افغانستان عمومي

لغمان: ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

د لغمان ولایتي ادارې او دغه راز د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاستونو په هلو ځلو پرون چهارشنبه د NCRO او WFP موسسې په مرسته له کډوالې په راستنوشویو ۳۰۰ کورنیو د خوراکې توکیو مرسته چې ۲۰۰ کیلو وړه، ۷ کیلو غوړي. ۷ کیلو دال او یو شمېر نور خوراکي توکي هم پکې شامل وه ۱۵۰ کورنیو ته په قرغیو او پاتې ۱۵۰ نورو ته دمهاجرینو چارو ریاست په انګړ کې دولایت مقام د مرستیال الحاج شهزاده مظلومیار او ددغه ریاست د رئیس محمد کاظم حقپال په لاسونو وویشل شوې.

د مرستو د ویش پر مهال شهزاده مظلوم یار د WFP او NCRO موسسو له استازو د مننې تر څنګ له کډوالۍ څخه د تازه راستنوشویو فامیلونو د استازو سره د خبرو پر مهال وویل:

«ولایتي اداره په هڅه کې ده څو په هره برخه کې د غریبو، بې وزلیو، بېرته راستنو شویو او داخلي بې ځایه شویو کورنیو سره د همکارو موسسو په مټ د خوراکي او غیر خوراکي توکیو مرسته او همکاري وکړي.»

نوموړي په دې برخه کې پر کورنیو مرستندویه ادارو سربېره د نړیوالو موسسو هم وغوښتل چې دغه ولایت ته خپله پاملرنه زیاته کړي.

لغمان: ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

لغمان: ۳۰۰ کډوالو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

/* ]]> */