کلتور او هنر

تیر کال د هندي سینما ډیر پیسه ګټونکي فلمي ستورې څوک وو؟ لس مخکښ یې

 

وروسته له هغې چې د فوربز مشهورې نړیوالې مجلې په تیر کال کې د نړۍ د ډیرو پیسو ګټونکو اکټرانو لیست خپور کړ، ورپسې یې په هندي سینما بالیوډ کې هم د ډیرو پیسو ګټونکو فلمي لوبغاړو لیست خپور کړی چې په نارینه وو کې په کې شاه روخ خان او په ښځینه وو کې ډیپکا له نورو مخکې دي.

د یادونې وړ ده چې شاه روخ خان، سلمان خان او اکشي کمار د نړۍ په هغو لسو اکټرانو کې هم یاد شوي چې د نړۍ په سطحه یې فلمي نړۍ کې تر ټولو ډیرې پیسې ترلاسه کړي. په دې لیست کې د هندي سینما د نجونو درک نه شته.

خو په خپله د هندي سینما په کچه بیا د هندي سینما نجونې هم د پیسو د ګټلو په معامله کې له ډیرو نارینه اکټرانو مخکې دي.

دلته دلسو هغو هندي فلمي لوبغاړو یادونه کوو چې فوربز مجلې په هندي سینما کې تیرکال تر ټولو ډیر پیسې ګټونکي بللي دي.

د فلمي لوبغاړ دا ګټه د ۲۰۱۶ م کال د جون میاشتې څخه د ۲۰۱۷ م کال تر جون میاشتې پورې د هندوستان د باکس افیس د معلومات پربنسټ حساب شوې ده.

1- شاه روخ خان

شاه روخ خان د پخوا په شان ددې لیست په سر کې لومړی ځای لري. نوموړې تیر کال ۳۸ میلونه ډالر ګټلي دي. د هغه تر ټولو ډیره ګټه د ریس فلم څخه حساب شوې ده خو نور کارونه یې هم په کې شامل دي.

پر هندي سینما سربیره تیرکال شاه روخ خان د نړۍ په کچه د ډیرو پیسو ګټونکو لوبغاړو په لیست کې اتم ځای خپل کړی او د نامتو نړیوالو فلمي لوبغاړو لکه راین ګوسلینګ او ماټ ډامون څخه مخکې دی.

2- سلمان خان

که څه هم د سلمان خان ټیوب لایټ فلم تیر کال ناکام شو خو بیا یې هم له خپلې اداکارۍ څخه په تیر کال کې ۳۷ میلونه ډالر تر لاسه کړي دي او په دې توګه یې د هندي سینما د ډیرو پیسو ګټونکو لوبغاړو لیست کې دویم ځای خپل کړی. نوموړې ډیرې پیسې د بیګ باس تلویزوني شو د کوربه توب څخه ترلاسه کړي. نوموړې په نړیوال کچ د ډیرو پیسو ګټونکو فلمي لوبغاړو په لیست کې په نهمه شمیره راغلی دی.

3- اکشي کمار

تیر کال د اکشي کومار لپاره ښه کال و. نوموړې په دې کال کې څه کم ۳۶ میلونه ډالر ګټلي دي، او په دې توګه یې د هندي سینما د ډیرو پیسو ګټونکو لوبغاړو لیست کې دریم ځای خپل کړی. جولي ایل ایل بي، هاوس فول ۳ او روستم د نوموړې هغه فلمونه دي چې په کې یې ډیرې پیسې ترلاسه کړي. نوموړې په نړیوال لیست کې لسم ځای خپل کړی.

4- عامر خان

عامر خان تیر کال د ”دنګل “ فلم په جوړولو د هندي سینما تر ټولو مخکښ او هیټ فلم وړاندې کړ چې تود بازار یې وکړ. خو پر دې سربیره یې هم ونه شوه کولی چې د پیسو د ګټې له پلوه په هندي سینما کې د شاه روخ خان، سلمان خان او اکشي کومار څخه مخکې شي. نوموړې تیره کاله څه کم ۱۳ میلونه ډالر ګټلي او په دې توګه یې په دې لیست کې څلورم ځای خپل کړی.

5- هیریتیک روشن

هیریتیک روشان په دې لیست کې پنځم ځای لري. نوموړې تیره کال ۱۱ نیم میلونه ډالر ګټلي چې ډیره ګټه یې د کابیل فلم له درکه وه.

6- ډپیکا پاډوکون

د هندي سینما د ډيرو پیسو ګټونکو ښځینه فلمي لوبغاړو له ډلې ډیپیکا له ډيرو سړیو مخکښه ده. نوموړې تیره کال ۱۱ میلونه ډالر ګټلي چې د هندي سینما د ډيرو پیسو ګټونکو فلمي لوبغاړو لیست کې یې شپږم ځای خپل کړی دی. هغې تیر کال هالیوډ سینما ته لاره وکړه او دغلته د ” xXx: Return of Xander Cage) او ځینو اعلانونو له لارې ډيرې پيسې وګټلي .

ډیپیکا که څخه د هندي سینما د ښځینه لوبغاړو ترمنځ د تر ټولو ډیره پیسو ګټونکي بلل شوې خو نوموړې په نړۍ کې د ډیرو پیسو ګټونکو ښځینه فلمي لوبغاړو څخه لا هم ډير واټن لري او په کوم نړیوال لیست کې نه شته. په نړۍ کې د ډيرو پیسو ګټونکي ښځینه فلمي لوبغاړې ایما سټون ده چې تیره کال یې ۲۶ میلونه ډالر ګټلي دي.

7- رنویر سینګ

که څه هم د رنویر د بي فکري فلم په باکس افس چندان ونه چلیده خو بیا هم نوموړې تیر کال لس میلونه ډالر ګټلي او په دې توګه د هندي سینما د ډيرو پیسو ګټونکو لوبغاړ لیست کې اوم ځای لري. نوموړې ډيرې پیسې له اعلانونو تر لاسه کړي دي.

8- پرینکا چوپړا

که څه پرینکا تیره کال له بالیوډ ډیره په امریکايي سینما هالیوډ کې فعاله وه خو د پیسو له درکه یې بخت ډیر ښه نه و او د هندي سینما د ډيرو پیسو ګټونکو لوبغاړو لیست کې یې تیر کال د لس میلونو ډالرو په ګټلو اتم ځای خپل کړی دی. دا پیسې تر ډیره د اې بي سي تلویزوني شبکې په یو ډرامه کې د رول لوبولو، د هالیود د یو فلم ( بای واچ) او ځینو اعلانونو له درکه ورته راغلي دي.

9- امیتاب بچن

د هندي سینما دې باچا تیره کال نهه میلونه ډالر ګټلي او د هند د سینما د ډیرو پیسو ګټونکو لوبغاړو لیست کې یې ۹ ځای نیولی. ډیر پیسې یې د پینک په نوم فلم کې د رول له کبله ترلاسه کړي. تمه کیږي چې نوموړې به راتلونکې کال په دې لیست کې پورته ولاړ شي ځکه هغه بیرته د ( څوک غواړي میلونر شي؟ ) مشهورې هندي تلویزوني خپرونې کوربه توب ته ستنیږي.

10- رنبیر کپور

د هندي سینما د ډیرو پیسو ګټونکو لوبغاړو په لیست کې رنبیر کپور تیر کال د شا او خوا اته میلونه ډالرو په ګټلو لسم ځای خپل کړی دی. په دې موده کې د نوموړي یوازینی فلم د کرن جوهر فلم ( اې دل هی مشکل ..) و.

 

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */