ټولنیز ژوند کورنی ژوند

پلرونه باید اولادونو ته دا جملې ونه وايي

اعلان

ژباړه: عطا محمد میاخېل

د پلار خبرې په اولادونو باندې ډېر زیات اغېز کوي، له دې امله، له خپلو خبرو سره ډېر پام کوئ. ځینې جملې د اولادونو لپاره، له زهرو څخه هم بدې دي، چې هېڅکله یې باید ستاسو له خولې څخه ونه اوري. که غواړئ پوه شئ، چې دا جملې کومې دي، نو لاندې لیکنه په غور سره ولولئ.

ما زوی/ لور غوښته
اولادونه هغه څه ته ډېر زیات ارزښت ورکوي، کوم چې والدین یې په اړه فکر کوي. که چېرې تاسو خپلو اولادونو ته ووایئ، چې زوی یا لور مو غوښته، حتا که دا خبره د ټوکو له مخې هم وکړئ، نو ماشوم ته مو بد احساس ور لېږدولی دی، په حقیقت کې هغه فکر کوي، چې په تېروتنې سره نړۍ ته راغلی دی او د بې ارزښتۍ احساس کوي، له دې امله د خپل ماشوم جنسیت ته په نه پام، له هغه سره چلند وکړئ. ستاسو ماشوم باید د جنسیت په دلیل، چې په خپل لاس کې یې نه ده، ونه رټل شي.

په خپل ظاهر کې بدلون را منځته کړه
د اولادونو د ظاهر په اړه نظر ورکول، تېروتنه ده، که تاسو تل خپل ماشوم ته ووایئ، چې ښکلی یې، په حقیقت کې دا پیغام ور لېږدوئ، چې ظاهر د ژوند تر ټولو مهم فکتور دی. له بلې خوا که تل ورته ووایئ، چې په خپل ظاهر کې دې بدلون راوله، په حقیقت کې هغه ته د بدرنګه او بد اوسېدلو احساس ور لېږدوئ او په ځان باندې باور ترې اخلئ. د اولادونو خوښېږي، چې خپل مور او پلار خوشاله او راضي وساتي، له دې امله که داسې احساس وکړي، چې له ظاهري پلوه دا وړتیا نه لري، نو ښایي په خطرناکو اقداماتو لاس پورې کړي.

مه ژاړه
د ( مه ژاړه ) جمله دې ته ورته کېږي، چې تاسو هغه فرد ته، چې ډار شوی دی ووایئ: (آرامه اوسه) دا خبره به ستاسو په ماشوم باندې هېڅ ښه اغېزه ونه کړي. که تاسو له خپل ماشوم څخه وغواړئ، چې ونه ژاړي، په حقیقت کې دا پیغام ور لېږدوئ، چې ژړا یو ناسم کار دی. ژړا د احساساتو د بیان یو ډول دی، له دې امله نباید د خپل ماشوم مخه ونیسئ، پرته له دې، هغه به فکر وکړي، چې ژړا د کمزورتیا نښه ده او د خپلې انرژي د تشولو لپاره د نورو لارو په لټه کې کېږي. تاسو باید خپل ماشوم د احساساتو د بیان په سمو لارو چارو باندې پوه کړئ.

ستا احساس واقعیت نه لري
یوه له تېروتنو څخه، چې ډېری پلرونه یې کوي دا ده، چې د خپلو اولادونو احساسات نالیدلي نیسي، کله چې ستاسو اولاد خپل احساسات یا نظرونه بیانوي، خو تاسو ورسره مخالفت کوئ یا د فکر په بڼه باندې یې ملنډې وهئ، نو په ماشوم باندې به مو منفي اغېزه وکړي. په داسې حالاتو کې ماشوم مو په ځان باندې شک کوي، چې دا په ځان باندې نه باور به یې په راتلونکې کې، له ګڼو ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي، نو له دې امله، خپلو ماشومانو ته فرصت ورکړئ، چې ځان سانسوري ونه کړي او په آزاده توګه هر هغه څه یې چې په ذهن کې تېرېږي، په خوله راوړي او بیان یې کړي.

چلند دې ماشومانه دی
که چېرې کوم پلار د خپل اولاد د یو ناسم په کار په پایله کې هغه ته ووایي، چې ماشومانه چلند لرې، خپل اولاد ته دا پیغام ور لېږدوي، چې ماشوم اوسېدل د بد اوسېدلو په مانا دی، چې دا تصور واقعیت نه لري، له دې امله، کله چې ماشومان په کوم کار کې کمزورتیا لري، هغه ماشوم مه بلئ، هغه ته فرصت ورکړئ، چې له خپل عمر سره سمه وده وکړي.

په خبرو دې باور نه لرم
ماشومان باید پوه شي، چې تاسو پرې باور لرئ او خبرو ته یې غوږ نیسئ، کوم پلار، چې خپل ماشوم دروغجن ګڼي او کوم معلومات، چې هغه وړاندې کوي، پرې باور نه کوي، نو خپل ماشوم په خطرناک موقعیت کې مېشتوي. تاسو باید له خپل ماشوم سره داسې چلند وکړئ، چې پوه شي، پرې باور لرئ، که چېرې داسې احساس مو وکړ، چې خبرې یې دروغ دي، نو ورسره خبرې وکړئ، پرېږدئ، چې هغه په تاسو باندې دومره باور ولري، چې رښتیا ووایي.

ولې نه پوهېږې؟
ماشومان نه شي کولای، چې د لویانو په څېر ستاسو د خبرو په مفهوم باندې پوه شي او دا په بشپړه توګه طبیعي ده د ( ولې نه پوهېږې؟ ) جملې په ویلو سره ماشوم مو داسې احساس کوي، چې یو بې عقل او احمق دی. په دې حالاتو کې غوره ده، چې یو ګام شاته واخلئ او په خپله خبره باندې د هغه د پوهېدو لپاره، د نورو لارو په لټه کې شئ، که چېرې ماشوم مو ستاسو د خبرو د نه درک کولو په دلیل باندې پوه شي، له کومې خبرې پرته به خپله ستونزه حل کړي، له دې امله ستاسو د ماشوم نه پوهېدل، قصدي نه دي او نباید له امله یې ورټل شي.

یوازې دې پرېږدم
مهمه نه ده، چې ماشوم مو څومره بې منطقه دی، تاسو باید د خپلو خبرو د کره والي او په هغه باندې د منلو لپاره، له هېڅ ګواښ او تهدید څخه کار وانخلئ. ماشوم مو باید پوه شي، چې هېڅکله یې نه پرېږدئ، تاسو حق لرئ، چې غوسه شئ او یا حتا هغه ووهئ او وې ټکوئ، خو هېڅکله مه ورته وایئ، چې یوازې به یې پرېږدئ، ماشوم مو نباید داسې احساس وکړي، چې د ستونزو پرمهال، د تکیه کولو لپاره به پلار ونه لري.

مور دې ښه چلند نه لري
حتا که چېرې ستاسو مېرمن ښه چلند هم ونه لري، تاسو نباید د خپل ماشوم په وړاندې په هغې پسې خبرې وکړئ، یو له بدو حالتونو څخه دا دی، چې په خپلو شخړو او لانجو کې کې مو ماشوم شریکوئ، ماشوم مو باید پوه شي، چې تاسو یو بل منئ، نو له دې امله یا یې مور وستایئ یا که نه شئ کولای، سکوت وکړئ او د هغې په اړه کومه خبره مه کوئ.

له تا مخکې آزاد وم
طبیعي ده، چې تاسو هم د نورو میندو او پلرونو په څېر له اولاد لرلو مخکې مو ډېره آزادي درلوده، خو نباید د خپل ماشومان په وړاندې له دې واقعیت څخه یادونه وکړئ، ځکه چې هغه ته دا احساس ور لېږدوي، چې اضافي دی او ستاسو لاسونه او پښې یې در تړلي دي. دا تاسو یاست، چې د اولاد لرلو لپاره تصمیم نیسئ، نو له دې امله سختۍ او ستونزې یې د خپل ماشوم په غاړه مه ور اچوئ، دا یو نا عادلانه کار دی او د ماشوم په ځان باندې باور له ګواښ سره مخ کوي.

ته باید دا مسلک وټاکې او زده یې کړې
ماشومان ستاسو د ژوند انعکاس نه دي. هغوی خپلواک انسانان دي، چې خپله باید د خپل ژوند لپاره تصمیم ونیسي. اړینه نه ده، چې ماشوم هغې څانګې ته ننوځي او پکې زده کړې وکړي، له کومې سره چې تاسو مینه او لېوالتیا لرئ، هغه اړتیا لري، چې خپلې هیلې وڅاري، نو له دې امله، هغه ته دا فرصت ورکړئ، چې په خپلې د پام وړ څانګه کې وځلېږي او خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره یې وهڅوئ. دا کړنه د دې سبب ګرځي، چې اړیکه مو له خپل ماشوم سره لاپسې پیاوړې شي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل