افغانستان ټولنیزې مسالې سفر مهاجرت

جرمني ته د نویو ورغلو کډوالو لپاره د ښه ژوند څو سپارښتنې

په جرمنې کې په دې وروستیو کې د کډوالو له خوا رامنځ ته شوي ټولنیزې ستونزې په زیاتیدو دي. ډیر کله افغان کډوال ځینې مسلې وړې ګڼي خو د دوی او په جرمني کې د میشتو کډوالو لپاره یې زیانونه ستر وي.

په وروستیو کې د نویو افغان کډوالو په اړه پرلپسې په دې هیواد کې د دوی له خوا د ښځو په وړاندې د جنسي زورزیاتي او نورو ناسمو کړنو راپورونه خپریږي چې ګڼې جرمنۍ رسنۍ پرې ډکې دي.

یوازې په تیره یونیمه میاشت کې د لسو په شا او خوا کې افغانان د جنسي زورزیاتي په تور نیول شوي دي.

یو شمیر هغه ځوانان افغانان چې نوي جرمني ته تللي او کورنۍ ورسره نه شته  یا خو په قصدي توګه ناوړه کړنې ترسره کوي او یا نه پوهیږي او ورته ویل شوي چې په اروپا کې هر څه ازاد دي.

خو داسې نه ده، جرمني یوه پرانیستې او پر ډیموکراسۍ ولاړه ټولنه ده. خو جرمنان خپل کلتوري ارزښتونه، معیارونه ، د ژوند اصول او قوانین لري او دوی خپلو ارزښتونو ته درناوی لري.

د ښځو جنسي ځورونه په هیڅ ډول د منلو وړ نه ده . دا ځورونه که د خبرو ځورونه وي، که لاس اچول وي، که یو چاته ډیر په ځیر ځیر کتل وي او که په بله کومه بڼه وي جدي قانوني جرم دی.

په دې وروستیو کې څو تنه افغانان د جنسي ځورونې په بیلابیلو بڼو نیول شوي دي. په دې کې ځینې جنسي ځورونې د کابل او یا هم د افغانستان نورو ښارونو کې د یو شمیر کوڅه یي ځوانانو له خوا د ښار د ګڼې ګوڼې په سیمو کې د ښځو ځورونې ته ورته دي چې ښځو ته لاس وروړي، یا ورته پرزه وايي. هومره چې په افغاني ټولنه کې دا کار جرم ګڼل کیږي په جرمني کې په ورته توګه دا چاره د منلو نه ده.

مهمه نه ده چې ښځه څوک ده؟ پټې او که لوڅې جامې یې اغوستي؟ خو جرمنانو ته په هیڅ بڼه د ښځو ځورول د منلو نه دي . په افغانستان کې د قانون نه حاکمیت او د ښځو حیاداري چې غږ نه کوي ددې سبب کیږي چې د کوڅو او لارو ځورونکي له سزا خوندي پاتې شي. خو په جرمني کې نه ښځې په خپلې ځورونې خوله پټوي او نه پولیس پر دې مسله غلي پاتې کیږي. نو له ښځو سره هیڅ ډول کار مه لرئ. یوازې یو ښه سلام ورکولی شئ . که چا پټې او که لوڅې جامې اغوستې وې، تاسو پورې اړه نه لري. کار مه پرې لرئ.
لامبو په ژمي او وړي کې په جرمني کې د خلکو لپاره یوه غوره سپورت دی. ددې هیواد په هر ګوټ کې پریمانه د لامبو وهلو سرپټي حوضونه شته. په دې وروستیو کې په جرمني رسنیو کې د لامبو په حوضونو کې چې عموما ښځې او سړي په کې ګډ لامبي د افغان کډوالو له ناسم چلن څخه شکایتونه زیات دي.

د لامبو حوضونه سره له دې چې ښځې او سړي په کې ګډه لامبي خو د جرمنانو لپاره خوندي ځایونه دي. که چیرې تاسو په دې حوضونو کې لامبۍ نو له نورو خلکو سره کار مه لرئ په ځانګړې توګه ښځو ته که لوڅې وي او که پټې مزاحمت مه ورته کوئ.

د لامبو حوضونه د تنظیم او پاکوالي لپاره خپل اصول لري، له پامه یې مه غورځوئ. په واړه مزاحمت مو پولیس نیولی شي او په جرمني کې ستاسو د ردیدو سبب کیږي.

جرمنان خپلې پرایویسۍ( شخصي حریم ) ته ډیر ارزښت ورکوي. دوی عموما په عامه ځایونو کې لکه ریستورانت، اورګاډی، بس او تم ځایونو کې له یو بل لرې لرې کیني. که څه هم د یو چا سره په خوا کې کیناستو کې کومه ستونزه نه شته خو که اخوا دیخوا نورې څوکۍ تشې وي او تاسو ورځئ د یوې ښځې یا سړي تر څنګ په څوکۍ کې له هغه سره جوخت کینۍ چندان ښه پرې نه لګیږي.

جرمنیان عموما که نابلده هم وي او په یو ځای کې سره مخ کیږي نو یو بل ته سلام ورکوي. ” ګوتین تګ“ سهار مو په خیر د دوی د سلام کلمې دي. کله چې تاسو یوازې له یو کس یا څو کسانو سره مخ کیږئ نو هغوی ته په همدې تورو سلام ورکولی شئ. د مخامخیدنې پر مهال موسکي کیدل هم خلک خوښوي البته موسیدل داسې چې ځان مقابل لورې ته خوښ او د هغه سره په مخ کیدو ډاډمن وښيي.

جرمنان چوپتیا او خلوت تر ډیرو خبرو غوره ګڼي نو که په اورګاډي، بس یا تم ځای کې ناست وي، نو ښه ده چې پر خپل غالمغال د دوی خاموشي خرابه نه کړئ.

دا کار ښايي قانوني جرم نه وي خو که د اورګاډي په یوه ډبه کې نور خلک ارام په څوکیو ناست وي. کتاب لولي، خوب کوي او یا له خپل موبایل سره بوخت وي او تاسو له خپل ملګري سره شورماشور جوړ کړی وي، یا په ټیلفون کې په لوړ غږ خبرې کوئ او یا لوړه موسیقي اورئ نو په کلتوري لحاظ ښه نه ښکارئ.
په عامه ځایونو کې په لوړ اواز په ټیلفون خبرې کول هم په خلکو ښې نه لګیږي.

د شنبې او یکشنبې په ورځو چې عمومي رخصتي وي. او په هغو شپو چې سبا یې رخصتي وي، دومره غالمغال مه کوئ چې ګاونډي مو له ارام وباسئ. کنه پولیس راغواړي او په چیغو او سورو د ګاونډي ناارمه کول جرمني کې قانوني جرم دی.

په لارو کوڅو کې دیوالونه ته ودریدل او تشې بولې کول یو لوی سپکاوی او قانوني جرم دی. هر ځای چې یئ نژدې مو خامخا عامه تشنابونه شته چې تشناب کاغذ او اوبه په کې دي. ورشئ او ویې کاروئ. که عامه تشناب نژدې نه وي. ګڼ ریستورانتونه او سماوارونه هم تشنابونه لري چې ورتلی شئ. تشناب باید په سمه توګه وکاروئ او کله چې ترې راوځئ پاک یې پریږدئ .

په عامه ځایونو او عامه ټرانسپورت کې د زړو، معلولینو ، ناروغانو او حامله دارو ښځو لپاره څوکۍ ځانګړې شوي دي. پر دې څوکیو مه کینئ. او که کوم ځای کې دا ځانګړی څوکۍ نه وي او تاسو پر عادي څوکیو ناست یئ نو که ناروغ، عمرخوړلي،معلول او یا هم حامله داره ښځه ولاړه وي، ښه داده چې خپله څوکۍ ورته خوشې کړئ.

پر لارو ، تم ځایونو ، عامه ځایونو او پیاده روونو کې د لاړو تو کول، د سیګروتو پاتې شونې غورځول یا نور څه لکه د میوو پوستکي او یا د پیپسۍ خالي ډبي غورځول مناسب کار نه دی او تاسو کې پرې پولیس ونه نیسي نو لږ تر لږه خلکو ته ښه نه ښکارئ. هر ځای د ښځلو لپاره خالي ډبې شته، پلاسیتکي شیان د پلاستیکونو په ټیم ، کاغذې د کاغذونو په ټیم او شیشه يې هغه د شیشو په ټیم کې وغورځوئ. جرمنان کثافات سره ځکه بیلوي چې بیرته یې ري سایکل کوي او د چاپیریال د ککړتیا مخه نیسي.

هیڅوک په جرمني کې حق نه لري چې ستاسو د طاعت او عبادت خنډ شي. البته په دې هیواد کې په مسلمانانو پورې یو شمیر تړلي بریدونه ددې سبب شوي چې د ګوتو په شمیر ځنیې جرمنان د مسلمانانو سره خپل مخالفت په یوه او بله بڼه څرګند کړي چې عام جرمنیان یې دا کار نه تاییدوي بلکې کرکه ترې لري. که څوک تاسو ته ستاسو د عقیدې یا ستاسو نژاد په خاطر ستونزې جوړوي یا درسره تبعیض کوي د کډوالو ادارې او یا هم پولیسو ته شکایت کولی شئ. جنسي، مذهبي او په نورو بڼو تبعیض جرمني کې جرم دی.
خپله هم د چا پر عقیدې، کلتور او کړنو کار مه لرئ.


جرمنان په خبرو کې تکلف نه کوي. ډیر یې غوڅه او پاکه خبره درته کوي. دوی په کاري او د ژوند په چاپیریال کې پر یو بل ازاد انتقاد کوي. نو که د کار په ځای کې له انتقاد سره مخ کیږئ هدف یې یوازې ستاسو د کارونو سمون دی. د انتقادونو په وړاندې مننونکي اوسئ، ځکه هدف یې ستاسو د کار اصلاح ده نه سپکاوی.

د وخت پابند و اوسئ که په کوم دفتر یا کوم فرد سره د لیدنې ټاکلی وخت ولرئ، هڅه وکړئ چې په وخت ورسیږئ. وعدې ته ناوخته رسیدل جرمنیان یو ډول سپکاوی ګڼي هغه کې له ټاکلي وخت پنځه دقیقې هم وروسته وي. که چیرې درباندې ناوخته وي نو ښه ده چې مخکې له مخکې مقابل لورې ته ټیلفون وکړئ او ورته ووایئ چې تاسو ناوخته وررسیږئ.

په جرمنې کې په عامه ډول د نلونو اوبه پاکې او د څښاک وړ دي. یوازې په ځینو ټرین سټیشنونو او تشنابونو کې اوبه پاکې نه دي چې هلته ورسره په جرمني ژبه لیکل شوې وي چې ”دا اوبه د څښلو نه دي.“

جرمني کې زیاتره شریني باب د خوګ د غوښې څخه جوړ شوي جیلیتین لري. نو کله هم چې شیرني اخلئ البته جرمني شیرنۍ نو ډاډمنه کړئ چې پر لیبل یې د ( ویجیترین ) کلمه لیکل شوي وي. په دا ډول شیرنیو کې د غوښې له محصولاتو ګټه نه وي اخیستل شوي. نور تاسو هر چیرې د ترکانو او عربانو له خوا جوړ شوي د حلالې غوښې او نورو حلالو محصولاتو دکانونه موندلی شئ چې خپله اړتیا ترې پوره کړئ.

د سیګرټو لپاره په عامه ځایونو کې ځانګړې ځایونه په نښه شوي . هلته یې وڅکوئ. ماشومانو او ناروغانو ته نژدې له سیګرټ څکولو ډه ډه وکړئ.

ښارونو کې بایسکلونه خپلې ځانګړې لارې لري. که بایسکل چلوئ همدا ځانګړې لارې او اشارې تعقیب کړئ. د موټر او بایسکل چلولو پر مهال ټیلفون کې خبرې کول ترافیکي جرم دی. همدارنګه موټر کې د ناستې پر مهال باید کمربند وتړئ کنه جرمانه کیږئ. د بایسکل چلولو پر مهال د خوندیتوب لپاره ځانګړې خولئ پر سرول مهم دي.

په اورګاډي تر سپریدو مخکې له اتومات ماشینونو او یا په ځینو سټیشنونو کې د ټیکټ له عرفې د سفر ټیکټونه واخلئ. د ټیکټ د نه لرلو په صورت کې جریمه کیږئ.

په بیړنیو حالاتو او پېښو کې که تاسو جوړ او شا او خوا خلک مو خطر کې وي، له خطر سره مخ کسانو سره مرسته ستاسو مسولیت دی. لکه ټیپانو ته لومړني طبي مرستې، پولیسو ته ټیلفون او یا د امبولانس راغوښتل. پولیسو ته له خپل هر ډول ټیلفون څخه د ۱۱۰ شمیرې په دایرولو زنګ وهلی شئ او د اور وژنې ادارې شمیره ۱۱۲ ده. جرمني پولیس له خلکو سره د ښه وضیعت له کبله مشهور دي او که مرسته ترې وغواړئ تر ډیره هڅه کوي چې مرسته درسره وکړي.

ډاکترانو سره د لیدلو لپاره باید کډوال د ټولنیز امنیت له ادارې سره چې د کډوالو سره تل تماس کې وي مشوره وکړي. جرمني ډاکتران عموما په انګریزې پوهیږي او د سهار له اتو د غرمې تر ۱۲ بجو عموما کتنځایونو کې وي. که د شپې پر مهال او یا رخصتۍ کې مو درملتون ته اړتیا شوه نو د ګوګل په مټ ځان ته نژدې نوکریوال یا څلور ویشت ساعته درملتون موندل شئ.

نشه يي مواد او الکول جرمني کې اسانه موندل کیږي خو هڅه وکړئ چې د یو مسلمان کډوال په توګه ترې ځان وساتئ. که په دې شیانو روږدې شوئ دا په اروپا کې د ګڼو افغان ځوانانو د تباهۍ سبب شوي دي. جرمني کې هر څه شته خو دا په دې معنی نه دی چې تاسو دې هر څه وکړئ. د بې وزله افغانستان څخه له راوتلو وروسته هڅه وکړئ چې لږ تر لږه خپلې کورنۍ سره چې شاته مو پرېښې د مرستې جوګه شئ. که په نشو او الکولو روږدې شوئ نو راتلونکې به مو ډیر تیاره شي.

وروستئ سپارښتنه دا چې : جرمني حکومت د کډوالو لپاره د جرمني ژبې او نورو مسلکي زده کړو ځینې ښه پروګرامونه لري. که غواړئ په جرمني کې ښه او کامیاب راتلونکې ولرئ د ژبې او مسلکي زده کړو له دې وړیا پروګرامو پراخه ګټه واخلئ. د وړیا زده کړو دا چانس ښايي تل ونه لرئ. که یو یا دوه کاله د ژبې او مسلکي زده کړې لپاره پر ځان سختي تیره کړئ ډاډمن اوسئ چې په جرمني کې به یو ابرومندانه او ښه کار پیدا کړئ.

دا لارښود له نورو افغانانو سره هم شریک کړئ څو په جرمني کې د افغانانو یوه بریالۍ ټولنه ولرو.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */