ټولنیز ژوند زده کړې ژوند بڼه کورنی ژوند

نجونو ته ځانګړی؛ که د ژوند ښه ملګری غواړئ دا ولولئ

ژباړه: تورپيکۍ سادات

هره نجلۍ غواړي د ژوند داسې ملګری ولري، چې د خوبونو شهزاده یې وي. خو دا شهزاده څنګه پیدا کیږي؟

دې پوښتنې به د ډېرو ذهنونه مصروف کړي وي. راځئ دا مطلب ولولئ، د ژوند د ښه ملګري په ټاکلو کې مرسته درسره کوي:

احترام درته ولري
سمه ده، چې مادیات د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره ضرور دي، مګر معنویات ترهرڅه مهم دي.

که غواړئ ښه ژوند ملګری ولرئ، داسې کس انتخاب کړئ، چې له زړه نه احترام درته ولري، هیڅکله مو توهین او ریشخند نه کړي او داسې وضعیت درسره ونه کړي، چې یا له ځان سره یا د خلکو په مخکې کم راشئ.

احترام لوی بحث دی، هم دې ذوق ته احترام ولري، هم شخصیت ته، هم لازمې ازادۍ ته او هم فکر او عمل ته.

خو هېر مو نه شي، چې ستاسې دا غوښتنه هم باید په یوه مناسب چوکاټ کې وي، نه چې د هغه لپاره یې پوره کول ستونزمن وي.

د زحمتونو په قدر مو پوه شي
ډېر نارینه تمه لري، چې د ورځې له ماښام کیدو سره یې مېرمنه د ستړیا په قدر پوه شي. خو ښه نارینه بیا هغوی دي، چې د مېرمنې د ستړیاوو او زحمتونو په قدر هم پوه شي.

نارینه که له کوره د باندې کار کوي او مېرمنه یې د باندې دنده نه لري، خو د کور د چارو سمبالول، د ماشومانو پالنه او نور مصروفیات یې ستړیاوې دي.

د ژوند ښه ملګری د مېرمنې دغو ستړیاوو ته په احترام قایل وي او په قدر یې پوهیږي.

د کار پر وړاندې نه خنډ کیږي
د ماشومانو پالنه، د کور د چارو سمبالښت او نور د نارینه او ښځې دواړو ګډ مسولیتونه دي، خو ښځې پکې د نارینه وو په پرتله ډېره ونډه اخلي.

ښه نارینه یا د ژوند ملګري هغوی دی، چې له کوره د باندې په ټولنیزو، دفتري او نورو چارو کې د ښځو د کار پر وړاندې خنډ نه شي.

خو هېر مو نه شي، چې ستاسې د خوښې کار، کارځای او بوختیاوې هم باید مناسبې او داسې نه وي، چې له ټولنیزو ارزښتونو او د کورنۍ له فکر سره په مخالفت کې وي.

مینه ناک وي
د ښو نارینه وو او د ژوند ملګرو په ځانګړنو کې ډېر ټکي بیان شوي، لکه: متکبر نه وي، ځان غوښتونکی نه وي، بدبین نه وي، بد ژبی نه وي، سرزوری نه وي، شوم نه وي او…
خو دا ټول په یوه جمله داسې را ټولیدای شي: مینه ناک وي.

نو تاسې د ښه ژوند ملګري په انتخاب کې دغه معیار له پامه مه غورځوئ.

ملاتړی مو وي، خو محدودونکی نه!
هغه نارینه غوره نه دي، چې تاسې د خپل ملکیت په توګه ګڼي. ښه نارینه ستاسې ملاتړی وي، خو محدودونکی نه.

ترلازمه حده ازادي درکوي، خبره مو اوري او بې ضرورته محدودیتونه نه درباندې لګوي.

صریحې خبرې کوي، خو خپه کوونکې نه!
د ژوند د ملګرو ترمنځ شف شف ویل خوند نه کوي او نه لازمه ده. د خبرو انداز د سړي شخصیت ښه روښانوي.

که ستاسې وزن زیات شوی وي، یو لنډ پاری خاوند کیدای شي مېرمنې ته ووایي: غټه شوې یې، ځان کنټرول کړه!

خو د ژوند يو ښه ملګری بیا وایي: ګرانې! څنګه ده، چې لږ ورزش شروع کړو، ستا وزن زیات شوی، زه به هم درسره ورزش وکړم!

خپله مینه څرګندوي
دا تمه هم د ژوند له ملګري مه کوئ، چې کرۍ ورځ یا شپه درته عاشقانه خبرې وکړي. د مینې څرګندولو ښه بڼه دا ده، چې ناڅاپي ډالۍ درکړي، په مینه دروګوري، موسکی وي او دا احساس درکړي، چې ته یې خوښیږې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

تورپیکۍ سادات