روغه سټه

د ژور خپګان (سټرس) د کابو کولو ۱۱ منل شوې لارې

لیکنه: جان ایچ اوستډیک
ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل

د سټرس د کابو کولو په اړه به ښايي ډیرو کسانو بیلابیل نظرونه ورکړي وي، خو د هر یوه نظر ته په درناوۍ لاندې هغه یوولس لارې دي چې په نړیواله کچه منل شوي او ډیری په سټرس اخته کسانو سره په کابو کولو کې یې تر ډیره حده مرسته کړې:

۱. که د سټرسه ډک ماحول مخه نه شې نیولی، نو هڅه وکړه چې هغه ځای په پوره ډول پریږدې.

۲. که د سټرس فکتور (سټرسر) نه شې بدلولی، نو هڅه وکړه چې خپل ځان بدل کړې.

۳. د سټرس لرونکې دندې پر وخت هڅه وکړه چې دمه وکړې (ویل کیږي چې ان۲۰ دقیقې دمه هم روغتیا ته ډیره ګټه رسوي).

۴. ژوره ساه اخیستل د سټرس د کمولو اساسي عملیه ده.

۵. علمي څیړنه له هغه تمرین/سپورټ څخه ملاتړ کوي، چې پر اساس یې د انسان ذهن، روح و روان او ټول وجود ارامتیا مومي.

۶. له شرابو او مخدره توکو څخه ځان ساتل.

۷. له ځان سره د جیبي کتابچې ګرځول او په هغې کې خپل اندیښنې، هیلې او خوبونه لیکل روغتیا ته ګټه لري او ټول سټرس لرونکي فکتورونه دې له ذهن څخه را اخلي او په یوې پاڼه کې ورته ځای ورکوي.

۸. د غمګینې موسیقۍ له اوریدو ډډه کول.

۹. د یوه شي په اړه له حده زیات فکر نه کول.

۱۰. د سکرین لرونکو بریښنايي توکو له زیات کارولو څخه ډډه کول.

۱۱. ټولنیزې رسنۍ (فیسبوک، ټویټر، انسټګرام او داسې نور) زیات نه کارول.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

احمد فرهاد توتاخیل