افغانستان ټولنیز ژوند

د لرې پرتو سیمو هېرې شوې افغان میرمنې؛ د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت د ځینو افغان ښځینه فعالانو نظرونه

لیکنه: الما افغان

 

تیر اولس کلونه د افغانستان د ښځو په ژوند کې د بدلون کلونه بلل کیږي. خو د ګڼو په وینا دا بدلونونه د بیلابیلو دلایلو له کبله د کابل او څو لویو ښارونو تر دیوالونو محدود پاتې شوې او د لرې پرتو سیمو د ښځو ستونزې او ناخوالې کمې شوې نه دي.

د مارچ د اتمې نیټې یا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت مې یو شمېر میرمنې چې په بیلابیلو برخو کې فعالې دې وپوښتلې، چې دوی په افغانستان کې د ښځو لپاره تیره یوه نیمه لسیزه څنګه ارزوي؟ د دوی نظرونه به دلته درسره شریکوم.

ننګرهار میشتې ژورنالیسته او د ښځو د حقونو د ملاتړ شورا رئیسه ملاله میوند:

”په تیرو اولسو کلونو کې افغان حکومت د میرمنو لپاره د دوۍ د تعلیم، زده کړو، کارکولو، عامه پوهاوي او میرمنو ته په سیاست کې د ونډې ورکولو زمینه چمتو کړې. خو؛ بدبختانه باید ووایم ، څنګه چې باید له دغو خدمتونو لکه: زده کړو روغتیا او نورو اړوندو برخو د لیرو پرتو سیمو نجونې او میرمنې هم برخمنې شوی وای او د هغوی په ستونزمن ژوند کې بدلونونه راغلې وی، هسې نه دي شوي نو؛ د تل په څیر افغان حکومت د لیرو پرتو سیمو مېرمنې یو څه له پامه غورځولي“

افغان میرمنې یوازې د نارینه و له خوا د تاوتریخوالي له ګواښ سره نه دي مخ، بلکې غربت، بې وزلۍ، د ژوند د لومړیو سهولتونو نشتوالي او روانې بدمرغې جګړې یې هم ژوند دوزخ کړی

مدنې فعاله وږمه بارکزۍ:

”زما په اند د میرمنو په برخه کې د دولتي او غیر دولتي اداراتو کارونه تر ډیره نمایشي او د څو کسانو د جیبونو ډک ساتل وو، ځکه دلته موږ هره ورځ د سلګونه میرمنو د تاوتریخوالې د پیښو شاهدان یوو او تر ډیره مو د ناخوالو قرباني هم لکه د پخوا همدا میرمنې دي.

زه ددې شاهده یم چې،د ننګرهار د ښځو چارو ریاست ته به چې کله هم د میرمنو د عامه پوهاوي لپاره برنامې راتللې نو؛ ټولې ګډونوالې به يې د همدې ریاست کارکوونکې وې حال داچې نوموړي پروګرامونه به د لیرو پرتو سیمو لپاره وو نو؛ د همدې مثاله باید قیاس شي چې تر ډیره د ښځینه وو په برخه کې فعالیتونه نمایشي او د څو اشخاصو د شخصي ګټو لپاره وو“

د ښځو ملاتړې ډیوه نیازۍ:

”د تیرو اولسو کلونو په شاوخوا کې د میرمنو په برخه کې ډیر بدلونونه راغلي،اوس موږ په سیاست کې ښځې لرو په ډیرو دولتي اداراتو کې مېرمنې کار کوي چې دا د میرمنو لپاره ډیر ښه بدلون دی البته؛ اولس کاله وړاندې د انجونو پرمخ د ښوونځې او پوهنتون دروازې تړلې وې چې خو شبختانه اوس موږ په پراخه کچه تعلیم ته لاسرسی لرو، پخوا چې مېرمنې له کومو حقونو محرومې وې اوس ورکړل شوي اوس په افغانه ټولنه کې ښځه مخکښه ده، البته کومې ستونزې چې د میرمنو پرمخ پرتې دې هغه هم له پامه نه غورځول کیږي او د وخت سره به ورته کار کیږي. “

د نرګس رادیو مسوول مدیره او د هیلې خیریه بنسټ مشره اغلې شهلا شایق:

”شاوخوا دیارلس کاله کیږي چې، زه د میرمنو په برخه کې بیلابیل فعالیتونه ترسره کومه، د مېرمنو په برخه کې ګڼې او بیلابیلې ستونزې شته چې باید ورته کار وشي خو؛ زما په اند د حکومت په شوو خدمتونو هم باید سترګې پټې نه کړو ځکه؛ د طالبانو له هغې تورې دورې راویستل شوې یوو چې پکې وو، ټولې میرمنې مو په کور ناستې وې نه چا ورته د زده کړو اجازه ورکوله نه هم د کار. د افغان دولت د هڅو له برکته ګڼې افغان میرمنې له تورو تیارو څخه رڼا ته راووتلې. خو پکار ده چې دولت مو لا لاسنیوی وکړي او د ښځو په برخه کې په شویو کارونو او هڅو بسنه ونه کړي.“

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

الما افغان

الما افغان ننګرهار میشتې لیکواله او د حقوقو د څانګې محصله ده