فعالیت هم ددې سبب شوی چې خلک په سختو شرایطو کې و اوسي او روغتیايي مرستې ور ونه رسیږي.

په داسې حال کې چې په مرکز کابل کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره او نورې دولتې ادارې تل په دا ډول ستونزمنو شرایطو کې خلکو ته پر وخت د رسیدو وړتیا نه لري، نړیوالې مرستندویه ټولنې هم په افغانستان کې د بشري ناورین په وړاندې ځان بې وسه ښيي.

ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې د ۵۵۰ میلونو ډالرو غوښتنه کړې څو په افغانستان کې په ۲۰۱۷ م کال کې اړو خلکو ته مرستې ورسولی شي.

سړې هوا د افغانستان په ګڼو نورو سیمو کې هم خلک په ځانګړې توګه بې ځایه شوي کډوال زپلي او د یو شمیر ماشومانو او عمر خوړلو د مرګ سبب شوي ، خو دا چې ولایتي ادارې د سروي او ارزونې دقیق سیستم نه لري ، کره شمیرې معلومول یې ممکن نه دي .

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */