خواړه کلتور او هنر

هغه اته خوراکونه چې د نړۍ مسلمانان پرې روژه ماتوي

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه راټولونه: مریم محمدي

ډېر خلک روژه ماتې په اوبو او خرما کوي، خو داسې نور خواړه هم شته چې د نړۍ ملسمانان پرې روژه ماتوي.
دلته ترې یادونه کوو:

۱- خرما

روژه ماتی په خرما سره د اسلام پیغمبر ته منسوبیږي دا سنت ده چې روژه په خرما ماته شي، ډیری مسلمانان خپله روژه په خرما ماتوي.
خرما ډیر ویتامین، معدني مواد او فایبر لري. دا چې په خرما کې د قند کچه لوړ ده نو له همدې له کبله د روژه ماتې پر مهال ژر د روژه لرونکو د خوږو کموالی جبرانوي.

۲- حلوا

ایرانیان په روژه ماتې کې حلوا خوري، حلوا د روژه ماتې پر دسترخوان د ایرانیانو د په زړه پورو خوږو څخه شمیرل کیږي او د نړۍ په نورو برخو کې هم په مسلمانانو کې محبوبیت لري.
د حلوا د خوند د ښه کولو له پاره ایرانیان زیاتره له ګلابو، هېل او زعفرانو څخه استفاده کوي. د ځینو نورو ټولنو خلک له دارچیني او زنجفیل څخه هم کار اخلي.

۳- حریره

حریره چې له هسپانیې څخه یې منشه اخیستې په مراکش او غرب الجزایر کې د روژه ماتې پر مهال د ګرمو خوړو په توګه خوړل کیږي.
دغه خواړه د بیلا بیلو موادو لکه نخود، دال، د غویي او یا د پسه غوښه، رومیان، تازه ګشنیز او اووه ډوله مسالو ترکیب دي.

۴- بورک

بورک د ترکانو ځانګړی خوراک دی او له عثماني دور څخه په خپل ځای پاتې دی.
د الجزایر په ختیځ او همداشان په تونس کې بورک د روژه ماتي لازمي جز دی چې بل څه یې ځای نه شي نیولی.
بورک د نازکه اوړو پرچه وي چې د کچالو، کوفتې، پنیر او یا هم د چرګې له هګیو څخه ډکیږي. بیا وروسته دغه څه په غوړو کې سره کیږي.

۵- هریسه

هریسه له هغو دودیزو خوړو څخه دي چې نه یوازې د فارس خلیج د څنډې عربي هیوادونو بلکې د ارمنیانو او هندیانو په منځ کې د روژه ماتې پر مهال محبوبیت لري.
د دغو خوړو چې له نرم شوو غنمو، کوچو او د پسه له غوښې جوړیږي لرغونتوب لسمې پیړۍ ته رسیږي. د دغو خوړو یو ډول بې له غوښې هم تیاریږي.

۶- خشاف

آلبالو، زردآلو، وچ انځر او کشمش: دا د خوشاف خوړو لومړني مواد دي. دا خواړه چې د مدیترانې سمندرګې له ختیځ او ایران څخه یې سرچینه اخیستې، په عراق، لیبا او مصر کې د روژه ماتې همیشنی خوراک شمیرل کیږي.
ځینې په دغو خوړو کې بیلا بیلې شیان هم ګډوي. په لومړي سر کې وچې میوې له یو او بل سره خوټول کیږي او بیا وروسته بورې او ګلاب سره ګډیږي.

۷- جلیبي

جلیبي او بامیه (یو ډول ایراني خواږه) د ایرانیانو او د شمالي افریقا څخه نیولی د هند تر نیمې وچې پورې د خلکو په منځ کې محبوبیت لري.
له دې خوړو په شمالي افریقا کې شته مسلمانان د روژه ماتې پرمهال ډېره استفاده کوي.
د جلیبۍ په جوړولو کې معمولا له اوړو، زیتون د غوړو، بورې، زعفران، هیل یا لاچي ګلاب…څخه استفاده کیږي.
په غوړیو کې تر سرو کولو وروسته بیا جلیبي د لږ وخت لپاره په خواږه شربت کې ایښودل کیږي.

۸- د تمر هندي شربت

عربان له هندي تمر یا هندي خرما څخه یو ډول شربت جوړوي چې د زیات آنتي اکسیدن د لرلو له کبله د هاضمې له پاره ډیر ښه دی. دوی د تمر هندي شربت سره روژه ماتی کوي.
د دغه شربت د جوړولو له پاره هندي خرما به اوبو کې جوشول کیږي او بیا وروسته ترلاسه شوی شربت له ګلاب او بورې سره یوځای کیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي